د پاکستاني طالبانو تحريک يا ټي ټي پي په نوم ډلې تازه ويلي د پاکستان دولتي ودانۍ، ښوونځي، مامورين او روغتونونه مو هدف نه دي او په دې تړاو د دوی د مشر له ادرسه يو خپور شوی بيان په مصنوعي ځيرکتيا جوړ شوی او د دوی د دريځ ښودنه نه کوي.
پر ټولنيزو شبکو د پاکستان پوځ او استخباراتو ته نږدې ادرسونه وايي، د پاکستان حکومت د يادې ډلې د مشر نور ولي محسود خلاف قانوني اقدامات پيل کړي دي او دليل يې د همدغو نويو بريدونو پيل ښودل شوی.
دغه ډله چې پخپله د پاکستاني پوځ پيداوار بلل کېږي، پاکستان تل ادعا کوي چې رهبري ته يې افغان طالبانو پناه ورکړې او د تازه بريدونو خبرداری هم له افغانستان څخه ورکړل شوی دی.