*نبوي ملغلرې*
له حضرت عقبة بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
په ما داسې آیتونه نازل شوي دي چې تر هغو لوی او غوره آیتونه نه دي لیدل شوي.
راوي وایي چې مراد یې المعوذتان (سورة الفلق او سورة الناس) دي.
(رواه ابوداود)
*نبوي ملغلرې*
له حضرت ابو الدرداء رضي الله عنه څخه روایت دی چې حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
هیڅ داسې ورځ نشته چې لمر په کې راوخېژي، مګر دا چې الله تعالی د لمر دواړو غاړو ته دوه پرښتې را ولېږي، هغوی داسې غږ کوي چې له
*نبوي ملغلرې*
له حضرت عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې له حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې فرمایل یې:
بېشکه م��من د خپلو ښو اخلاقو له امله د قائم اللیل (د شپې تهجد کوونکي) او د صائم النهار (د ورځې د پرلپسې روژه نیوونکي) درجې ته رسېږي.
(رواه ابو داود)
راوستل شي او د جنت په دروازه به ودرول شي، هغوی ته به وویل شي: جنت ته ننوځئ، هغوی به ووایي:
تر هغه به نه ننوځو، څو زمونږ مور او پلار هم داخل نه شي.
بیا به ورته وویل شي:
تاسو او ستاسو مور او پلار ټول جنت ته ننوځئ.
(رواه الطبراني في الكبير)
*نبوي ملغلرې*
له حضرت حبیبې رضي الله عنها څخه روایت دی چې د حضرت عایشې رضي الله عنها په کور کې وم چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم راغی او ویې فرمایل:
هر هغه مسلمان چې درې اولادونه یې د بلوغ تر عمر مخکې وفات شي، د قیامت په ورځ به هغه ماشومان
*نبوي ملغلرې*
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
کله چې یو سړی خپل کور ته ننوځي او د ننوتلو پر مهال او د خوراک پر وخت د الله تعالی نوم واخلي، شیطان خپلو ملګرو ته وایي: نن شپه دلته نه ستاسې د اوسېدو ځای شته او نه ماښامنی
*نبوي ملغلرې*
ایوب بن موسی له خپل پلار څخه او هغه له خپل نیکه څخه روایت کوي چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
هیڅ پلار خپل اولاد ته تر ښه ادب او ښې روزنې غوره ډالۍ نه ده ورکړې.
(رواه الترمذي)
*نبوي ملغلرې*
له ابن عباس رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
له سنتو ��خه دا هم ده چې مېلمه د کور تر دروازې پورې بدرګه کړې.
(رواه البیهقي في شعب الایمان، فصل في التکلف للضیف عندالقدرة علیه)
حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: نه، بلکه ته سهل (آساني) یې.
ده وویل: زه هغه نوم نه بدلوم چې پلار مې راباندې ایښی، ابن المسیب وایي:
له هغه وخت را وروسته په مونږ کې همیشه غمونه او پریشانۍ دي.
(رواه البخاري)
*نبوي ملغلرې*
عبد الحمید بن جبیر بن شیبه وایي چې د سعید ابن المسیب سره کېناستلم، ده راته کیسه وکړه چې زموږ نیکه حزن (غم) حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ورغی، هغه صلی ا��له علیه وسلم ورته وفرمایل:
نوم دې څه دی؟
ده ورته وویل: حزن
*نبوي ملغلرې*
عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته وفرمایل:
ای عبدالله! د فلاني په شان مه کېږه؛ هغه به د شپې عبادت (قیام اللیل) کاوه، بیا یې پرېښود.
*نبوي ملغلرې*
له حضرت ابوهریره رضي الله عنه نه روایت دی چې د زینب بنت ابي سلمه نوم بره و، دېته وویل شول: ته د ځان پاکي بیانوې.
بیا حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورباندې زینب نوم کیښود.
(رواه البخاري، و مسلم و ابن ماجه)
*نبوي ملغلرې*
له حضرت ابن عمر رضي الله عنهما نه روایت دی چې د عمر لور وه، هغې ته به عاصیه ویل کیدله، نو حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم په جمیله نوم باندې ونوموله.
(رواه الترمذي)
نبوي ملغلرې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: څوک چې پر الله تعالی او د قیامت پر ورځ ایمان لري، باید ښه خبره وکړي یا چوپ پاتې شي، څوک چې پر الله تعالی او د قیامت پر ورځ ایمان لري، باید د خپل ګاونډي عزت وکړي او څوک چې پر الله