ټاکنه : دمحترم رئیس الوزرا دحکم په اساس دعدلیې ریاست مخکنی رئیس الحاج مولوي محمد محمدي صاحب دنیمروز ولایت دعدلیې ریاست درئیس په او توګه او دنیمروز ولایت مخکنی دعدلیې ریاست رئیس الحاج مولوي عبدالوارث خلیل صاحب دهلمند ولایت دعدلیې ریاست درئیس په ��وګه وټاکل سو او خپلو دندو ته دمسؤلینو له لوري معرفي سول.
الحاج محمدي صاحب له ډېره وخته په هلمند ولایت کي بیل بیل مسؤلیتونه ترسره کړي وه چي ترفتحې بیا تراوسه دعدلیې رئیس پاته سوی وو الله تعالی دي مخکني ټول خدمتونه قبول کړي او دواړو ته په نوو مسؤلیتو کي دستر خالق څخه دلاښه خدمت غوښتونکی یم !!
٢/٢
قدرمنو زه همیشه د ګډ دښمن ترتعقیب لاندي یم او په پوره قوت سره کوښښ کوي چي خپل هدف ته ځان د داخلي ملګرو له خوا ورسوي خو دالله تعالی په نصرت او ستاسو په دعا به هیڅکله دښمن کامیاب نسي .
ملګرو دا زموږ هیواد ، ولایت او وطن دی هم به خپل مسؤلیت ادا کوو هم به دملګرو او دوستانو سره ناسته ولاړه کوو هم به دهر چا سره خپل تر وسه همکاري کوو.
موږ ډېر ښه پوهیږو چي دښمن له کمه ځایه څخه پعذاب دی او له کمه ځایه څخه تقویه کیږي خارج او داخل کي څوک څوک داسلام او ام.ارت پر ضد ښکاره او پټ پلانونه پر مخ وړي الحمدلله د ګډ دښمن هر شوم پلان ته پر وخت اماده یو.
قدرمنو هیوادوالو ما په خوا هم داسلام او ام.ارت لپاره شپه او ورځ ځان وقف کړی وو اوس هم الحمدلله تر وروستۍ سلګۍ پوري به داسلام او ام.ارت لپاره خپل په ټول توان سره خدمت کوم او ګډ دښمن ته به چي وس مي وي یوه ثانیه وخت ورنه کم.
پای : ستاسو خدمتګار او دګډ دښمن دسترګو اغزی حافظ راشد هلمندی !!
#وضاحت_او_انعام :
قدرمنو هیوادوالو له ډېره وخته مو له دښمن سره مخامخ او سوشل میډیا کي مبارزه کړې ده اوس هم الحمدلله روانه ده لا به هم روانه وي ان شاءالله العزیز.
راځم موضوع ته کله چي یو څوک خارجي او داخلي دښمنان ولري نو هغه به هیڅ کله د دښمن له وار څخه پاته نه سي خامخا به دښمن چي له هري ناروا لاري کوي کوښښ به کوي چي خپل غچ واخلي خو لله الحمد موږ هم الله تعالی له هغو کسانو له ډلي ګرځولي یو چي کفار او دهغوی ملګري مو دښمنان دي.
له ډېره وخته زما او دنورو مج.اهدینو او عام ولس پر ضد ګډ دښمن یو پلان سوی کار په سوشل میډیا کي شروع کړی دی چي نه مي مخکي او نه مي اوس پروا په کیږي یایي پروا لرم موږ او دښمن سره پوهیږو چي په څه طریقه سره و جنګیږو او دا جنګ به هیڅ وخت ونه دریږي او همیشه به روان وي.
نه مي غوښتل چي پدي اړوند څه ولیکم او نه یي هم ضرورت وو خو دا چي دهیودوالو ګرانښت ، باور او ملاتړ مي ولیدی نو ښه مي وبولل چي دخپلو هیوادوالو لپاره یو څه ولیکم نه د ګډ دښمن لپاره.
دا چي له تیرو څو کالو راهیسه ګډ دښمن په سوشل میډیا کي زما دشتمنۍ یا نورو جوړو سووو دسیسو اړوند داسي نشرات کوي چي غواړي خپل مغرض هدف ته د دي لاري ځان ورسوي نو زه به هم وضاحت درکم که هر ملګري یا هیوادوال هر څه دهري لاري ثبوت کړه زه به هغه کس ته انعام ورکم هغه ثبوت سوی ځای به بیله کوم عذره وبیت المال ته رسما تسلیم کړم.
١ _ دکوم وخت راهیسه چي مو پر سوشل میډیا د ګډ دښمن سره مبارزه پیل کړې ده تراوسه مي نه پیاد کیږي چي مادي د دښمن مشران ، کورنۍ او خپله پوسټ کوونکو ته دشریعت له اصول خلاف لفظ کارولی وي خو ګډ دښمن مو په زیاتو زیاتو وارو پر مشرانو ، کورنۍ او شخصا ماته خورا مردار الفاظ کارولي دي الحمدلله خدای تعالی پر دي ټولو صبر راکړی دی هر څه مي زغملي دي چي لا به هم د دښمن پر غلطو الفاظو ویلو صبر وکړم اجر به یې له خپل خالق تعالی څخه غواړم.
