افغانستان نفت او ګاز شرکت وايي، له اړوندو ادارو او خصوصي سکتور سره په همغږۍ د بازار وضعیت څاري او هڅه کوي د نفتي توکو عرضه ثابته او د هېواد اړتیاوې پوره وساتي.
ازبکستان، ترکمنستان، اذربایجان، قزاقستان او نورو هېوادونو واردوي، نو په نړیوالو بازارونو کې د بیو بدلونونه پر داخلي بازار هم اغېز کوي. د مبدأ هېوادونو د صادراتو کموالی او سوداګریز شرایط هم د بیو له لوړوالي سره تړلي عوامل بلل شوي دي.
د پاکستان د اپوزیسیون مشر، محمود خان اڅکزي، د دغه هېواد له حکومت غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې له ناسم چلنده لاس واخلي او د افغانستان د چلند په اړه د خپلو ادعاوو لپاره شواهد وړاندې کړي.