څوک چې د پاکستان په ملاتړ د ټالبانو د سقوط خبره کوي، غ… خوري؛ او څوک چې له غرب او اروپا څخه د ټالبانو دفاع کوي، هغه بیا بیخي جک وهي او بې وجدانه خلک دي.
دا دواړه ډلې خلک زموږ لپاره مردودې او د وطن لپاره زهر دي.
که مجاهدینو، جنګسالارانو او ټالبانو د پاکستان او نورو هېوادنو استخباراتو لپاره افغان وژنه نه وای کړې، نن به کابل ګل ګلزار و. خدای دې شاتګپالو او ټوپکیانو ته ښه ورځ نه ورکوي.
زهراجانې! د افغانستان صاحبان هم عزت لري او هم ابرو لري. ریښتوني او مليګرا افغانان د دې وطن صاحبان دي. هېڅوک حق نه لري چې زما په وطن، ملي ارزښتونو، خاورې او خلکو سودا وکړي.
بې عزت خلک هغه دي چې د یوې انجو په بدل کې د دې وطن ملي ارزښتونه او خاوره پلوري؛ نو واقعیت دا دی، چې انجوبازان نه عزت لري او نه هم ابرو لري.
صاحبان افغانستان نه عزت دارند و نه آبرو. همهشان مشتی افراد بیبرنامه و بیهدفاند که به ساز هر کسی میرقصند و با تصمیمها و رفتارهای نابخردانهشان، زندگی را برای همه تلخ کردهاند. واقعاً چقدر شنیدن این حرفهای بیمنطق و دور از واقعیت مشمئزکننده است!
سیاسي انفلونسران له ایډیولوژۍ او کره تګلارې بې برخې دي. داسې دي لکه هغه پخواني ټایپونه. بس کسېټه بدلوي، نور شپه ورځ چالان وي. د دوی له کسېټ سره کار نشته، مهمه دا ده چې خوله یې چالان وي. که پرون یې د جمهوریت سوې مصرې غږولې نن د طالبانو ترانې اوروي. هېڅ کې هم رۍ نه وهي کار باسي.
دا کوم د جمهوریت اورني پلویان چې اوس په بېلابېلو بڼو او په پټو او ښکاره لارو طالبانو ته تبلیغ کوي له دوی باید لومړی دا پوښتنه وشي چې پرون یې غول خوړل او که نن یې خوري؟ ځکه دواړه خو په یو وخت کې سم نشي کېدای. که پرون یې خوړل باید بخښنه وغواړي، او که نن یې خوري، باید اعتراف وکړي.