#وضاحت_او_انعام :
قدرمنو هیوادوالو له ډېره وخته مو له دښمن سره مخامخ او سوشل میډیا کي مبارزه کړې ده اوس هم الحمدلله روانه ده لا به هم روانه وي ان شاءالله العزیز.
راځم موضوع ته کله چي یو څوک خارجي او داخلي دښمنان ولري نو هغه به هیڅ کله د دښمن له وار څخه پاته نه سي خامخا به دښمن چي له هري ناروا لاري کوي کوښښ به کوي چي خپل غچ واخلي خو لله الحمد موږ هم الله تعالی له هغو کسانو له ډلي ګرځولي یو چي کفار او دهغوی ملګري مو دښمنان دي.
له ډېره وخته زما او دنورو مج.اهدینو او عام ولس پر ضد ګډ دښمن یو پلان سوی کار په سوشل میډیا کي شروع کړی دی چي نه مي مخکي او نه مي اوس پروا په کیږي یای�� پروا لرم موږ او دښمن سره پوهیږو چي په څه طریقه سره و جنګیږو او دا جنګ به هیڅ وخت ونه دریږي او همیشه به روان وي.
نه مي غوښتل چي پدي اړوند څه ولیکم او نه یي هم ضرورت وو خو دا چي دهیودوالو ګرانښت ، باور او ملاتړ مي ولیدی نو ښه مي وبولل چي دخپلو هیوادوالو لپاره یو څه ولیکم نه د ګډ دښمن لپاره.
دا چي له تیرو څو کالو راهیسه ګډ دښمن په سوشل میډیا کي زما دشتمنۍ یا نورو جوړو سووو دسیسو اړوند داسي نشرات کوي چي غواړي خپل مغرض هدف ته د دي لاري ځان ورسوي نو زه به هم وضاحت درکم که هر ملګري یا هیوادوال هر څه دهري لاري ثبوت کړه زه به هغه کس ته انعام ورکم هغه ثبوت سوی ځای به بیله کوم عذره وبیت المال ته رسما تسلیم کړم.
١ _ دکوم وخت راهیسه چي مو پر سوشل میډیا د ګډ دښمن سره مبارزه پیل کړې ده تراوسه مي نه پیاد کیږي چي مادي د دښمن مشران ، کورنۍ او خپله پوسټ کوونکو ته دشریعت له اصول خلاف لفظ کارولی وي خو ګډ دښمن مو په زیاتو زیاتو وارو پر مشرانو ، کورنۍ او شخصا ماته خورا مردار الفاظ کارولي دي الحمدلله خدای تعالی پر دي ټولو صبر راکړی دی هر څه مي زغملي دي چي لا به هم د دښمن پر غلطو الفاظو ویلو صبر وکړم اجر به یې له خپل خالق تعالی څخه غواړم.
٢ _ په ټول بولان کي که ما هر څونه مځکه درلودل او دا ثبوت سوه چي زما ده ټوله مځکه دي بیت المال ته تسلیم سي او انعام کوونکي ته ١ یو لک افغانۍ جایزه ورکوم.
٣ _ په لښکرګاه کي دعمیر ، کارته لګان او ایوب خان مېنې په نوم مارکیټونه که زما وه ټول دي بیت المال ته تسلیم سي او ٣ لکه افغانۍ جایزه ورکوم که یې ثبوت کړه.
٤ _ دحاجي شراف الدین په نوي ایوب خان شهرک کي که چیري زما نمري وي یا ماته چا راکړي وي هم دي نمري بیت المال ته تسلیم سي هم به ١ یو لک افغانۍ جایزه ورکوم.
٥ _ که ما په لښکرګاه کي کوم دتیلو پمپ درلودی او که هر چا ثبوت کړی چي زما دی یا مي جوړ کړی دی یا مي خرڅ کړی دی پمپ دي بیت المال ته تسلیم سي ٢ لکه افغانۍ جایزه ورکوم.
٦ _ که ما په عمري شهرک کي تر فتحې یا تحولاتو وروسته نمري یا بل هر شی رانیولی وو یا ماته کوم چا راکړی وو هغه به هم بیت المال ته تسلیمیږي او هم به یاد کس ته ٣ لکه افغانۍ جایزه ورکوم.
