@MajeedQarar څه نوی خبره نه ده. د اوسني افغانستان وګړي ۱۲۰۰ کاله مخکې عربان شوي دي. دی خپل هويت ته ځکه سپک ګوري چې محمدي اسلام خو تر هر څه سپيڅلی دی. لږ صبر که خير وي لونګئ به هم چلتار شي.
له خياله يې په خوله اکسلېټر ورکړی دی
اندړو! اسېوان ته مو خدای خر ورکړی دی
پر خاوره ډېر توپير دی د غني او د نجيب
چا سر ځنې ايستلی دی، چا سر ورکړی دی
نمرود او سکندر له ملاريا څخه مړه سوي
عربو يې کيسې ته زېر او زوهر ورکړی دی
موږ واړه د يثرب په سرابونو پسې ورک يوو
له لاسه مو خپل کلی او ګودر ورکړی دی
له دينه تبر جوړ کړ لوهارانو د پنجاب
دا لاستی چې يې وينئ، پېښور ورکړی دی
آسونو يې نالونه سولولي په جهاد کې
او خره صاحب مرميو ته ټټر ورکړی دی
پر زړه مې داسې ښه د ټلېفون شرنګی راووري
تازه مې يوه ښکلي ته نمبر ورکړی دی
پسته مسته جانانه دا پرتوګ دې مبارک سه
فقط با رپيدې ته دې استر ورکړی دی
@ZafarSaape دومره غټه خبره نه ده 😜 دا خو هسی هم مړ دی. د ژونديو غم کول په کار دی 😅 داسې هيروګان خو مونږ ډير لرو. هسې مو په دې ډوزن تاريخ بريتونه تاو راتاو کوو. نن چې اسلامي امارت قايم دی دا د همدی سړي برکت دی چی دين يي رسمي کړو 😜