به مناسبت وفات آیت الله فیاض، از علمای برجسته عالم اسلام، تاثرات قلبی خود را به خانواده آن مرحوم و رهروان ایشان تقدیم می کنم.
او که اصالتاً به کشور عزیز ما تعلق داشت، سالهای متمادی را در عراق به تحقیق و تدریس علوم دینی سپری کرد و به یکی از مراجع تقلید شیعه یان تبدیل شد.
روح شان شاد.
��ِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
این همان پیآمد بحران مشروعیت است که من از سالها دربارهٔ آن هشدار دادهام. مشروعیت با زورِ تحمیل و ادعا، بهدست نمیآید؛مشروعیت را ملت به کسی میدهد که آزاد��نه و با ارادهٔ خود انتخابش کرده باشند. گروه حاکم چشمان خود را بر آن تحول عمیقی بسته است که در ذهن و روان مردم افغانستان شکل گرفته است. کسانی که از نبض ملت خود آگاه نباشند، هرگز نمیتوانندنماینده واقعی ملت باشند.
د روان وضعیت د پېټي زور له بده مرغه ولس زغمي. نن بې شمېره کورنۍ حیرانې دي چې په یوه مړۍ ډوډۍ لومړی د کوم بچي خېټه مړه کړي. چاپېریال مو د اقلیمي بدلون له ژورو منفي پایلو سره مخ دی. فصلونه مو په وچکالۍ سوځېږي او د کور سرپناه مو سیلابونه ویجاړوي. یو ځل بیا وایم چې زموږ لوږه ازلي نه ده. دا د انتخابونوپایله ده او که سم انتخابونه وشي، هیواد مو د الله جل شانه په فضل د��مره امکانات لري چې د ��سلونو لوږه او بیوزلې پرې ختمهشي. د قربانۍ په دې ورځ باید پوه شوو چې قرباني یوازې وینې تویول نه دي. د الله جل شانه دربار ته د مسلمان نیت او اخلاص رسېږي. دا هغه ورځ ده چې مسلمانان د یو بل لاسنیوی کوي؛ پر بیتالمال مسلط باید وپوهېږي چې دغه پانګه یوازې د بېوزلو، کونډو، یتیمانو او افغان ملت حق دی، نه د واکمنو شخصي مال.
قدرمنو خویندو،
زه ستاسې درد او وېره درک کوم او په دې پوهېږم چې وېره مو د سبا، بل سبا، بلې میاشتې او بل کال ده چې ښوونځی، کار او په ټولنه کې به ګډون ولرئ که نه. له نجونو زدهکړې پاتې کېدل او د ځوانانو نامعلوم برخلیک فرعي مسایل نه دي. دا اصلي مسئله ده. هېڅ ملت په یوه پښه مزل نه شي کولای. ما تل ویلي چې یوه باسواده نجلۍ پنځه نسلونه بدلولی شي. زموږ پېغلو او ځوانانو ته باید د پېټي په سترګه ونه کتل شي. دا زموږ د هیواد راتلونکی دی او د ۲۰۴۷ کال د افغانستان بنسټ به د دوی په ځواکمنو اوږو ایښی وي.
هموطنان عزیز
سخن گفتن از منافع ملی بدون آنکه ملت در محور آن باشد و بدون وحدت ملی، ناممکن است. منافع ملی باید بر بنیاد یک ارادهٔ ملیتعریف شود و همواره در خدمت وحدت ملت قرار داشته باشد. ما باید با خود صادق باشیم و ببینیم چه چیزی در برابر آن مانع ایجاد کرده است. منافع یک شبکه یا سودِ یک حلقهٔ بسته، در تناقض مستقیم با منافع ملت قرار دارد. این تناقض باید از بینبرود، نه اینکه مدیریت شود؛ منافع هر شبکهای باید در چارچوب منافع ملی تعریف گردد و هیچگاه فراتر از آن قرار نگیرد. اولویتهمیشه با ملت است، نه با شبکهها و حلقههای خاص.
زمان صحبت در مورد انتخاب دیگر گذشته است، حالا وقت انتخاب است و ملت باید راه آینده اش را برگزیند. من سوالاتی را با شما شریک میسازم که امروز تقریباً در هر خانواده افغان مطرح است: در نزدیک به پنج سال گذشته چه چیزی به دست آوردیم؟ چی قیمتی برای آن پرداختیم؟ و اگر این وضعیت پنج سال دیگر هم دوام کند، پیامد آن چه خواهد بود؟
عید امسال میتواند فرصت خوبی برای آغاز یک گفتمان ملی در این مورد باشد. در هر خانه، هر نشست، و هر محفل میتوان با ذهن آرام یک بحث واقعی ملی را آغاز کرد. از هموطنان مقیمکشورهای دیگر نیز دعوت میکنم که این بحث به شما نیز تعلق دارد. در این گفتمان ملی سهم بگیرید، از آن حمایت کنید و پشت تصمیم ملت خود بایستید. البته آنچه که هرگز نباید فراموش شوداینست که: هیچ هدفی و هیچ نارضایتی نمیتواند بازگشودن درِ کشتار افغان به دست افغان را توجیه کند. آن در باید بسته بماند.
اجماع د یوه کس یا ډلې له لورې نه راځي. اجماع د هغه ملت د ملي ارادې پایله ده چې له یوه مشروع نظام، سولې او باعزته ژوند پرته ډېر څه نه غواړي. زه د تل په ��ېر، د ځان لپاره هېڅ نه غواړم،خو چمتو یم چې د لازمي اجماع د راتګ، او د مرګ پر ځای د ژوند؛ د فقر پر ځای د شتمنۍ؛ او د دښمنۍ پر ځای د سولې او سوکالۍ د لارې د انتخاب په برخه کې، خپله ونډه ادا کړم.
تل دې وي افغانستان
زنده باد افغانستان
یشه سین افغانستان
2/2
قدرمنو هیوادوالو، خویندو او ورونو، السلام علیکم ورحمة الله و برکاته،
تاسې ټولو ته – که په هیواد کې دننه یا د نړۍ هر ګوټ کې یاست، د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وایم.
عید سعید اضحی به فرد فرد شما در هر کجایی که هستید، مبارک باد.
قربان هییت بیرمینگیز مبارک.
خپل درناوی دغه راز قدرمنو حاجي صاحبانو ته چې د حج مقدسې فریضې ادا کولو له پاره په بیت الله شریف کې راټول شوي، هم وړاندې کوم او د افغانستان د ملت او د نړۍ د ټولو مسلمانانو د سوکالۍ لپاره د دعا هیله ترې کوم.
امروز گرد آمدن مسلمانان در بیتالله شریف، گواه روشن این حقیقت است که عقیدهٔ ما در انحصار هیچ فرد و گروهی قرار ندارد. این باور مقدس، میراثی است که در طول قرنها از دل اندیشه و شعور جمعی به ما رسیده است. از همینرو، هر مسلمان در روز قیامت در بارگاه الله جلشانه، خود پاسخگوی اعمال خویش خواهد بود.