٧ _ که چیري ما د ٦٠ زرو ډالرو کوم موټر درلودی یا په ټول هلمند کي چا راسره لیدلي وي یا زه تراوسه پکښي سپور سوی یم هم به موټر بیت المال ته تسلیمیږي هم به خامخا ٢ لکه افغانۍ جایزه هغه کس ته ورکوم چي ثبوت یې کړي.
٨ _ په لږ کم ٥ پنځه کالو راهیسه که هر چا پر ما دولتي موټر که ګران بیعه وي یا ارزان بیعه ثبوت کي چي زي لرم او یا پکښي ګرځم هغه کس ته هم ٥٠ زره افغانۍ جایزه ورکوم الحمدلله تراوسه په خپل شخصي موټر کي ګرځم.
٩ _ دهلمند پر سیند رود دنوي جوړیدونکي پله اړوند چي کوم څه نشریږي چي په ٤٠ میلیونه ډالر جوړیږي او ٧ لکه ډالر ججه زما دخوا پر اخیستل کیږي دیادولو تر څنګ دخندا وړ هم ده خو بیا هم که چا ثبوت کړه ١٠ لکه افغانۍ جایزه ورکوم.
١٠ _ زه خپل شخصي محلي رسنۍ شهامت راډیو Shahamat Radio راډیو لرم چي هم مخکي تر فعالیدو او هم وروسته ټوله مي پر سوشل میډیا نشر کړي هم ولس خبر دی چي زما ده که هر څوک کومه خبره لري جواب ته یي حاضر یم راډیو مکمله دحکومت د اصولو موافق جوړه سوې هر څه قانوني مراحل یي تر فعالیدو مخکي خلاص سوي دي.
١١ _ ګډ دښمن دیو پلان له مخي داسي ږغونه نشر کړي دي چي هغه خود په خود جوړ او بیا نشر سوي دي که هغه یا ورته نورو موضوع ګانو کي کوم چا لږ داسي څه دثبوت سره وړاندي کړه چي زما اړوند وه او دسیسه نه وه بیله کوم عذره به داسلامي ام.ارت محکمې ته حاضریږم ان شاءالله.
درنو هیوادوالو دا یو څو خبري مي ستاسو او ملګرو لپاره وکړي نه دګډ دښمن لپاره دلته موږ خورا لویه دعوه کړې ده او په لوی شمیر کي مو داسي دڅنګ ملګري راڅخه تللي دي چي یادول یي زیات وخت اخلي نوتاسو مطمئن اؤسئ چي هیڅکله به داسي څه ونه سي چي په هغه کي دي اسلام ،امارت او زموږ ته خدای نکرده کومه بدنامي ورسیږي ان شاءالله
قدرمنو زه همیشه د ګډ دښمن ترتعقیب لاندي یم او په پوره قوت سره کوښښ کوي چي خپل۲/۱
گزشتہ چند برسوں کے دوران امارت اسلامیہ کی جانب سے داعش کے ارکان اور حملہ آوروں کا گرفتار ہونا اور پھر ان کے اعترافات کہ انہیں پاکستان کے مختلف علاقوں میں تربیت دی جاتی ہے، اور یہ کہ ان کے ساتھ مکمل تعاون اور تربیت مذکورہ ملک کے فوجی اور انٹیلی جنس اداروں کی جانب سے کی جاتی ہے، مذکورہ دعوؤں کا ایک حصہ بنتے ہیں۔
ترکی کی انٹیلی جنس ایجنسی MIT نے داعش کا وہ رکن گرفتار کیا جس کے پاس ترکی میں میڈیا پروپیگنڈے کی ذمہ داری تھی۔ اس کا اعتراف یہ تھا کہ ان کے تربیتی اور رہائشی مراکز پاکستان کے صوبہ بلوچستان م��ں موجود ہیں۔ ان مراکز کے بارے میں امارت اسلامیہ افغانستان پہلے بھی مستند رپورٹس اور شواہد عالمی فریقوں اور ترکی کے تعاون سے پاکستانی رجیم کے ساتھ مذاکرات کے دوران شریک کر چکی تھی۔ لیکن موجودہ شواہد، جن میں ترکی میں داعش کے پروپیگنڈے کے ذمہ دار احمد کازانجی کا اعتراف بھی شامل ہے، نہ صرف افغانستان کے انٹیلی جنس نظام کی درستگی، ذہانت اور سچائی کو نمایاں کرتے ہیں بلکہ یہ بھی واضح کرتے ہیں کہ پاکستان کی سرزمین اس فوجی رجیم کی جانب سے ناپاک مقاصد کے لیے استعمال کی گئی ہے...
