#ريښتياويل د قدرت نښه ده.
د اکتوبر په څلورمه د یکشنبې په ورځ د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير د زوم له لارې د حزب اسلامي د غړو سره ناسته درلوده، که يو سړی د خدای څخه ډاریږي او د حق اوريدلو او ويلو جرأت لري او د يو عام مسلمان په حيث د حسد او کینی څخه پاک شخص وي. چی دا وينا واوري ضرور به حقيقت در�� کړي چی د وینا پیغام مثبت او د افغانستان د بحران د ختمېدو د حل اسانه لار ده. په ځانګړي ډول هغو خلکو لپاره چې په جګړه باور نه لري او د افغانستان قضيه غواړي د بين الافغاني خبرو اترو له لارې حل کړي.
حکمتیار صاحب په دې وینا کې څو مهم ټکي مطرح کړي افغانستان یې د ټولو افغانانو ګډ کور بللی، د یوه فرد یا ډلې برتري یې رد کړې، د نظام مشروعیت یې د خلکو له ارادې سره تړلی، د نوي اساسي قانون، منتخبې شورا او انتخاباتو غوښتنه یې کړې او دا د هر لوستي افغان غوښتنه هم ده. حکمتيار صاحب ویلي چې اختلافات باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي. همدارنګه یې پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د مثبت بدلون لپاره چمتو شي او نه ظلم وکړي او نه ظلم ومني. او دا حکم د اسلام دی نه د حکمتيار صاحب.
تاريخ ته په کتو سره د حکمتيار صاحب ځينې وړاندوينې صحيح ثابت شوي د مثال په توګه د امریکایانو وتل او د جمهوريت د سقوط په اړه يي وړاندوينه دقیق وه. زما لپاره د افغانستان د راتلونکې په اړه تر ټولو مهم ټکی دا دی چې دا بدلون حتمي او نږدې دی، لدې څخه مقصد سوله��یز، ولسي او سیاسي بدلون دی، نه وسلهوال پاڅون او نوې تيابتي جګړه، او دا پیغام واقعاً مثبت دی.
مګر متاسفانه پرديپال د امريکايانو غلامان د جمهوريت په اښور ستر شوي يو څو کرايي ليکوالان د تل په ��ان د خپلو بوينو خولو څخه زهر شيندي. متاسفانه هغه افغانان چې د فکر کولو وړتيا او صلاحيت نه لري او د نورو په اشاره ګډيږي هغوی ددې پلورل شوو ويناوو ته غوږ نيسي او بيا ددې خلکو د سياستونو ښکار ګرځي. دوست او دوښمن نشي پيژندلی د دښمن په لومو کې ونښلي کله يي چې عقل سره ته راشي وخت ځينی تير وي. مشر حفظه الله په مشخص ډول ویلي چې د جګړې د دوام د مخنیوي لپاره باید سیاسي بدلون ته سولهییزه زمینه برابره شي.
ځوانانو ته بايد وويل شي يواځينی حزب او يواځينی امير چی د ۵۷ کلونو راهيسی د ولس له غيږې راپورته شوې همدا حکمتيار دی لکه و. او د اولې ورځې څخه يي ترننه پورې د زعیم د ټاکلو اصلي مرجع ولس بللی دی تل يي د پاکو، شفافو او عادلانه انتخاباتو غوښتنه کړيده. د افغانستان په سیاست کې تنها يواځيني رهبر دی چی تل يي د اصولو په چوکاټ کې ولس لپاره په نظامونو کې د مشارکت غوښتنه کړيده اوس اصلي پوښتنه دا ده.
ايا نور سياسيون او اوسنې حکومت ديته تيار دي چې د افغانستان قضيه حل کړي د تل لپاره؟
ايا طالبان او نور سیاسي مشران په عمل کې د ميثاق ملي د طرحې منلو ته تيار دي؟
ايا طالبان، شورا نظار، جمعه مختلف واړه او غټ ګروپونه د جمهوريت به دا ومني چې واک د غربي او امريکايي سيکولر، حزب، قوم، جهادي مشر یا مذهبي ډلې انحصار نه دی؟
ايا افغانان خپل مخالف سیاسي نظر تحمل کولو ته اماده دي؛ فرض کړئ که انتخابات يا بل هر مکانيزم د زعیم د ټاکلو لپاره د افغانانو په توافق رامنځته شي او دوی يي بايلونکي شي ايا دوی به نتايج ومني که د دوی په ګټه نه وي پایله به یې ومني؟.