عقیدهٔ پاک و مشترک ما هیچگاه مایهٔ تفرقه در میان ملت ما نبوده است؛ بلکه همواره ارزش والایی بوده که دلهای مردم ما را به هم نزدیک ساخته و پیوند برادری را استوار نگه داشته است. آنچهسبب اختلاف گردیده، اقشاری اند که عقیده را انحصاری و سیاسی ساخته اند.
ګرانو خویندو او ورونو،
نژدې شپږ میاشتې مخکې مې تاسې سره په خبرو کې وویل چې ملت د ژوند او بربادۍ ترمنځ په دوه لارې ولاړ او له یوه سخت، خو ضروري انتخاب سره مخ دی. له هغه راهیسې مې تاسو سره د خبرو مخه نیول شوې او غږ مې غلی شوی و. په دې موده کې مې سره له دې چې آواز نه در رسېده، زړه مې یوه شېبه له تاسې لرې او بېخبره شوی نه دی. نن د رحمت په دې ورځ بېرته تاسو ته در ګرځم او هغه نیمګړی بحث له هماغه ځایه پيلوم، ځکه په دې دومره میاشتو کې نه یوازې انتخابونه پر خپل ځای پاتي دي، بلکې وضعیت لا ډېر بېړنی شوی او دوه لارې د ګړنګ تر غاړې رسېدلېده.
موږ د اختر خوشحالي په داسې حال کې نمانځو چې په زړه کې مو د هغو هیوادوالو داغ لا تازه دی چې په کابل، پکتیکا، خوست،ننګرهار، کندهار، کونړ او نورو ولایتونو کې د بمباریو له املهشهیدان او ټپیان شوي دي. ټولو غمجنو کورنیو ته تسلیت وایم. دغه راز پاکستان ته وریادوم چې افغانستان ته دې د مشرق د علامه شاعر، اقبال له سترګو وګوري، په ارزښت او وقار دې یې ځان وپوهوي او درک دې کړي چې آسیا د خپل زړه له ثبات پرته ثبات ته نه شي رسېدلی. دا تصور دې هم له سره و ایستل شي چېاستعماري کرښې زموږ دردونه جدا کړي دي. په خیبرپښتونخوا او بلوچسنان کې زموږ خویندې او ورونه ورته درد زغمي چې هغه همزموږ خپل درد دی.
هموطنان گرامی،
امسال عید قربان در حالی فرا میرسد که تحول بیسابقهای در منطقه رخ داده است و دامنه جنگ تا همسایه ما ایران و کشورهایخلیج گسترش یافته است. در این کشورها، بهشمول مهاجرینافغان، میلیونها انسان آسیب دیده، بیجا شده و با نگرانیهایعمیق درباره سرنوشت خویش به سر می برند. در چنین وضعیتیکه سراسر منطقه در حال تحول است، بی تفاوت ماندن به معنای آنست که دیگران به جای شما تصمیم بگیرند. نیاز به همکاری منطقوی در این شرایط به مراتب بیشتر از پیش شده است که کلید اصلی آن در کشور عزیر ما ق��ار دارد. بناءً یک سیاست اقتصاد محور از اولویت های اصلی ماست که دستیابی به آن انسجام تمام ظرفیت های ملی افغانها را می طلبد.
جهان نزدیک به پنج سال در انتظار ماند تا ببیند در افغانستان چی تغییری بهمیان میآید، اما این انتظار آمیخته با ناامیدی در حال پایان یافتن است. کشور ما بهگونه ��یسابقهای منزوی شده و تقریباً همه طرفها، دیگر به افغانستان نه بهعنوان یک همسایه،بلکه به چشم یک تهدید امنیتی می بینند. حتی آنهایی که حاضر بودند به گروه حاکم فرصت بدهند، اکنون آشکارا میگویند که از خاک افغانستان با خطر تروریزم روبه رو اند.
1/2
بسم الله الرحمن الرحیم.
ګرانو هېوادوالو،
د پاکستان وروستي هوایي تېري ته چې په دوو میاشتو کې دویم ځل تکرار او زموږ د بیګناه کوچنیانو، خویندو او وروڼو د شهېدېدو او ژوبلېدو سبب شو، د افغانانو د کرکې او غندنې پراخ غبرګون زموږ د ملي پوخوالي او یووالي ښکاره نښه شوه. په پکتیکا، خوست او کونړ کې د خپلو وروڼو او خویندو غم په ټول وجود احساسوم او ترڅنګ یې یم او دا ناروا تېری ټینګ غندم. پاکستان باید خپلې دغه لمسونې چې له نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده بې ځنډه ودروي.
این تجاوز، مانند واقعات مشابه گذشته احساسات تمام ملت ما را، صرف نظر از علایق شخصي و تعلقات خانوادگی افراد، عمیقاً جریحه دار ساخته است. ما بمثابه یک ملت درد مشترک داریم که بالاثر آن قهر ما در برابر متجاوز هم مشترک است.
پاکستانینگ هوا بمباردمانی عاقبتېده شرقی افغانستانده باله لرینگ شهید بولوشینی کوریب، منینگ دیلمگه ومیلیونلب باشقه افغانلارنینگ بی حساب غم – غصه تولدیردی.
دلته باید په ټینګار ووایم چې افغان ولس د ټولو آسماني احکامو او ځمکنیو قاعد�� له مخې د خپلې خاورې د ساتنې او دفاع بشپړ حق لري. دغه دفاع په تاوده سنګر کې له درېدو، د بلې هرې معقولې او منلې وسیلې تر کارولو قانوني او مشروع ده.
کشور ما برای دهه های پیهم آماج جنگ اعلان نا شده از آن سوی خط دیو��ند بوده که من بارها از عاقبت ناگوار آن به همه در منطقه و جهان هشدار داده بودم. این جنگ اعلان ناشده از مردمان هر دو سوی خط قربانیهای سنگین گرفته که به بهانه مقابله با خشونت گروه های مخالف، مورد خشونت و تعدی توصیف نشدنی قرار گرفته اند. اما قدر مسلم اینست که مقابله با مخالفت ها و خشونت هایی که با انگیزه سیاسی انجام می شوند، با استفاده از وسایل غیر سیاسی و خشن امکان پذیر نیست و آنرا به یک زخم خبیثه مبدل میکند.
دلته دغه راز غواړم ټولې خیبر پښتونخوا او بلوچستان ته هم د هغوی په غمونو او دردونو تسلیت ووایم، ځکه داسې ورځ به نه وي چې هلته هم میندې بورې نه شي ، شازلمیان شهیدا�� نه شي او وحشت خپل غاښونه ښکاره نه کړي. د کرښې دواړو خواوو ته هماغه څه تطبیقیږي چې له ډېر پخوا نه، له ویشلو سره سره په دې ولسونو روان دي. زموږ دردونه یو دي، احساس مو یو دی. د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولسونه هم لکه د خپلو افغان وروڼو او خویندو د سوله ییز او پتمن ژوندانه تږي دي.
