کاندید اکاډمیسن سلېمان لایق "رح" به په فزیکي شکل له موږه تللی وي، خو د هغه آتشفشانه اروا به زموږ او د راتلونکو نسلونو په وجودونو کي غلبلې وهي.
وطنپرستان نه مري، د هغوی وجودونه به خاوري کیږي او له خاورو به یې تازه نفسه وطنپرستان د وطن د میني لمونځ ته تیمم وهي.
د اروا یې پر لاوا.
د جلال آباد د تاریخي جګړې یادګار!!
پلارجانه! مننه! که څه هم د مادي پلوه هیڅ د ویاړ او خوښۍ نه لرې، خو د معنوي پلوه دي ښه ژوند کړی دی.
تا او ستا سرښېندونکو یارانو موږ ته غرور او حماسه را پرې ایښې ده.
دا ږغ یې ولي مخکي نه پورته کاوه چي په برېښنایي تذکرو کي دي د میندو نومونه هم ولیکل سي؟ هغه وخت ښه و، رسنیز ډګر کي هم وه.
اوس یو میلیون تذکرې وېشل سوي دي. او دا د برېښنایي پېژندپاڼو پر وړاندي بله ستونزه ده چي راپورته کېږي.
مریم جاني نوي ستونزي مه جوړوه! سته ستونزي له منځه یوسئ.
دا ډېر ښه کار وسو!
که څه هم د باچاخان "رح" روح دا نه غواړي خو د افغان ملت لپاره یې باید مقبره همداسي جوړه سوې وای. کاش له بابا سره هم د ګاندي جي، مندیلا او لوترکینګ په څېر وېښ ولسونه تر شا وای، چي هغه یې پر دې انساني لاره خپل هدف ته رسولی وای.
تشدد ته نه ووایاست!!
ولسمشر په مرکه کې وایي فساد ماته په میراث را پاتې, سمه ده دا به ومنو اما تاسې په دا شپږ کالونو کې څه وکړل? شپږ کاله هم یو عمر دی چې پر موږ په ناهیلۍ تیر شو.
دا د فساد میراث له تا بل حکومت ته هم پاتې وبوله, غم مه کوه بل حکومت ته هم دست پاک په لاس ورغلی او خپل لاسونه به پرې پاکوي.