که دغه اصول ومنل شي، نو د حکمتيار صاحب وروستی پیغام د یوه سالم سیاسي تحول لپاره د بحث وړ مثبت پرمختګ ګڼل کېدای شي. متاسفانه نومونو سره يي ډاکتر، عالم پير، مفتي وغيره ليکلي وي خو د مثبتې خبرې څخه هم منفي اخذ اخلي بيا همدا خلک د حکمتيار صاحب پر خبرو منفي تبصری کوي او بيا حزب اسلامي او حکمتيار صاحب ملامت ګڼي چې خدای نا خواسته نفاق لپاره کار کوي.
که ددوی په وجود کې ذره د ايمان موجود وه دوی به ددې وينا څخه تر ټولو ارزښتناک ټکې راپورته کړي و، زه به يي ورته په ګوته کړم هغه ټکی دا دی چې طالبان دې واک خلکو ته ور وسپاري کله يي هم ندي ويلي چی حزب يا شخص حکمتيار صاحب ته دی واک وسپارل شي. حکمتيار صاحب وايي ولس دې د شورا، نظام او حکومت په ټاکلو کې تصمیم ونیسي. خو جاهل او مرکب مخلوق به تل مثبت نظر هم منفي بيانوي. خپل خباثت به د ځوانانو په اذهانو کې پيچکاري کوي.
البته د حکمتيار صاحب دا ادعا چې اوسنی نظام به خامخا ژر بدل شي، او یا طالبان نور بهرني ملاتړي نه لري، دا يوه سیاسي وړاندوینې ده د هغی د معلوماتو پر اساس او دا بايد د يوې سياسي وړ��ندوينې په توګه وکتل شي، نه د حتمي او اخري حقيقت په توګه.
نوټ: د حکمتيار صاحب وينا څلور واضح ټکو لري د خلکو حاکمیت، اساسي قانون، انتخابات، او د جګړې پر ځای سیاسي تفاهم دی. ايا تاسی ټول دا څلور مهم ټکي نه غواړئ؟
(وما علينا الا البلاغ المبين)
#ريښتياويل د قدرت نښه ده.
هسې دی پخواني کمونيست پوری رایاده شوه دا څو ورځې يي عکسونه ښکته پورته کيږي چی زر ځله يي را ژوندی کړئ او زر ځله مړ شي بيا به هم کمونيست، ملحد او بی دينه وي. بيا به يي هم پر تندي د وطن پلورلو او د شورويانو د غلامئ ټاپه لګيدلي وي د چا پل��ر يي د کمونيزم الحادي فکر او عقيده نشي ردولې. که هر څومره وغاپئ او چټيات زمزمه کړئ علماؤ د وخت يي يي فيصله په قرآن او احاديثو کړيده. ستاسی ببولالی هيڅ ځای نه نیسي.
#ريښتيا ويل د قدرت نښه ده.
تاريخ به يوه ورځ ان شاء الله د خدای پالو انسانانو په لاس ليکل کيږي او ددې درباري حالت څخه به راوزي د افغانستان اکثره تاريخ د حاکمی طبقی په پلويتوب ليکل شويدي د شاهانو د تاريخ څخه نيولی د اوسني حکومت رسنيز فعاليت ته په کتو سره د حقيقي تاريخي واقعیتونو تحريفول، پټول ښه په درز کې روان دي. د خپلو بدنامو معاملو ګرو اشخاصو په اړه مثبت تبليغات ددوی د مبارزې معيار او اصل تشکيلوي.