٢ _ په ټول بولان کي که ما هر څونه مځکه درلودل او دا ثبوت سوه چي زما ده ټوله مځکه دي بیت المال ته تسلیم سي او انعام کوونکي ته ١ یو لک افغانۍ جایزه ورکوم.
٣ _ په لښکرګاه کي دعمیر ، کارته لګان او ایوب خان مېنې په نوم مارکیټونه که زما وه ټول دي بیت المال ته تسلیم سي او ٣ لکه افغانۍ جایزه ورکوم که یې ثبوت کړه.
٤ _ دحاجي شراف الدین په نوي ایوب خان شهرک کي که چیري زما نمري وي یا ماته چا راکړي وي هم دي نمري بیت المال ته تسلیم سي هم به ١ یو لک افغانۍ جایزه ورکوم.
٥ _ که ما په لښکرګاه کي کوم دتیلو پمپ درلودی او که هر چا ثبوت کړی چي زما دی یا مي جوړ کړی دی یا مي خرڅ کړی دی پمپ دي بیت المال ته تسلیم سي ٢ لکه افغانۍ جایزه ورکوم.
٦ _ که ما په عمري شهرک کي تر فتحې یا تحولاتو وروسته نمري یا بل هر شی رانیولی وو یا ماته کوم چا راکړی وو هغه به هم بیت المال ته تسلیمیږي او هم به یاد کس ته ٣ لکه افغانۍ جایزه ورکوم.
٧ _ که چیري ما د ٦٠ زرو ډالرو کوم موټر درلودی یا په ټول هلمند کي چا راسره لیدلي وي یا زه تراوسه پکښي سپور سوی یم هم به موټر بیت المال ته تسلیمیږي هم به خامخا ٢ لکه افغانۍ جایزه هغه کس ته ورکوم چي ثبوت یې کړي.
٨ _ په لږ کم ٥ پنځه کالو راهیسه که هر چا پر ما دولتي موټر که ګران بیعه وي یا ارزان بیعه ثبوت کي چي زي لرم او یا پکښي ګرځم هغه کس ته هم ٥٠ زره افغانۍ جایزه ورکوم الحمدلله تراوسه په خپل شخصي موټر کي ګرځم.
٩ _ دهلمند پر سیند رود دنوي جوړیدونکي پله اړوند چي کوم څه نشریږي چي په ٤٠ میلیونه ډالر جوړیږي او ٧ لکه ډالر ججه زما دخوا پر اخیستل کیږي دیادولو تر څنګ دخندا وړ هم ده خو بیا هم که چا ثبوت کړه ١٠ لکه افغانۍ جایزه ورکوم.
١٠ _ زه خپل شخصي محلي رسنۍ شهامت راډیو Shahamat Radio راډیو لرم چي هم مخکي تر فعالیدو او هم وروسته ټوله مي پر سوشل میډیا نشر کړي هم ول�� ��بر دی چي زما ده که هر څوک کومه خبره لري جواب ته یي حاضر یم راډیو مکمله دحکومت د اصولو موافق جوړه سوې هر څه قانوني مراحل یي تر فعالیدو مخکي خلاص سوي دي.
١١ _ ګډ دښمن دیو پلان له مخي داسي ږغونه نشر کړي دي چي هغه خود په خود جوړ او بیا نشر سوي دي که هغه یا ورته نورو موضوع ګانو کي کوم چا لږ داسي څه دثبوت سره وړاندي کړه چي زما اړوند وه او دسیسه نه وه بیله کوم عذره به داسلامي ام.ارت محکمې ته حاضریږم ان شاءالله.
درنو هیوادوالو دا یو څو خبري مي ستاسو او ملګرو لپاره وکړي نه دګډ دښمن لپاره دلته موږ خورا لویه دعوه کړې ده او په لوی شمیر کي مو داسي دڅنګ ملګري راڅخه تللي دي چي یادول ی�� زیات وخت اخلي نوتاسو مطمئن اؤسئ چي هیڅکله به داسي څه ونه سي چي په هغه کي دي اسلام ،امارت او زموږ ته خدای نکرده کومه بدنامي ورسیږي ان شاءالله
قدرمنو زه همیشه د ګډ دښمن ترتعقیب لاندي یم او په پوره قوت سره کوښښ کوي چي خپل۲/۱
The Administrative Commission meeting was convened on Thursday, June 18, under the chairmanship of Mawlawi Abdul Salam Hanafi, Deputy Prime Minister for Administrative Affairs.
The meeting reviewed matters related to the Ministry of Public Health, the Ministry of Martyrs and Disabled Affairs, and the General Directorate for Coordination of Municipal Affairs, with necessary decisions taken.