د پوځي بریدونو ترڅنګ اوس زموږ د هېواد په آدرس د پاکستان له خوا بیا په قهري وسیلو د سیاسي بدلونو د راوستلو اشارې هم رارسېږي. موږ د خپل هېواد په راتلونکي برخلیک کې د نورو هر ډول مستقیم او غیر مستقیم رول، لاسوهنه او ناروا بولو. افغانان باید پخپله دا فرصت او امکان ومومي چې د یوې لازمي اجماع له لارې د خپلې راتلونکې پرېکړه چې مشروعیت او ولسي مقبولیت، د ښځو او سړیو د حقونو او آزادیو تامین او له نړۍ سره مشروع تعامل ته لاره پرانیزي، پخپله وکړي. نور باید وپوهېږي چې افغانان که په نورو خبرو کې اختلاف لري، دلته یې نظرونه اتفاق ته نژدې سره ورته دي او همدا افغانان له غیر افغانانو بېلوي. زموږ ولس ته په دې حساس پړاو کې په کار ده چې ځانونه د یوه ملت په توګه پیاوړی کړي، نه دداسې افرادو په توګه چې واک ورته د وسیلې پرځای هدف ښکاره شي. زموږ ټوله هڅه باید اوس دا وي چې په هېڅ پلمه، د افغان په لاس د افغان وژنې او وینې تویېدنې ته بیا لار جوړه نه شي.
بلی، در اینجا اصل کلیدی، جلوگیری از احتمال خونریزی افغان توسط افغان در آینده است و این کار باید در صدر اولویت های ما قرار داشته باشد. نگرانی بنیادی من اینست که یک پروژه دیگر خونریزی افغانها که در پایان، خدا نخواسته، به تجزیه و فروپاشی افغانستان منتج شود، از طرف بعضی ها رویدست گرفته شده باشد. حال ما به یک انتخاب دشوار رسیده ایم که یا با همدلی او همدیگر پذیری خود را واقعاً به چهار راه آسیا مبدل می کنیم، یا متاسفانه بار دیگر میدان جنگ نیابتی دیگران می شویم.
زموږ د هېواد په چاپېر سیاسي غوغا او پر حاکمیت یې وسله وال تېری د ترهګرۍ خلاف مبارزې تر پردې او پلمې لاندې، ښایي تر یوه د ډېرو لوبغاړو له خوا طرحه شوي او ترسره کېږي او ډول ډول دلایل ورته تراشل کېږي. خو زما له نظره دا هرڅه د واقعیتونو د لیدلو پرځای په احساساتو درول شوي چې نه په کې د وضعیت تعریف او نه کارنده تګلاره شته. د ترهګ��ۍ مساله یو بحث دی چې هرومرو باید راپورته شي. هغې ته باید افغانستان، پاکستان او دغه راز زموږ ټوله شاوخوا سیمه په ګډه او اجماع یو نوی تعریف او چوکاټ ومومي او د هغه له مخې یې له مظاهرو سره چلند وشي. دا مسایل په موقتو موافقو او اوربندو نه حلېږي او اوسنی غوره شوی تګلوری د وخیمو عواقبو خواته ځي او ځکه په عاجل ډول بدلول غواړي. اوس په افغانستان او ټوله سیمه کې د یوې تلپاتې سولې د راوستلو او ټینګولو چې الهی نعمت دی، عاجله اړتیا تر هر بل وخت ډېره شوې ده.
ژوندی دې وي افغانستان
یشه سن افغانستان
زنده باد افغانستان
بسم الله الرحمن الرحیم
ګرانو خویندو او وروڼو،
زموږ لرغونی هېواد د یوه ډېر حساس تاریخي پړاو له منځه په تېرېدو د یوه مهم انتخاب دوه لارې ته رسېدلی چې د لویو خطرونو ترڅنګ په کې د لویو فرصتونو څرک هم لګېدلی شي. د هیلو او نهیلیو، د باورونو او بې باوریو، د صراط المستقیم او طریق الجحیم په دې مجادلو او انتخابونو کې هېوادوال د یوه سملاسي او بنیادي بحث غوښتنه لري، داسې یو بحث چې دوی ته د ملي ګټو پولې روښانه او د هغه پر چاپېر یوې لازمي اجماع ته لار جوړه کړي.
وطنداشلر، فقط و فقط ملی منفعتلر و ق��ریتلارگینه بیزنینگ کینگ خلقی میزنی بیر ملی اجماع اوستیگه ایغلی لادی، کلاجک اوچون توغری یول تپیشگه امکان یره تیب بیره دی.
اوس زموږ د ولس اساسي پوښتنه داده چې ددې تاریخي مقطع غوښتنې څه دي او د حصول له پاره یې څه کول په کار دي.
پاسخ به این سوال اساسی، با پاسخ یافتن چند پرسش مهم دیگر که با آن خیلی تنگ گره خورده اند، امکان پذیر می گردد و آن اینکه:
- تعریف ما از وضیعت کنونی چیست؟
- حالات در چه جهتی مسیر یافته اند و ادامه آن مثلاً، تنها برای دو سال دیگر چه عواقبی به دنبال خواهد آورد؟
- برای تعریف و مشخص سازی منافع ملی، اجماع لازمی را چگونه شکل داد؟
- تأمین منافع تعریف شده ملی در کدام محدوده و چارچوب ممکن است؟
- وسایل و امکانات تأمین آن کدام ها اند؟
ددې پوښتنو ځوابونو کې د راتلونکې هغه لاره او مسیر موندل کېدلی شي چې سر یې تلپاتې سولې او ثبات ته وځي. تلپاتې سوله د ملي حاکمیت او راتلونکي مشروعیت اساس؛ د ثبات، ملي امنیت، اقتصادي ودې، ولسي سوکالۍ او نړیوالې، اسلامي او سیمه ییزې مننې او همغږۍ مخشرط دی. له بده مرغه ۴۷ کاله وشول چې موږ له دغو حقونو او مزایاوو بې برخې پاتې شوي یا ساتل شوي یو.
تر کومه چې د ملي ګټو په اړه د ولس په غوښتنو او بحث پورې اړه مومي، نه شوای کېدی چې د تلپاتې سولې مهمه مساله له پامه وغورځوو. دلته اساسي پوښتنه هم همدا ده چې تلپاتې سولې ته چې زموږ له لاسه وتلی حق دی، څنګه ورسېږو؟ آیا دا ومنو چې د یوې ډلې د ارادې تحمیل مو هغې ته رسولی شي؟ که نه باید ټول لاسونه سره ورکړو، زړونه یو کړو، سرونه نژدې او فکرونه سره ګډ کړو چې ور ورسېږو؟
به تأسی از حکم واضح خالق لایزال در قرآن کریم که «از من بخواهید تا استدعای شما اجابت شود»، با توکل به او تعالی و طلب م��اونت از ذات اقدس، به جستجوی گمشده اساسی خود یعنی صلح پایدار بر می آییم. اگر این اصل را پذیرفتیم که مقصود، رسیدن به یک صلح پایدار برای همه است، مساله بعدی تصمیم گیری در مورد توازن میان تحول اوضاع کنونی و تداوم آنچه داشتیم، خواهد بود.