همدا اوس دوی د نورو جهتو��و د بدنامولو لپاره په ميلونونوافغانئ په همدې غير اسلامي او غير انساني عمل مصرفوي. هغه هم پداسې يو هيواد کې چې ولس يي د فقر لپاره خپل اولادونه خرڅوي، دتل په شان د حکامو ددې غلطو سیاستونو او وحشتونو مقابل کې الله تعالی هميشه ددې عصر موسی حکمتيار حفظه لا تر اوسه ژوندي ساتلي دی، الله تعالی ورته د حق ويلو جرأت او جسارت ورکړيدی په اوسني عصر کې حکمتيار صاحب یواځینی هغه حقپالونکی ستر عظيم مجاهد دی چی ترننه د سوچه اسلامي نظام لپاره مبارزه کوي د نورو پيرذرستانو او خرافاتيانو په شان وي د اسلام د چتر لاندی خرافاتو ته پناه نده وړی، او نه يي د کفارو سره کومه ننګينه معامله کړيده واقعي مؤمنان پری سر ټيټي اوسي. حکمتيار صاحب تل د حق خبره کړيده تر ټولو مخکې او تر ټولو وروسته تر هغه وخته چی نور اشخاص ستومانه او چپ شويدي مګر حکم��يار صاحب حقايق رابرسيره کړيدي او د ولس تر غوږونو يي رسولي دي همدا وجه ده چې پر کابل د پردو په لاس تحميل شوو حکومتونو يي تل مقابل کی سنګر نيولی دی. او ددی عظيم مجاهد
بدنامولو پروژه يي د کفارو په خوښه تطبيق کړيده. ای شرميدلو خرافاتيانو.
نوټ: د حکمتيار صاحب دې خبرې په ځينی ګريسبندو او ځينې مستعارو د حرامی نطفی په پيداوارو اور بل کړيدی. زه نه پوهيږم دا ځيني اسلامپال ځوانان ولی عقدی نيولي دي ولی د حقايقو له درک څخه عاجزدي. او که نه دوی په عملي لحاظ د مکې او مدينې د منافقينو سکه ورونه دي. چی حق نشي درک کولی.
#ريښتيا ويل د قدرت نښه ده.
قدرمنې پتمنی خور زرکه، له تا څخه مو د داسې يوی پوښتنې توقع نه وه خو چی تاسی د چلينج په شکل دا نيمګړې او پوچ نظر د يوی قوي پوښتنې په حيث مطرح کړيدی ځواب به يي درته په اسلامي اصولو برابر درکړم په ټول احترام سره. دا خبره چې د خلقي چارواکو ماڼۍ او شخصي شتمنۍ نه وې، نو هغوی ښه او د مجاهدینو له نظامه غوره وو دا د یوه نظام د حق او باطل د معلومولو لپاره بشپړ معیار نه دی. اسلام موږ ته امر کوي چې د دوست او دښمن په اړه هم عدالت وکړو. الله تعالی فرمایي: اعدلوا هو أقرب للتقوى؛ عدالت وکړئ، ځکه عدالت تقوا ته ډېر نږدې دی. که کوم مجاهد د جهاد له نوم، واک او نفوذ څخه په استفادې د خلکو مال غصب کړی وي، بیت المال یې لوټلی وي، ماڼۍ او باغونه یې په حرامو پیسو جوړ کړي وي، اسلام یې نه دفاع کوي او نه یې جرم د مجاهد په نوم پاکېږي. حرام د هر چا لپاره حرام دی او ظالم، که هر نوم او لباس ولري، باید د خپل ظلم حساب ورکړي. دا د الهي نظام او نبوي شريعت فلسفه ده. خو په همدې ډول د یوه خلقي چارواکي ساده اپارتمان، بایسکل یا ملي بس هم د هغه د سیاسي نظام د حقانیت شرعي سند نه شي کېدای. حال دا چی د هغوی الحاد څرګند او ښکاره و د هيڅ باخبره افغان څخه پټ نه دی ټول سره ښه پيژني پدی وطن کې چی څوک، څوک و او څوک دي. د اسلام له نظره د حکومت د ارزونې معیار یوازې دا نه دی چې چارواکي څومره شخصي مال لري�� بلکې دا هم کتل کېږي چې واک څنګه ترلاسه شوی، عدالت څومره تأمین شوی، د انسان وینه او عزت څومره خوندي وو، د خلکو دیني او مشروع حقوق څومره مراعات شوي او د وطن خپلواکي څومره ساتل شوې وه.
