مولانا فضل الرحمن د نورو ګلخان سیاسیونو پشان د پنجاب هغه پروژه چې له پښتونخواه او بلوچستان څخه پښتانه او بلوڅان وشړي او پرځای یې پنجابیان او سندیان ځای پرځای کړي لاره هواروي
د داود خان د حکومت وروسته ټولو راغلی نظامونو ته شرم پکار دی، ځکه دوې د نړیوالو مرستو سره د داود خان پلان عملی نکړل، خو نن امارت بیله نړیوالو مرستو دا کار کوی.
جزایي اصولنامې ولې غوغا ګډه کړه؟
قاري عبدالستار سعید:
اسلام او پر نړۍ حاکم غربي نظام تر خپل منځ تقابل تضاد لري. د اسلام او غرب تر منځ یو اساسي اختلاف د انسان د ماهیت په اړه دی چې آیا انسان مکلف دی که حقدار؟
خبره له دې ځایه شروع کیږي چې اسلام انسان د الله تعالی بنده بولي. د اسلام له نظره تر ټولو برتر ذات الله تعالی دی چې انسان یې د خپل عبادت لپاره پیدا کړی دی، انسان مکلف دی هغه څه تر سره کړي چې الله تعالی ورباندې مکلف کړی دی. بناء انسان مالک مطلق نه، بلکې مکلف دی او مش��ص وجائب او مسؤلیتونه لري.
غربي تمدن د هیومانیزم د نظریې په اساس وایي چې د هستۍ محور او مرکز انسان دی. تر انسان لوړ هیڅ موجود شتون نه لري. (العیاذ بالله) بناء انسان مالک مطلق او حقدار دی او لومړۍ پوښتنه یې باید دا وي چې زما حقوق کوم دي.
د لوړ توپیر له مخې اسلام د انسان د مسؤلیتونو د تشخیص لپاره د فقهې علم رامنځته کړی چې حلال او حرام بیانوي. غربیانو بیا د همدې لپاره د حقوقو علم ایجاد کړی چې انساني کړنې په قانوني او غیر قانوني ویشي.
د اسلام له نظره که قانون جوړیږي اساس او منشاء به یې الهي وحی او هغه اصول وي چې الله تعالی معرفي کړي دي. انسان هیڅ حرام نه شي مشروع کولای او نه ��وم حلال حرام کولای شي. انسان یوازې د الهي قوانینو اجراء کوونکی دی. بناء د قانون مواد باید په فقهي اصولو بناء وي او د اسلامي فقهې له عظیمې ذخیرې څخه سرچینه واخلي.
په غربي نظام کې قانون د انسانانو تر منځ د خپل منځي توافق ( اجتماعي قرارداد) محصول دی. د غربي فلسفیانو لکه هابز، جان لاک او روسو له نظره باید خلک سره کیني او پریکړه وکړي چې دا کار زموږ حق دی باید ویي کړو او هغه کار ممنوع یا غیر قانوني دی.
څرنګه چې دوی انسان محور ګڼي، بناء د انسانانو توافق د قانون مبنا ده. که دغه توافق تغیر کوي ورسره قوانین هم تغیر کیږي. مثلا په غربي فرهنګ کې یو وخت همجنسبازي جرم بلل کېده، ځکه �� هغه وخت د خلکو په همدې توافق و، اما اوس یې د انسانانو حق بولي ځکه اوسني غربیان په همدې توافق سره لري. له همدې غربي فرهنګ نه په تأثر اوس حتی په اسلامي نړۍ کې هم ځینې نااهلان وایي چې حلال او حرام باید د زمانې په بدلون سره تغیر ومومي.
څرنګه چې نړۍ اوږده موده د اروپایي استعمار تر ځغ لاندې تېره کړې او په دې موده کې یې د غربي فکر او فرهنګ سیاسي، اجتماعي، اقتصادي، اخلاقي او فرهنګي تاثیرات زغملي او هضم کړي دي، اوس نو تقریبا پر ټولو نړۍ د همدې مفکورې راج چلیږي. حتی د اسلا/مي نړۍ تحصیلي ادارې هم د اسلا/مي فقهې په نسبت د غربي حقوقو تر سیوري لاندې دي.
اسلا/م ي ا م/ ا ر ت چې د اسلا/مي واکمنۍ د احیاء لپاره اړ دی د قوانینو په برخه کې ژور اصلاحات رامنځته کړي، په دې وروستیو کې یې چې کله د محاکمو جزايي اصولنامه خپره کړه، په غربي او غرب فکره محافلو کې یې سخته غوغا ګډه کړه. د غرب زده ګانو وارخطایي او انګولا له دې امله وه چې په دې قانوني سند کې د دې په ځای چې په غربي حقوقي مراجعو او وضعي قوانینو باندې استدلال وشي، ټول مواد یې د مقدس شر/یعت په اصولو بناء او هرې مادې یې تر شا فقهي حواله درلوده.
دا په حقیقت کې د هغه کاږه بنیاد نړول او هغه طلسم ماتول دي چې له څو پیړیو نه یوازې په اسلا/مي هیوادونو بلکې په ټوله نړۍ بلامنازع واکمني کوي. دوی پوهیږي چې د قانون تغیر د یوې ټولنې د بنیاد تغیر ګڼل کیږي، چې په تبع یې غربي فکر او فرهنګ ته د تنفس هیڅ مجال نه پاته کیږي.