که د شل کلن «قتل العباد» او «تخریب البلاد» ��ادونه کېږي؛ که د واکمنۍ له پاره د «فساد، رشوت خورۍ، زورواکۍ، انډیوالیزم، قومیت پرستۍ او منطقه پرستۍ پای ته رسول او د عدالت تامین» شرط ایښودل کېږي او پرته یې «دا حکومت نه دی، دا امنیت نه دی، دا د مسلمانانو په ګټه حکومت نه دی، دا د شخصي خلکو په ګټه حکومت دی»، نو بیا پرېږدئ چې په دغه امتحان کې د کامیابۍ او ناکامۍ نمرې ولس ورکړي چې وضعیت ورته لکه لمر روښانه دی.
اوس هغه وخت دی چې ولس دې بحث ته ورګډ شي، خپلې نمرې اعلان کړي او ووایي چې دا معیارونه پوره شوي دي که نه. که ځواب منفي وي، باید پرېکړه وکړي چې آیا دا اوسنی مسیر یې د پوره کېدو خواته ځي که «ترکستان ته رسېږي» او سوکالي نه راوړي.
عودت دادن اجباری بیش از دونیم میلیون مهاجر ما، زلزله های ویرانگر و سایر بلایای طبیعی، و مهمتر از همه تجاوز نظامی پاکستان بر خاک ما و عواقب آن، وضعیت نابسامان کشور را به مراتب جدی تر ساخته است. نیاز به اقدامات برای بیرون رفت از آن نیز به همین پیمانه جدی تر و مستعجل تر شده است.
نن زموږ خویندې او وروڼه دننه په هېواد کې او بهر پوښتنه کوي چې آیا دې ټولو پرمختیاوو ته په کتو، هیلې مړې شوي که څرک یې لا پاتې دی؟ زما ځواب دادی چې نهیلۍ ته به لار نه ورکوو، خو دا به هم منو چې واټن اوږد او مزل ستومانوونکی دی چې په یوه شپه کې نه بشپړېږي. دا به منو چې د بدلون له پاره په ډېرو لوړو او ژورو د تېرېدو اړتیا ده او موږ د یوې دوې لارې پر سر ولاړ یو. یوه یې د اوسني وضعیت د رغولو، له بحران نه د وتلو او په هوښیارۍ او درایت د ستونزو د غوڅولو ده؛ بله یې د بحران د ژورېدو او کندې ته د لوېدو ده چې پراختیا او ژورتیا یې ډېر نه، په راتلونکو دوو کلونو کې راڅرګندېږي.
اکنون باید به طور جدی محور گفتمان ملی خود را بر ای�� قرار دهیم که اهداف ما چگونه مشخص شده می توانند؛ چگونه به آن دست می یابیم؛ چگونه با جهان دوباره می پیوندیم و روابط با کشورهای دور و نزدیک را چگونه تنظیم و تحکیم می بخشیم. اگر انتخاب ما آینده است، باید راه برای یک اجماع لازمی یعنی اشتراک اکثریت، و نه همه و هرکس، در نتیجه بحث های همه جانبه در داخل و خارج کشور، هموار شود. بقای ما در همدیگر پذیری، تامین صلح پایدار و تحول و تداوم است. اگر راه همدیگر پذیری را انتخاب می کنیم باید در عین حال مشخص سازیم که آیا تمرکز بر آینده خواهد بود یا آنچه در گذشته اتفاق افتاده است؛ تعادل میان گذشته و آینده چگونه باشد؛ بیدرنگ آغاز کنیم و به پیش رویم یا کماکان پا برجا می مانیم و چشمان خود را بر گذشته می دوزیم.
زما په نظر، د حل اساسي لاره داده چې مخ ته ولاړ شو او په ګډه ولاړ شو، خو د تاریخ درسونه هم رالنډ کړو او د خپلې غوړېدلې راتلونکې په ښه یې راولو. له خپلو او پردیو تجربو نه عبرت واخلو؛ بشپړ مشروعیت تامین کړو؛ ژوند ته لومړیتوب ورکړو؛ له نړۍ سره د سیالېدو له پاره روزلي او تحصیل کړي هوښیار ځوانان او پېغلې ولرو؛ داسې طرحې جوړې کړو چې له اوسنیو شرایطو او اوضاع سره سمون ولري. او دا هر څه یو مخشرط لري او هغه د ولس موافقه او لازمه اجماع ده. زموږ ټول تمرکز باید ۲۱ کاله وروسته د معاصر افغانستان پر ۳۰۰ مې کالیزې وي. موږ باید ژر د خپلو اوسنیو ستونزو په هوارولو دداسې یوه افغانستان جوړولو ته مټې ونغاړو چې په ۲۰۴۷ کال کې په هسکه غاړه د نړۍ سیال شوی وي.
په پای کې غواړم یو ځل بیا تکرار کړم چې زه د ځان له پاره هېڅ نه غواړم او نه یې په هڅه کې یم، خو که اړتیا او د خلکو غوښتنه وي، چمتو یم چې له بحران نه د وتلو او د جوړوونکو لارو په ښودلو او وړاندې کولو چې اساسي ټکي یې پر مرګ د ژوندانه، پر فقر د شتمنۍ، پر تربګنۍ د ملي ورورولۍ رجحان وي، خپله ونډه پوره کړم.
ژوندی دې وي افغانستان
زنده باد افغانستان
یشه سین افغانستان
د افغانستان د تاریخ په دې خپرونه کې، په نولسمه پېړۍ کې �� انګرېزانو پر لومړي وسله وال تېري، عواملو او دواړو لورو ته یې په عواقبو غږېږو. له دغه یرغل نه چې د پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې وشو، انګرېزانو درې موخې درلودې: منځنۍ آسیا ته نژدې کېدل؛ د ګڼو واکمنیو پرځای چې د کورنیو جنګونو نتیجه وه، د یوه واحد، خو له دوی سره تړلي افغان حکومت ایجاد؛ او په افغانستان کې د خپل یوه ملګري سیمه ییز لښکر جوړول چې ورسره د رنجیت سینګهـ پنجاب چې دوی ورته سترګې نیولې وې، له دواړو خواوو چاپېر کړي.
افغانها در ابتدا بدون آن که ��ادر به درک عمق بازی های استعماری باشند، شاه شجاع را به عنوان وارث مشروع امپراتوری احمدشاهی پذیرفتند، اما با نمایان شدن ماهیت دست نشاندگی شاه، مقاومت در برابر اشغال انگلیس رو به افزایش نهاد که در آن شاه شجاع زندگی خود و انگلیس ها حیثیت امپراتوری شانرا با شکست فاحشی که متقبل شدند، از دست دادند.
د لومړۍ انګرېز – افغان جګړې په نتیجه کې، افغانستان وساتل شو، خو له بده مرغه د راتلونکو ۲۱ کلو له پاره د واک پر سر کورنۍ جګړې ته ولاړو. دا جګړې چې نوي واکمن – امیر دوست محمد خان په پای کې کرارې کړي، د هغه تر مړینې وروسته بېرته تودې شوې. د فتور په دې درېیو لسیزو کې سندهـ، کشمیر�� پېښور، دېره اسماعیل خان، دېره غازي خان او ملتان په اساسي ډول د افغانانو له لاسه ووتل.