د خلقيانو او پرچميانو کمونیستي فلسفه او اسلام هم یو شی نه دي. اسلام شخصي ملکیت په ��صل کې مشروع ګڼي، خو د زکات، میراث، حلال تجارت، د سود او غصب په اړه قراني ايتونه او نبوي احاديث موجود دي. او د اسلام د اقتصادي نظام په اصولو سره د بیت المال د احکامو له لارې اقتصادي عدالت غواړي. اسلام نه غواړي د زحمت کوونکي او سست انسان حق په ظلم سره یو شان شي. قرآن کریم فرمایي: وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى؛ انسان ته د هغه د هڅې او کوښښ حاصل دی.
نو که د مجاهدینو د مشرانو د ماڼیو پوښتنه کوو، بالکل دې وشي؛ له کومه شوې؟ پیسې یې له کومه کړې؟ حلالې وې که د ولس او بیت المال مال؟ خو عدالت دا هم غواړي چې د خلقي او پرچمي واکمنۍ په اړه وپوښتو: د سیاسي مخالفینو، ع��ماوو، محصلینو او عامو خلکو سره څه وشول؟ ولې زرګونه افغانان زنداني، ورک، مهاجر او ووژل شول؟ او افغانستان څنګه دې مرحلې ته ورسېد چې د شوروي پوځونه په لسګونو زره عسکرو سره هېواد ته داخل شول؟ همدارنګه که مجاهدینو له بهرنیو هېوادونو مرسته اخیستې وي، هغه هم باید له تاریخي او شرعي ��لوه وڅېړل شي. موږ باید د یوه لوري بهرنی ملاتړ مرسته او د بل لوري بهرنی ملاتړ خیانت ونه بولو، بلکې د دواړو کړنې په یوه عادلانه تله کې وتلو. اسلام موږ ته د اشخاصو عبادت نه، بلکې د حق پیروي راښيي. نه هر خلقي یوازې د خلقي په نوم له هر جرم څخه بري دی، او نه هر مجاهد یوازې د مجاهد په نوم له حسابه خلاص دی. که مجاهد غلا کړې وي، غلا یې حرامه ده.
که خلقي غلا، ظلم وحشت او بربریت کړی وي، کړنې يي د اسلام د ټولو اصولو سره په ټکر کې دي او حرامی دي. که چا د بیت المال مال خوړلی وي، حساب به ورکوي. که پدی دونيا نه وي په هغی دونيا به يي د الله تعالی په وړاندې ورګوي دا زمونږ ايمان او باور دی.
که چا د پردیو د ګټو لپاره د خپل ولس پر حقونو تېری کړی وي، هغه هم د دفاع وړ نه دی. نو تاريخي فیصله د سری چوک په عدالت کې بايد ونشي، چې چا بایسکل درلود او چا لنډکروزر. اصلي پوښتنه دا ده چې چا د افغان انسان د دین، وینې، مال، عزت، عدالت او خپلواکۍ حق ساتلی او چا پرې تېری کړی دی.
همدا د اسلامي عدالت غوښتنه ده: حق ته حق ویل او باطل ته باطل، که هغه زموږ د خپل ملګري له لاسه هم شوی ��ي. الله تعالی دی زمونږ او ستاسی زړونه په اسلامي پوهې او فکرونه په اسلامي روحيه برابر کړي چې قضاوتونه په اسلامي شرعي احکامو سره وکړو نه ماديانو ته په کتو سره چې څوک څه لري او څه نه لري...
وما علينا الا البلاغ المبين
#ريښتيا ويل د قدرت نښه ده.
الپوښتنه: دا داخلي جنګونه يواځې په کابل کې جنګونو ته ويل کيږي او که په بدخشان او نورو ولايتونو کې جنګونو ته هم داخلي جنګونه ويل کيږي؟
د ملا دادالله د کورنئ د قتل عام را شروع د خلافت اسلامي په ټس کې، د ملا منان نيازي نيولې بيا تر مهدي.... او د مهدي تر جمعه خان فاتح پورې ايا دا داخلي جنګونه دي او که نه؟. جمعه خان فاتح لوی درستيز ته وايي زه امارتي يم امارت مې کور دی مشکل می د يوې قطعې سره دی خو په ميډيا او تلويزونونو کې دوی ورته وايي ته باغي شوی يي او بايد ووژل شی. او هغه د بدخشان د افتخاري فاتح لقب يي هم تری په ټولو امارتي رسنيو کې سلب کړلو.
