Home
Language
English
Türkçe
Bahasa Indonesia
About
Privacy Policy
Terms of Service
Pricing
Sign In
Download All
Share
JARGA | جرګه
@Jarga_1709
موږ سره د اړیکو لپاره مهرباني وکړئ په لاندې برېښنالیک اړیکه ونیسئ.
[email protected]
مننه او درنښت
Afghanistan
Joined December 2021
0
Following
18.3K
Followers
475
Posts
Pinned Tweet
JARGA | جرګه
@Jarga_1709
over 2 years ago
جرګه(The JARGA):د ملي افکارو لرونکو افغانانو د ملي مسایلو اړوند یوه فکري ټولګه دی،موخه یې د ویښتا،روښانتیا او ملي منافعو پهٔ پلویتوب د افغانستان او سیمې دسټراټیژیکو مسایلو او روانو چارو اړوند څېړنې او تحلیلونه ترسره کول دي. جرګه د ناسمو معلوماتو د ګڼو انواعو او غرضي تحلیلونو مقابل کې د ملي مبارزینو منسجم فکري سنګر دی او لهٔ پرون د عبرت،د نن روښانتیا او د روښانه سباوون لپاره به اړینې سپارښتنې وړاندې کوي تر څو د ملي مبارزینو ترمنځ د ملي انسجام د فکري پیاوړتیا لامل شي. جرګه پر دې باور دی د افغانانو ترمنځ اکثره توپیرونه سیاسي مسایلو کې د نظرونو د اختلافي افراط او ناسم پوهاوی لهٔ کبله دي نو ځکه دېته جدي اړتیا لېدل کېږي ترڅو د ملي او اکثرو سترو سیاسي مسایلو اړوند ژور څېړه نیز تحلیلونه ترسره شي،لهٔ تاریخ عبرت بیان شي او اړوند یې ملي سپارښتنې شریکې شي.
See More
JARGA | جرګه
@Jarga_1709
over 1 year ago
• کابل پر وخت د ماښام ۷:۳۰ (اووه نیمې) بجې • واشنګټن ډي.سي پر وخت د سهار ۱۱:۰۰(یوولس)بجې •برلین پر وخت د مازیګر ۵ (پنځه) بجې •لندن پر وخت د مازیګر ۶ (شپږ) بجې •انقري، تُرکیې پر وخت د ماښام ۷ ( اووه) بجې
Jarga Strategic Studies and Research Center
@Jarga_SSRC
over 1 year ago
جرگه سټراټیژیکو مطالعاتو او څېړنو مرکز مرکز مطالعات و تحقیقات استراتژیک جرگه Jarga Strategic Studies & Research Center موضوع: ۷م د ثور او ۸م د ثور: د هېواد خونړۍ ورځې، عوامل، پایلې او درسونه مېلمانه: ۱- دوکتور محمد ابراهیم شینواری د پوهنې وزارت پخوانی معین او سرپرست وزیر ۲- انجنیر محمد امین کریم د حزب اسلامي ګوند د رهبري شورا غړی ۳- ښاغلی ذبیح الله مهدیار د جمعیت اسلامي ګوند د اجرائیه شورا غړی ۴- دوکتور یار محمد تره کی د پخوان�� حزب دیموکراتیک خلق ګوند غړی ۵- ښاغلی غلام حضرت دهقانزی د پخواني حزب دیموکراتیک خلق ګوند د پرچم د څانګې غړی ن��ټه: د ۲۰۲۵ میلادي کال د اپریل اوویشتمه (۲۷) ورځ : یکشنبه (یوه نۍ) • کابل پر وخت د شپې ۰۸:۳۰ (اته نیمې) بجې • واشنګټن ډي.سي پر وخت د سهار ۱۱:۰۰ (یولس)بجې •برلین پر وخت د مازیګر ۵ (پنځه) بجې •لندن پر وخت د مازیګر ۶ (شپږ) بجې •انقري، تُرکیې پر وخت د ماښام ۷ ( اووه) بج
ې @dr_shinwar
i2
@EngAminKar
im
@aaas_sssa
aa
@YarTara
ky
See More
Jarga_1709
retweeted
Jarga Strategic Studies and Research Center
@Jarga_SSRC
over 1 year ago
https://t.co/QYiTWugALH
Jarga_1709
retweeted
Jarga Strategic Studies and Research Center
@Jarga_SSRC
over 1 year ago
https://t.co/lppOWwbjA3
Who to follow
🇦🇫سلماء همدم🇦🇫
@Salmahamdam
شوخه يم، اما بې آدبه نه، ځکه شوخ خلک مې خوښېږي، اما بې آدبه نه.