افغانها با قربانی های بی دریغ، موفق شدند که انگلیس ها را با زور از کشور خود برانند، اما آنها در مقابل برای کشیدن انتقام از ملت ما، جلال آباد را آتش زدند؛ غزنی را غارت کردند،؛ استالف را به مشت خاکستر تبدیل نمودند؛ و مهمتر از همه، بازار مشهور چارچته در کابل را چون نمادی از وحشت استعمار اروپایی که زیر نام تمدن انجام شد، به شکل یک مخروبه سیاه بر جا گذاشتند.
ددې پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن له لاندې لینکو څخه ترلاسه کولی شئ:
https://t.co/WWyY6xXq03
https://t.co/PfIYyP263r
https://t.co/9sehozXbsu
این برنامه ها در کنار رسانه های اجتماعی اکنون از پلاتفورم های ذیل نیز قابل دریافت است:
Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، https://t.co/La1UM3GJgV Community
از تلفات و خسارات وارده در نتیجه زلزله اخیر در شمال افغانستان، خاصتاً ولایات بلخ و سمنگان قلباً متأثر و اندوهگین شدم. از خداوند لایزال استدعای شفای کامل برای مجروحان و طلب مغفرت برای شهدای این حادثه المناک دارم.
کېچه کې گچه نینگ قاتتق زلزله سې دیللرېمنې چوق آغرتدی. الله تعالی یارالانغلرگه تیز شفا، شهید لرگه ایسه جنت فردوس نصیب قلسن. منینگ دیللریم بیله ن اولرنین غمېنې بولیشېب، دعادا یادم�� ن.
کمک های بی شائبه همه هموطنان، خاصتاً آنهاییکه هر بار در رویداد های مشابه از دیار غربت به یاری هموطنان خود می شتابند، نشان میدهد که آنها مطابق کلام ماندگار مولانای بزرگ، که این بار زادگاه او در مرکز این الم طبیعی قرار داشت، از «اصل خود دور نیافتاده اند�� چون همواره «باز جویند روزگار وصل خویش».
مولانای بلخ، قرن ها قبل درد مشترک ما را درک و بیان کرده است. همه ما باید بدانیم و بپذیریم که درد ما مشترک است و هیچکس نمی تواند ما را به نام های مختلف از هم جدا کنند.
زموږ هغه پانگوال هم د خاصې مننې حقدار دي چې د نوم له ښودلو پرته یې تل له زیانمنو شویو هیوادوالو سره مرستې کړې دي. د طبیعي پېښو تکرار، له ایران او پاکستان نه د ۲٫۶ میلیونو کډوالو راستنېدنې او د ډيورنډ کرښې د لارو تړنې، جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
در اینجا لازم میدانم در مورد کمک های بشری که در مواقع مشابه از سوی مجامع جهانی با افغانها شده یا خواهد شد، این نکات ر�� برجسته سازم:
نخست اینکه سازمان ملل، که متاسفانه امروز متصدی مدیریت کمک های خارجی با افغانان شده است، مشکل جدی در بخش شفافیت دارد. در نیم قرن گذشته، این سازمان هرگز گزارشی را که نشان دهد چه مقدار کمک های فراهم شده بنام افغانها، صرف معاشات و دیگر امور اداری آن شده و چه اندازه آن به افغانها تحویل ��اده شده است، در اختیار عامه قرار نه گرفته است.
دویم داچې افغانستان اوس د تېرو لسیزو په څېر په اقتصادي محاصره کې نه دی او منځنۍ آسیا سره زموږ له تعامل نه وروسته چې زموږ د ګڼو سفرونو نتیجه وه، اوس هغوی په خلاص مټ په دې برخه کې ونډه اخلي او د ګډو بندرونو له لارې یې له افغانستان سره سوداګري خورا غوړېدلې ده. اوس باید ددغو بندرونو، په تېره بیا حیرتانو او آقینې د عوایدو او لګښتونو شفاف رپوټ له هېوادوالو سره شریک شي چې د خپلو کورنیو سرچینو په پراخوالي او د هغوی د لګېدو په ډول وپوهېږي.
بلخ زلزله زده ما، شهر مولای علی و مهد مولاناست و به ما یادآوری میکند که دین خود را باید ��ز دل و جان درک کنیم، نه از ظواهر. ما باید افتخار کنیم که امروز آثار مولانا در انگلیسی و زبانهای دیگر جهان زیادترین خواننده دارد. به همین دلیل ضرور است که ما دوباره به اصل و تاریخ خود وصل شویم. هدف از این وصل تنها وصل فزیکی با مبدای ما نیست، بلکه یک وصل تاریخی است، با درک اینکه افغانها یک سهم عظیم در دوره تاریخی تمدن طلایی اسلامی داشته اند.
زنده باد افغانستان
تل دې وي افغانستان
یشه سین افغانستان
قهرمانی جوان کشور را در بازی های فوتسال آسیایی به همه تبریک گفته برای یکایک آنان موفقیت های مزید آرزو می کنم.
تجلیل شایسته مردم قدر شناس کشور و حضور گرم همه اقشار مایه دلگرمی بیشتر جوانان به آینده است.
ایجاد فضای نشاط و شادابی بعد از پیروزی، ارمغان و دست آورد بزرگ نسل جوان برای کشور و مردم است.
انشالله در رقابت های آینده با عزم قوی و روحیه عالی درخشش بیشتر داشته باشند.
د احمدشاهي امپراتورۍ د ړنګېدو د عواملو په څېړنه کې چې د رامنځ ته کېدو سابقه مو یې په تېرو دوو خپرونو کې څېړلې، تر ټولو لومړی باید هغه پرېکړې، اقدامات او کړنلارې تحلیل کړو چې تر ډېره د کورني حالت حساسیت او د سیمې او نړۍ بدلېدونکو واقعیتونو ته له پام پرته طرحه او عملي شوي دي.
در نتیجه همین آگاهی ناقص و تصامیم ناسازگار با اوضاع، شهنشهاهی بزرگ افغان بعد از تقریباً نیم قرن اقتدار، آهسته آهسته به سطح هرج و مرج ملوک الطوایفی سقوط کرد و کودتا پشت کودتا به روال روزمره زندگی مبدل شد. این اوضاع نابسامان داخلی همسایگان منتظر به فرصت را تشجیع کرد که از هر سو بر قلمرو دولت افغان بتازند.
لومړنۍ لویه سیمه چې په دې لړ کې له لاسه ووته کشمیر و چې د سیکهانو نوي راهسک شوي دولت لاندې ک��ه. وروسته زموږ ژمنۍ پلازمېنه – پېښور هم همدغه نوي ځواک ته وبایلل شوه چې ورسره هېواد، له نوي او پیاوړي سیال سره چې له لاهور نه یې د افغان خاورې د لاندې کولو او پرې کولو اقدامات یو په بل پسې عملي کول، مخامخ شو.
از سوی دیگر قاجاریان فارس، برای جبران عقب نشینی در برابر روسها که نیز در حال پیشروی به سوی شرق بودند، سعی کردند بخشهایی از افغانستان خسته از نفاق داخلی را به چنگ آورند. دولت سیکهـای لاهور اما زیاد دوام نیاورد و انگلیس با تجزیه و ادغام مستملکات آن، از جمله آنچه از افغانها بریده بودند، در قلمرو هند برتانوي، به عنوان یک بازیگر قویتر در همسایگی افغانستان در شرق قرار گرفت.
