افغانان ده داسي درواغجن او بيوجدان دوښمن سره مخ دي ته ودغه دشوړطي دټاليبانو وکوني ته وګوره شل کال ييافغانان قتل عام کړه وس درواغ وايي مسوليت يي نه مني لعنت دشوړطي پر ارمونو ټاليبانو داسي وخت به هم راسي چي يو انګريز به وايي چي ماپر افغانانو حکومت دهيبټ خان په نامه کوي خوزه هيبټ
يو سړي تر خاورو لاندي لا ژوندي دي!
جنرال ��ازق د افغانستان اصل بچي او يو زړور سرتيري وه، او په نره يي د افغانستان د ملي ارزښتونو او خپل ملت لپاره جګړه وکړه او تر مرګه يي هيچاته سر ټيټ نکړو، رازق هغه شخص وه چي کندهار پڅير ولايت يي لس کاله وساتلو چي د ټالبانو ټاټوبي ، کور او د کويټي سره پر پوله پروت وه، له دي سربيره يي په نره د خاينو څهرو پر وړاندي مبارزه وکړو او خپل زون ته يي چپلوس، او لابيکر پرېنښوده، دا چي څنګه شهيد شو او چا شهيد کړو دغه هر څه معلوم دي، او زموږ وطن داسي خاوره ده چي سل کاله ورسته به هم د خپل عمل سزا ګوري نو وطن فروشان ، او فضايي انرژی انجينران به حتمن حاضري ورکوي چی يي څه کړي.
رازقه ارام ويده شه تا چي څه کړي واي د افغانستان لپاره دي وکړه، او نور پاتي کار به موږ ځوان نسل کوه.
روح دي ښاد او پر اروا دي نور د وطن بچيه!
هغه قومي ټیکداران او د پښتو ژبې غمخوران اوس چېرته دي چې له طالبانو پښتو وژغوري؟
بېچاره محصلان او عا�� ولس به یې لاریونونو ته هڅول، د قومونو تر منځ به یې کرکي او نفرتونه ایجادول، ځینو به ویل اسلام په خطر کې ده او ځینو به پښتو په خطر کې بلله.
اوس داسې څوک نه پیدا کېږي چې له طالبه حتی احترامانه هیله وکړي چې هر ملت خپل هویت لري، ژبه یې د هویت یوه برخه، دا هویت مه مسخه کوئ.
چې ��وهنتون ته «دانشگاه»، پوهنځي ته «دانشکده» او د جمعیت یا مقاومت بیرغ د «ملي بیرغ» پر ځای وکاروي، نو وايي چې دا خو تجزیهطلب دي او «ملي مصطلحات» نه مني. اما برعکس، چې طالبان د پولیس پر ځای «شرطه»، د ترافیکو عمومي ریاست پر ځای «عمومی شرطه مرور» او د ملي بیرغ پر ځای «طالباني بیرغ» لګوي، دوی بیا د افغانستان د تحکیم او ثبات ډله ګڼي.
تر ټولو بده دا ده چې نور درسره «ملي سرود» مني، خو دا ډله له سره «ملي سرود» درسره نه مني. هغوی «اساسي قانون»، «لویه جرګه» او «انتخابات» دري واړه درسره منل، خو دا دري واړه درسره نه مني.
د استاد رباني قبر چې د تپې پر سر جوړ شو، نو هغه «غصب» ګڼي�� خو د ملا عمر قبر یې تر هغه په ډېرې سترې او مجهزې بڼې جوړ کړ، هغه بیا «خیانت» نه دی.
دا دوهګونی او متضاد دریځ د څه لپاره؟!
ایا ستاسو دا ډول دریځونه دا نه ښيي چې تاسو طالبان رښتیا هم د پښتنو استازي ګڼئ؟ که یې نه ګڼئ، نو باید د دواړو پر وړاندې عادلانه دریځ ونیسئ.
بلکې، دا لومړۍ ډله تر طالب هم زیات څه درسره مني؛ د نجونو تعلیم، په سیاست کې د ښځو ګډون او بشري حقونه هم درسره مني. هغه د وزیر صاحب بسمالله خان خبره ده: «من گیج هستم!»
زه د چا د پلویتوب لپاره دا خبرې نه کوم، بلکې دا عادلانه درېځونه نه دي.
موږ خو خیر، چې دا کلیوال او له پېښو نا خبره ښاریان به ددې ژبو پر مانا څنګه پوهېږي؟ له دانشګاه او چورلکې یې خلاص نه و، چې دا لانجه یې راوړه. د بلا زامن دي، د خلکو له ځورولو او ورته له ستونزو جوړولو هېڅ نه ستړي کېږي.
#کابل خپله ژبه او مصطلحات لرل، هغه مو څه رسنیو ور خرابه کړل او څه دا مخلوقات خرابوي. درد خو دلته سړي ته ورشي، چې د زاړهٔ کابل په اړه کتاب لولې او بیا داسې کیسې مخې ته درشي- چېرې هغه کابل او چېرې دا کابل!
د تالبانو د مشر دا فرمان د هغې ادعا خلاف دی چې وايي زموږ خاوره د چا پر ضد نه کارېږي.
په دې لیک کې د تالبانو مشر دفاع وزارت ته امر کوي چې بهرني جهادي مېلمانه، له عراق، مصر، ترکستان، بلوچستان او پاکستان څخه، په پټه ولایتونو ته ولېږدوي، په کمپونو او تعلیمي مرکزونو کې د اوسیدو امکانات، او د هوا له لارې یې سفر تنظیم کړي. استخباراتو ته وايي همغږي وکړئ، او مېلمهپالنه پټه وساتئ.
که دا لیک ریښتیا وي، نو د افغانستان خاوره د یو بل ترهګریز برید او د بهرنیو وسلهوالو لپاره هوسا کېږي.
پوښتنه دا ده چې که دا جهاد دی، ولې پټ دی؟ او که حکومت دی، بیا ولې بهرني ترهګر د دولت په الوتکو کې ګرځوي؟
د قدرت جزیرې هماغسې دي. یوازې بڼه یې بدله شوې ده. امیرالمومنین نه شي کولی چې د کورنیو چارو وزیر، د دفاع وزیر او د بهرنیو چارو وزیر له دندو ګوښه او پر ځای یې بل څوک وزیر کړي.
دا وزارتونه، په خپل ذات کې هماغسې د قدرت جزیرې دي لکه د مزار عطا محمد نور او د هرات اسماعیل خان.