روسیې د ��فغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژاند
د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لاره که څه هم له سختیو ډکه وه، خو د استقامت او تدبیر په مټ دا مهم پړاو ووهل شو. دا پیل دی.
ان شاءالله، لکه څنګه چې ولایتونه یو په بل پسې فتح شول، همداسې به نور هېوادونه هم ژر د ا.ا.ا په رسمیت وپېژني.
هغه څوک چې د نورو لارو خوبونه ویني، باید پوه شي چې دا یوازې خیالونه دي، نه حللارې. باطل هېڅکله په زارۍ، درخواست، یا نرمو خبرو نه ختمېږي. یوازې قوت، اراده، او عمل دی چې دا تور زولنې ماتولی شي.
2/2
باطل ته ماتې یوازې د وسلوالې مبارزې له لارې ورکول کېدای شي.
تاریخ دا ثابته کړې چې ظلم، اشغال، او استبداد ته هیڅکله د خبرو، جلسو، یا تشو شعارونو له لارې ماتې نه ده ورکړل شوې دا یوازې د وسلوالې مبارزې، قربانۍ، او مېړانې له لارې ده چې باطل نظامونه ړنګ شوي او حق سر پورته کړی دی.
1/2
قومپرستي زموږ د دین خلاف ده!
راځئ چې د اسلامي ورورولۍ روحیه ژوندۍ وساتو، یو بل ته د عقېدې، نېک عمل، او تقوا له مخې ارزښت ورکړو، نه د قوم او نسب له مخې.