د نولسمې پېړۍ په ټوله لومړۍ نیمایي کې زموږ روانو کورنیو تربګنیو او سیالیو، چې له بده مرغه د پېړۍ په دویمه نیمایي کې هم په وقفو روانې پاتې شوې، انګرېزان زموږ پر هېواد پوځي یرغل ته وهڅول چې دواړه لوري په کې خوږ شول، خو افغانستان ته یې مادي او معنوي زیانونه نه جبرانېدونکي وو.
ددې پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن له لاندې لینکو څخه ترلاسه کولی شئ:
https://t.co/QBImO7yYgZ
https://t.co/JzM0YPTFrq
https://t.co/eobn8Op4c6
این برنامه ها در کنار رسانه های اجتماعی اکنون از پلاتفورم های ذیل نیز قابل دریافت اند:
Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، https://t.co/La1UM3Gbrn Community
بسم الله الرحمن الرحیم
زموږ پر ګران هیواد د پاکستان وروستیو تېریو ته افغان ولس، لکه د تل غوندې د کلکو ملي احساساتو په ښودلو ځواب ووایه او د خپلو ملي ګټو د خوندیتابه ژمنه یې بیا تازه کړه.
دا یادونه ضروري ده چې د ملي ګټو او ملي اهدافو سم خوندي کول او پالل، د ملي وحدت، ملي بنسټونو او داسې یوه آزاد ملي بحث غوښتنه لري چې ښځې، سړي، ځوانان او د هر قشر او ټبر استازي په کې ښکېل وي.
ژوندي ملتونه بې ځنډه او پرله پسې په خپلو ملي ګټو او ملي اهدافو غور کوي، ځکه پوهېږي چې نه تلپاتې دوست لري او نه تلپاتې دښمن. نړیوالو تجربو ښودلې چې یوازې د خپلو ملي احساساتو سپېڅلتیا منل او د نورو احساساتو ته سپک کتل،غمجنې پایلې لري او د ملي اهدافو په ټاکلو کې د�� یو مهم اصل دی.
رسیدن به اهداف ملی نیازمند صداقت به آنها و تدبیر در حصول آنهاست. روش خلفای راشدین این بود که در تصامیم از احساسات پيروی نمیکردند و موقف های منطقی دیگران را می پذیرفتند. نمونه بارزش خلیفه دوم اسلام حضرت عمر فاروق (رض) است که در یک مسئله، استدلال مبنی بر آیات قرآنی از سوی یک زن را، از آنچه او می پنداشت برتر و موجه تر دانست و در نتیجهپذیرفت.
کشور عزیز ما افغانستان در کمتر از ۲۲ سال آینده، ۳۰۰ سالی تاسیس دولت معاصر خود و پاکستان ۱۰۰ سالگی ایجادش را تجلیل خواهد کرد. در این قرینه اکنون سوال اساسی اینست که در سال ۲۰۴۷ میلادي روابط بین افغانستان و پاکستان چه شکلی خواهد داشت؟ آیا ادامه رنج های نیم قرن گذشته را کماکان تجربه خواهیم کرد، یا با در نظر داشت نیازها و امکانات قرن ۲۱، راه مشترک همکاری را خواهیم یافت؟
د ډيورنډ کرښه تر پاکستان ډېره مشره، پخوانۍ او د برتانوي استعمار میراث ده. ما ددغه استعماري میراث د بېلابېلو اړخونو په اړه برتانوي اسناد پراخ څېړلي چې په راتلونکو پودکاستونو کې یې وار په وار له خپل ولس سره شریکوم. خو سملاسي باید د کرښې دواړو غاړو ولسونو ته درې ټکي روښانه وي:
لومړی - د خیبرپښتونخوا او بلوچستان له ولسونو سره د افغانانو اړیکي ژور دي او احساسات، غم، ښادۍ، ثبات، وده او سوله یېنه بېلېدونکي او سره پېیلې ده.
دویم- له ۵۰ کلو راهیسې پخپله پاکستانیو چارواکو ډيورنډ کرښه نقض کړې او هغې ته یې د خپل میراثي دریځ خلاف د رسمي سرحد په سترګه نه دي کتلي او پرله پسې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهلی دی. لکه څنګه چې لمر په دوو ګوتو نه پتېږي، همداسې له دوی سره په دې بهیر کې زموږ د ځينو کړیو اړیکي هم د پټېدو نه دي.
درېیم - ډ��ورنډ کرښه د نولسمې پېړۍ په استعماري لید کې وکښل شوه، خو اوس ورته افغانستان او پاکستان دواړه باید د یوویشتمې پېړۍ منطقي لاره ومومي. دلته دا هم باید روښانه وي چې د دې غوټې پرانیستل د بلوچستان او خیبر پښتونخوا د ولسونو د آزادې جرګې له پرېکړې پرته ممکن نه دي.
تهدید به کشتار و ویرانی نشانه قدرت نه، بلکی نشانه نبود تدبیر است. افغانستان و پاکستان هر دو با مشکلات جدی مواجه اند و هیچ یک دیگری را به اجبار به عملی وادار کرده نمیتواند. نتایج هر گونه خشونت در قدم اول دامنگیر ساکنان دو طرف خط دیورند و بعداً همه مردم خواهد شد. نتایج میراث استعمار و موقف های کوتاه مدت اکنون برای همه روشن است. پیروزی در آنست که ازاین تجارب تلخ عبرت گرفته شده و بنیاد صلح پایدار میان دو دولت مقتدر ایجاد گردد.
ما به حیث یک ملت بزرگ هیچوقت تصامیم بزرگ ملی را با چشم بسته و گوش ناشنوا نگرفته ایم. در مسایل مهم ملی همواره به عقل جمعی و اراده مردم رجوع شده و مشارکت مردم در چهارچوب جرگه ها تمثیل و تضمین شده است.
په دې کې شک نشته چې زموږ ولس اوس له ستونزو سره مخ دی -خلک کار غواړي؛ ځوانان د راتلونکي ښه ژوندانه لارې او امکانات لټوي؛ خو په تکرار وایم چې زموږ لوږه ازلي نه ده او ابدي به هم نه وي. افغانستان دومره پټ او ښکاره امکانات لري چې که د یوه مشروع نظام په چوکاټ کې، په تدبیر وکارول شي، په یوه هوسا، باثباته او پرمختللي هیواد بدلېدلای شي.
اوس د دې وخت را رسېدلی چې وپوهېږو کوم لوري ته روان یوو؟ په کوم ځای کې یوو؟ دا بېړۍ کوم ځای ته رسوو؟ او تر ټولو مهمه، آیا خپل منزل راته معلوم دی که لاره رانه ورکه ده؟
په ملي دولتي مسایلو کې قدرت وسیله ده، هدف نه دی. د قدرت موخه باید د ستونزو ډېرول نه، بلکې د ستونزو حلول، ولس ته خدمت او د عادل نظام راوستل وي. که په دې باندې نتیجې ته رسېږو، راتلونکې لاره روښانه کېږي او که نه رسېږو، د عواقبو مسئولت به یې د هغوی وي چې په دوو ګوتو د لمر پټولو هڅه کوي.