#ريښتيا ويل د قدرت نښه ده.
د افغانستان د سیاسي ستونزو لپاره حل او د يو واقعي ملي مشارکت او مدني دولت اړتیا چی پر اسلامي اصولو ولاړه وي.
د افغانستان د معاصر سیاسي تاریخ له مطالعې څخه څرګندېږي چې د هېواد د دوامدارو سیاسي او ټولنیزو ستونزو د حل لپاره یوازې نظامي یا قومي لارې اغېزمنې نه دي تمامې شوې. دا نن چې پاکستان ايران او نور هيوادونه په ښکاره او پټه د د اوسني حکومت خلاف مانورونه ترسره کوي او ددوي مخالفينو ته ځايونه او پروتوکول ورکوي دا د افغانستان د قصيدې لپاره د حل لار نده. ددې پر ځای د ټولو ولایتونو د خلکو، علمي شخصیتونو، مدني ټولنو او سیاسي فعالانو ګډه همکاري او ملي اجماع کولای شي د یو باثباته او عادلانه سیاسي نظام د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره کړي.
په سیاسي علومو کې عموماً دا نظر مطرح کېږي چې په یوویشتمه پېړۍ کې هغه حکومتونه چې د قبیلوي، قومي یا انحصاري جوړښتونو پر بنسټ ولاړ وي. لکه د طالبانو انحصاري حکومت يا تير غربي تحميل شوي حکومت داسې حکومتونه د ټولنیز عدالت، سیاسي مشارکت او د قانون د حاکمیت له اصولو سره په ټکر کې واقع کېږي. دا ډول نظامونه د ټولو اتباعو د برابر استازیتوب او فرصتونو د برابرۍ په تأمین کې له جدي ننګونو سره مخ وي. ډير لرې تاريخ ته ورگرځو لنډ ۲۵ کلن تاريخ له نظره تير کړئ.
د افغانستان اوسنی وضعیت هم د همدې بحث یوه بېلګه ګڼل کېدای شي. په هېواد کې باید د هر ډول سیاسي انحصار، قومي امتیاز او تبعیضي چلند پر وړاندې یو واحد او اصولي دریځ خپل شي. که د سیاسي عدالت غوښتنه د یوه قوم یا یوې سیمې په اړه مطرح کېږي، نو هماغه اصل باید د ټولو قومونو او سیمو لپاره په مساوي توګه تطبیق شي. د عدالت معیار باید د قوم، ژبې او سیمې پر ځای د قانون، بشري حقونو او ملي ګټو پر بنسټ ولاړ وي.
سربېره پر دې هر هغه واکمن او یو قوم یا یوه سیمه چې له نورو څخه ځان برتر بولي او یا ن��رو ته د دویمې درجې اتباعو په سترګه ګوري د اتحاد او اتفاق سره د يو حکومت د ټولنیز اعتبار د کمزوري کېدو لامل هم ګرځي. افغانستان هغه مهال پر خپلو پښو ودريدلې شي چې ټول اتباع، پرته له قومي، ژبني او سمتي توپیرونو، د قانون پر وړاندې برابر وګڼل شي او ټول افغانان د هېواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې د مساوي ګډون فرصت ولري.
که همداسی حالت روان وي نو د اوسني حاکم طالبانيزم سياست تگ لاره هم د تيرو ناکامو حکومتونو په شان ناکامه تګ لاره ده او دا لار هم مخ پر ترکستان تللی ده.
وما علينا الا البلاغ المبين.
@TawabAbdullah01 چی دا د مدرسو چڼي د نورو مشران توهينوي خپل مشران به يي ضرور توهينږي دا لاندی يي يو مثال دی الله تعالی د سر د پاڅه سر پيدا کړيدی. منم دی تواب عبدالله صاحب ❤️ د هر چا ځواب د هغی په ژبه ورکوی.