🔗مکمل تحرير
https://t.co/pWK3zcPTMG
فعمليات إلقاء القبض على عناصر تنظيم داعش من قبل إمارة أفغانستان الإسلامية خلال السنوات الماضية، وما أعقبها من اعترافات التي أفادت بأنهم يتلقون التدريب في مناطق مختلفة من باكستان، وأن الدعم الكامل والتأه��ل الذي يتلقونه يتم عبر الأوساط العسكرية...
https://t.co/gnFGt17nBh
در چند سال گذشته نیز امارت اسلامی افغانستان بارها اعضا و عاملان حملات داعش را بازداشت کرده و اعترافات آنها نشان داده است که این افراد در مناطق مختلف پاکستان آموزش میبینند و حمایت همهجانبه و تربیت آنها توسط حلقات نظامی و استخباراتی...
🔗ادامه مقاله
https://t.co/HvAMlx3bHm
قضائي نظام کې ګمان معتبر نه دی!
په اسلامي شریعت او قضایي نظام کې یوازې شک، ګومان ا�� تور د یو کس د مجازاتو لپاره کافي نه ګڼل کېږي. د هرې دعوې د اثبات لپاره شرعي دلیل، بینه او یا معتبر شاهدان اړین دي.
حضرت نبي اکرم ﷺ فرمایي:
الْبَيِّنَةُ عَلَى الْمُدَّعِي وَالْيَمِينُ عَلَى مَنْ أَنْكَرَ
ژباړه: د دعوې د ثابتولو مسئولیت پر مدعي دی او قسم پر هغه چا دی چې انکار کوي.
دې حدیث شریف ته په کتلو سره، که مدعي خپله دعوه د شرعي دلایلو، عیني شاهدانو او یا نورو معتبره اثباتي وسایلو له لارې ثابته نه کړي، قاضي له منکر څخه قسم اخلي. که منکر شرعي قسم وکړي، قاضي قسم ته په کتلو سره پرېکړه کوي؛ ځکه چې قاضي د خلکو په زړونو باندې علم نه لري او د شریعت مطهره مطابق حکم کوي.
له همدې امله، که پر یو کس تور ولګول شي، خو د دعوې د اثبات لپاره شاهدان را پیدا نه شي او شرعي دلایل موجود نه وي او تورن کس هم د الله تعالی په نوم قسم وکړي چې دغه عمل یې نه دی کړی، نو د هغه د مجازات کولو لپاره په اسلامي او شرعي قوانینو کې هېڅ أساس نسته او نه مجازات کېږي.
اسلامي شریعت د خلکو د وینو، مالونو او عزتونو د ساتنې لپاره دا اصل ټاکلی چې:
الأصل براءة الذمة
یعني: اصل دا دی چې انسان بېګناه ګڼل کېږي، تر څو چې جرم یا دعوه یې په شرعي دلیل ثابته نه شي.
نو عدالت یوازې د تور، شک او ګومان پر بنسټ نه کیږي، بلکې د دلیل، بینې او اثبات پر أساس تأمینېږي. که هر څوک یوازې د ادعا او شک له مخې مجازات شي، د خلکو حقوق، عزت او امنیت به له جدي خطر سره مخ شي.
بناء له همدې امله د محکمو پرېکړې د احساساتو او ګمانونو پر أساس نه، بلکې د اسلامي شریعت، او نافذه قوانینو د اصولو له مخې ترسره کېږي، څو د ظلم او ناحقه سزاگانو مخه ونیول شي.