ژوندی دې وي افغانستان
زنده باد افغانستان
یشه سین افغانستان
به ادامه بحث در مورد تاریخ افغانستان معاصر، امروز به پیآمد های فلاکتبار تضاد های درونی در خانواده سلطنتی برای خود این خانواده و در مجموع امپراتوری احمدشاهی در آغاز قرن نزده می پردازیم. دومین پادشاه سلسله درانی تیمورشاه هرچند با انصراف از لشکر کشی های بزرگ خزانه به ارث برده را حفظ کرد، اما موفق نه گردید اداره ای تاسیس کند که قادر به حفظ سرحدات شهنشاهی باشد.
د تیمورشاه زامنو واک ته د رسېدو په سیالۍ کې نه یوازې د نیکه ګټلی او د پلار ساتلی میراث په خونړیو شخړو کې ټوټه ټوټه کړ، بلکې تر واکمنۍ لاندې بېلابېلو سیمو هم ددغو ګډوډیو په کارولو، دلته او هلته د بغاوت او بېلېدو جنډې پورته کړې. نتیجه دا شوه چې د احمدشاه بابا له خوا جوړه شوې هسته وپاشل شي.
حاکمیت خانواده احمدشاه بابا با قتل دو شهزاده که هر دو عنوان پادشاه داشتند – یعنی کامران در هرات و شجاع در کابل به پایان رسید و این دو حادثه، فاجعه را تکمیل نمود. اما جنگ در کشور پایان نه یافت و دور جدید آن توسط ��راداران فتح خان که جانشین شهنشاهی احمدشاهی شدند و در این برنامه به نام «پاینده خیل» یاد گردیده اند، برای حدود شصت سال دیگر به وقفه ها ادامه یافت.
زموږ د نولسمې پېړۍ دغو بدمرغو «پاچا ګردشیو» چې واکمن په واکمن پسې بدلېده او نظام ړنګېده، ثابته کړه چې ورانول آسان دي، خو ودانول د هر چا کار نه دی. آبادول ثبات غواړي، عقل ��واړي، تدبیر غواړي، گذشت غواړي او یو د بل منل غواړي. دا درس هم راپاته شوی چې اصل حکومت نه دی، اصل ولس دی. حکومت لکه د یوې ونې غوندې دی چې ریښه یې ولس دی. که حکومت مصدر د خدمت نه وي او خپلې ریښې باندې پوه نه شي چپه کېږي.
ددې پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن له لاندې لینکو څخه ترلاسه کولی شئ:
https://t.co/6FZZjWRUrE
https://t.co/BzzjF08ISE
https://t.co/ujTSCwPcp1
این برنامه ها در کنار رسانه های اجتماعی اکنون از پلاتفورم های ذیل نیز قابل دریافت است:
Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، https://t.co/La1UM3Gbrn Community
ګرانو وطنوالو، خویندو او وروڼو،
په تېرو نژدې دوو کلو او ۴۲ خپرونو کې تر دې ځایه د افغانستان یو لړ مهم مادي او معنوي ارزښتونه د شواهدو، اسنادو او تجربو له مخې د «ژوند لارې» لړۍ په بڼه له تاسې سره شریک شول. څرنګه چې دا لړۍ د معاصر افغان دولت د جوړېدو درې سومې کلیزې ته چې په ۲۰۴۷ کال کې رارسېږي بېله شوې ده، ضروري وبلل شوه چې سر له همدې ګڼې زموږ د اوسمهالي دولت په لنډ تاریخ هم خبرې وشي او حساسې برخې یې په نوې بڼه وسپړل شي.
تشریح تاریخ معاصر ما با استفاده از اسناد مهم آرشیفی که اغلب آنها بار اول به این شیوه همگانی می شوند، به مردم ما، خاصتاً جوانان و رهبران آینده کمک خواهد کرد تا از تجارب مثبت بیاموزند و با شناخت عوامل شکست ها و پراکندگی ها، ذهنیت ها را برای احتراز از آن بسیج نمایند.
د احمد شاه بابا شخصی او عملی تجربو چې نژدې درې پېړۍ وړاندې یې نوې افغان امپراتوري جوړه کړه، په ښکاره ډول وښوده چې دا ولس که لار ورته جوړه شي، خورا ستر کارونه ترسره کولی شي.
دولت جدید افغانها که با رایزنی نمایندگان بیشتر اقوام ما در نیمه دوم قرن هژده میلادی در قندهار شکل گرفت، رفته رفته به بزرگترین قدرت نظامی منطقه مبدل شد و بعنوان آخرین امپراتوری اسلامی در آسیا ثبت تاریخ گردید.
د معاصر تاریخ په دې لومړۍ خپرونه کې، هغو شرایطو او عواملو ته کتنه کوو چې د اتلسمې پېړۍ په نیمایي کې یې د افغانانو د سترواکۍ جوړېدو ته لار جوړه کړه؛ وروسته به په ترتیب سره ددې سترواکۍ د پاشل کېدو لاملونه او اوسنیو او راتلونکو نسلونو ته د هغې درسونه وسپړو.
ددې پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن له لاندې لینکو څخه ترلاسه کولی شئ:
https://t.co/yElJbaMOZH
https://t.co/SI97XohJWp
https://t.co/mCU3xWQ3nV
این برنامه ها در کنار رسانه های اجتماعی اکنون از پلاتفورم های ذیل نیز قابل دریافت است:
Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، https://t.co/La1UM3Gbrn Community
گمرکات ما، که امروز بخش دوم و نهایی صحبت در مورد آنرا به پایان می بریم، باید در چهارچوب ستراتیژی عمومی ترانزیتی شدن کشور مورد نظر گرفته شوند. یکی از عمده ترین دلایل سرمایه گذاری بر زیربنای گمرکات و راه های تردد ما اینست که افغانستان با موقعیت خود در قلب آسیا میتواند از ترانزیت نسبت به گمرکات پنج تا ده برابر بیشتر عواید بدست آورد.
موږ د جنګ سالارۍ او د تپل شویو جګړو له وبا سره سره داسې یو لیدلوری رامنځ ته کړ چې منځنۍ آسیا، ایران، چین آن روسیه او آذرباییجان راسره د سوداګریزو لارو په ډېرولو کې همغږي شي. زما باور دا و او دی چې څو افغانستان په یوه اساسي صادروونکي هېواد وا��ه وړي، عامه هوسایي نه راځي.
در دوران حکومت انتقالی، سه بدیل واضح آینده افغانستان وجود داشت: یکی این که یک دولت خدمتگار و یک دولت انکشافی بوجود میآید که میتواند آلام تمام دردهای چند دهه را مداوا کند؛ دوم، یک حکومت مافیایی روی کار میآید که یک عده معدود، سرمایه دار میشوند؛ و سوم، از بحرانی به بحران خواهیم رفت. بدبختانه دیدید که با رد پیشنهادات ما در آغاز جمهوریت و کنار گذاشته شدن اصلاحات اساسی و ایحاد یک دیدگاه اساسی انکشافی، کشور در کدام مسیر قرار گرفت.
د افغانستان د ګمرکونو په اړه دې وروستۍ خپرونه کې دا څېړل شوي چې د جنګسالارانو له منګولو د غصب شویو ګمرکونو را ایستل څومره ګران کار او له کومو ننګونو سره ملګری و. دلته هغه طرحې او لید لوری هم څېړل شوي چې له ۲۰۱۴ وروسته د ګمرکي او ترانزیتي تاسیساتو د پراخولو له پاره رامنځ ته شول. ددې پوښتنو او ځوابونو متن له لاندې لینکو څخه تر لاسه کولی شئ:
https://t.co/4j6DnSC0Lv
https://t.co/VRzOMcDB87
https://t.co/5wbtCTMyoc
ا��ن برنامه ها در کنار رسانه های اجتماعی اکنون از پلاتفورم های ذیل نیز قابل دریافت است:
Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، https://t.co/La1UM3GJgV Community
د افغانستان د بنسټیزو تاسیساتو د مهمو څانګو د څېړنې په دې وروس��ۍ برخه کې، په دوو ګڼو کې د خپل هېواد په بندرونو خبرې کوو. لومړی به په سیمه کې د بندرونو او له دغې لارې د سوداګرۍ څرنګوالی وڅېړو، وروسته به د افغانستان د بندرونو پر اوسني وضعیت او راتلونکو طرحو تم شو.
تاجاییکه به سابقه مراودات تجاری برمی گردد، مناسبات ما از راه خشکه توسط کاروانها، مخصوصاً در حرکت عشایر کوچی حد اقل تا شروع قرن نزده به قوت جاری بود. در دوران شاهنشاهی دُرانی، نقل و انتقال بحری نیز بر اساس شواهد دقیق حد اقل از طریق دو مسیر صورت گرفته است که هر دو به کندهار وصل می گردید.
د افغانستان د اوسنیو پولو له ټاکل کېدو او د ډیورنډ لیکې له تپل کېدو سره سم، بندرونه یا نوي جوړ شول او یا پراخ شول. خو د شوروي اتحاد په ټوله واکمنۍ کې زموږ شمالي پوله د تګ راتګ له پاره تړلې پاتې شوه، سره له دې چې سوداګریز مراودات چې د مرحوم عبدالمجید زابلي په نوښت پیل شوي وو په راوروسته لسیزو کې په جلا کچو د دولتونو په سطحه روان پاتې شوي دي؛ له ایران سره پوله نیمه پرانستې وه او یوازې پر ډیورنډ لیکې انتقالات تر ډېره آزاد کېدل، خو خپلې لوړې-ژورې یې هم درلودلې دي.
یکی از بزرگترین دستآورد های ما در دوران حکومت جمهوری، توسعه تاسیسات زیربنایی از جمله بندرداری در ولایت نیمروز و اتصال آن با بندر دریایی چابهار در ایران بود. همچمنان با هند و ایرن توافق سه جانبه داشتیم که با اتصال مستقیم چابهار به بمبئی یا مومبای، امکان ورود دوباره افغانستان به عرصه تجاری خلیج و اوقیانوس هند فراهم می گردید.
په دې خپرونه کې دا ټول مسایل په تفصیل څېړل شوي چې د پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن یې له دې لینک څخه ترلاسه کولی شئ:
https://t.co/PiGhsjKc3N
https://t.co/91FOqLLjWy
https://t.co/4EdSE8onBw
این برنامه ها در کنار رسانه های اجتماعی اکنون از پلاتفورم های ذیل نیز قابل دریافت است:
Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، https://t.co/La1UM3Gbrn Community/
د ګران افغانستان د ملي خپلواکۍ د بیا بشپړېدنې کالیزه دې چې زموږ د نیکونو په بیسارې سرښندنه محکومو ولسونو ته بېلګه شوه، ټولو هېوادوالو ته بختوره او مبارکه وي.
روز ۲۸ اسد نماد وحدت و رشادت ملت ما برای بازپس گیری استقلال کامل به همه هموطنان ما خجسته، و یاد همه غازیان مرد و زن آن معرکه سرنوشت ساز پاینده باد.
بزرگوار وطنداشلاریم، مستقللیک بویوک بایرامینگیز مبارک بولسون. الله تعالی افغانستانمزگه همیشه آمان و آبادی عطا قیلسین.
د هوایي چلند د مسایلو د څېړنې په دوام، دې خپرونه کې پر هغو طرحو او ننګونو غږېږو چې د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې د لومړي طالب امارت له ماتېدو او د نړیوالو ځواکونو له راتګ وروسته مطرح شوې. دغه مهال افغانستان خپلې وروستۍ ملکې الوتکې هم د بهرنیانو په بمباریو کې له لاسه ورکړې وې او رسمي سفرونه یوازې په امریکایي الوتکو کې ممکن وو.
اما به زودی کار روی احیای شرکت آریانا و تنظیم مجدد میدان هوایي کابل به عنوان یک نقطه وصل آغاز گردید. باور من این بود که برای احیای مجدد شرکت آریانا لازم است تا چند مسیر پروازی تنها در انحصار این شرکت باقی بم��ند، چون در یک فضای بسته امکان رشد آن بمراتب بیشتر بود.
له بده مرغه دا طرحه نه یوازې پلې نه شوه، بلکې ځینو داسې کسانو ته د «هوایي شرکتونو» د جوړېدو اجازه ورکړ شوه چې د آریانا د مخنیوي
ترڅنګ یې، په نړیوال ډګر کې د افغانستان د هوایي چلند حیثیت زیانمن کړ.
بزرگترین دستآورد دوران تصدی ریاست جمهوری من ایجاد کوریدور های هوایي بود که باعث شد میزان صادرات کشور از یک میلیارد دالر در سال
فراتر رود. این طرح نخستین بار با نریندرا مودی صدراعظم هند همآهنگ شد و سپس به چند کشور و منطقه دیگر توسعه یافت.
له ټولو ستونزو سره سره چې له اصلاحاتو سره د حکومت د نیمایي برخې د مخالفت نتی��ه وه، په هوایي برخه کې ځینې داسې بنسټیز تاسیسات رامنځ ته شول چې په ۲۰۴۷ کې د معاصر افغانستان د درې سومې کلیزې پر لور حرکت کې زموږ د پرمختګ بنسټ ټاکلی شي.
نیاز مبرم ما در شرایط کنونی دستیابی به یک اجماع لازمی است که زمینه کار بیشتر روی تاسیسات عمده مثل بخش هوایي را فراهم سازد. اما بدبختانه خطرات هم نهایت زیاد است و اگر عبرت نگیریم، خدانخواسته مثل قرن ۱۹ باز در حاشیه و انزوا باقی خواهیم ماند.
این مسایل به تفصیل در شماره جدید سلسله راه زندگی مورد بحث قرار گرفته است که متن کامل آنرا از لینکهای ذیل دریافت کرده میتوانید:
https://t.co/QLhQRexQfL
https://t.co/OpRVOWThrV
https://t.co/EYwjUMjX6Z
دا خپرونې اوس د خواله رسنۍ ترڅنګ له دې پلاتفورمو هم اورېدل کېدلی شي:
Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast
Index، Listen Notes، https://t.co/La1UM3Gbrn Community/