FaribaKhpolwak
@FaribaKhpolwak
په افغانستان کې د یوې داسې ورځې په هیله چې د ټوپک غږ نه وي
Amina wardak
@Aminawardak
Human rights activist and Journalist. خبریاله، د ښځو او انساني حقوقو فعاله
Jarga_1709
retweeted
Jarga Strategic Studies and Research Center
@Jarga_SSRC
over 1 year ago
https://t.co/lppOWwbjA3
Jarga_1709
retweeted
Jarga Strategic Studies and Research Center
@Jarga_SSRC
almost 2 years ago
https://t.co/tOmm4IR46K
Jarga_1709
retweeted
Jarga Strategic Studies and Research Center
@Jarga_SSRC
almost 2 years ago
https://t.co/lZY94L30ye
JARGA | جرګه
@Jarga_1709
almost 2 years ago
I’m going to
@Jarga_SSRC
’s upcoming Space. Will you join too?
Jarga Strategic Studies and Research Center
@Jarga_SSRC
almost 2 years ago
جرگه سټراټیژیکو مطالعاتو او څېړنو مرکز https://t.co/ILi2wcxczT
JARGA | جرګه
@Jarga_1709
almost 2 years ago
RT
@Jarga_SSRC
: پنځم بحث: جرگه - سټراټیژیکو مطالعاتو او څېړنو مرکز مرکز مطالعات و تحقیقات استراتژیک-جرگه موضوع: د افغانستان درې کلن مزل: ا…
JARGA | جرګه
@Jarga_1709
almost 2 years ago
I’m going to
@Jarga_SSRC
’s upcoming Space. Will you join too?
Jarga Strategic Studies and Research Center
@Jarga_SSRC
almost 2 years ago
https://t.co/44ki74iqk0
Jarga_1709
retweeted
Jarga Strategic Studies and Research Center
@Jarga_SSRC
almost 2 years ago
څلورم بحث: جرگه - سټراټیژیکو مطالعاتو او څېړنو مرکز. موضوع: پښتونخوا کې د شیدو نا امنیو په تړاو ځانګړی بحث لرو. د بحث میلمانه ۱-ښاغلی افراسیاب خټک سیاسي تحلیلګر،سیاستوال او پخوانی سناتور ۲- ښاغلی ډاکتر عبدالغفور لېوال لیکوال، سیاسي تحلیلګر او په اېران کې د افغانستان پخوانی سفیر ۳- ښاغلی نجیب ننګیال سیاسي تحلیلګر او په امریکا کې د افغانستان پخوانی ډیپلومات لینک:- https://t.co/312KcZodW4
@GhafoorLiwal
@a_siab
@NajeebNangyal
See More
JARGA | جرګه
@Jarga_1709
about 2 years ago
د نجونو د زده کړو اهميت او د اوسنیو ستونزو حل لارې لېکوال: ډاکتر محمد ابراهیم شینواری د پوهنې د وزارت پخوانی معين او سرپرست وزیر الف): د اسلام له نظره د پوهې او زده کړې اهمیت: د قرآن کریم لومړنی آیت د اقراء په کلمه پیل شوی چې له ورایه ورڅخه د علم، لیک او لوست اهمیت څرګندیږي. دا پیغام ښځو او نرو ټولو ته دی. په فرشتو د آدم علیه السلام د لوړوالي دلیل د ټولو شیانو په اسماوو (نومونو) د هغه پوهه وه او ځکه ملائکو ته امر وشو چې هغه علیه السلام ته سجده وکړي. د پوهې ارزښت په اسلام کې په دومره روښانه او پیاوړو پیغامونو کې بیان شوی دی چې چا تر اوسه تر هغه ښه او غوره نه لیدلي او نه یې اوریدلي دي. په قرآن شریف کې تر ۸۰۰ ځلې زیات د علم او له پوهې سره مترادفو او تړلو کلمو ذکر راغلی دی. د نجونو یا هلکانو پر مخ د علم د بندیدو یادونه په هیڅ دیني متن کې نه ده راغلی. د آیتونو لاندیني مفاهیم د بېلګې په ډول ګورو: ۱):آیا پوهان او نا پوهان سره برابر دي؟ ۲):پوهان بینا او نا پوهان ړانده دي. ۳):له الله ډیر ویریدونکي بنده ګان، د الله عالم بنده ګان دي. ۴):د نبي کریم (ص) د احادیثو مفاهیمو ته هم که پام وکړو، نو د نجونو د حقوقو او زده کړو په باب ډیر واضح دي: - پوهه د مؤمن ورکه ده او هر چیرته چې یې بیامومي د همده ده. - علم زده کړئ، که څه هم په چین کې وي. - علم زده کول پر نر او ښځه فرض دي. -د احادیثو له مخې باید د زوی په پیدا کیدو یوه خوښي، خو د لور په پیدا کیدو دوه خوښۍ وکړو او که په اولادونو کې فرق روا وای، نو رسول الله (صلی الله علیه و سلم) وایي چې پر ده به لور تر زوی ډېره ګرانه وه. دا څرګنده ده چې د فرض ترک ک��ل کبیره ګناه ده، ماشومان له فرضه عمله راګرځول یوه لویه ګناه ده. آیا څوک غواړي لور یې ړنده او زوی یې بینا وي؟ په اسلام کې ټول انسانان د مساوي کرامت خاوندان دي چې له آدم او حواء نه پیدا شوي او هیڅوک په هیڅ دلیل پر نورو لوړتیا او تفوق نه لري، یوازې تقوا د ښه والي دلیل ګڼل شوی دی. که د امتیاز لپاره دوهم عامل وي نو هغه پوهه ده، ځکه ړوند او بینا سره برابر نه دي. ب): په اسلامي او غیر اسلامي نړۍ کې عملي حالت: ټول ملتونه او دولتونه دې ارزښتونو ته متوجه شوی، او پر دغه لور یې ښه چټک عمل پیل کړی دی. - د اسلامي همکارۍ په ۵۷ ټولو غړو هېوادونو کې د نجونو او هلکانو زده کړو ته یو ډول اهمیت ورکول کیږي او شرایط ورته برابریږي. - د بشر د حقوقو په نړیویواله اعلامیه او نورو ګڼو سندونو کې علم زده کول یو ستر بشري حق ګڼل شوی دی. - د ۱۹۹۵ کال د بیجنګ پلاټفورم پریکړه وکړه چې پوهه یو بشري حق دی چې موږ یوازې د هغې په مرسته د مساوات، پرمختیا، سولې او نیکمرغۍ لوړو هدفونو ته رسېدلاې شو. - ملګرو ملتونو د زریزې زیاتره هدفونو لاسته رواړل د نجونو په تعلیم پورې تړلي دي. - تعلیم د نجونو او کورنیو روښانه راتلونکې تضمینوي. د نړیوال بانک څیړنو ښودلې ده چې که یو پلار باسواده شي یو نسل ښیرازه کیږي؛ خو که مور باسواده شي، پنځه نسله یې نیکمرغه کیږي. - د پوهې او معلوماتو په زور د انسان لیدلوری پراخیږي او د نیکمرغۍ په مفهوم او لارو چارو ترهغو ډیر پوهیږي چې پوهه نه لري. - د ټولنیز ـ اقتصادي پرمختګ سبب ګرځي؛ پوهه د نوښت او ابتکار قوه پیاوړې کوي او د حاصل کچه لوړوي چې په نتیجه کې له ټولنیز او اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي. - د زړه کړې حصول د هیوادونو له ثبات سره مرسته کوي. څیړنو په ډاګه کړې چې هغه هیوادونه ډیر باثباته دي چې د نجونو ښوونه په کې ډیره ده. - د یو ملت روغتیايي حالت، نیغ په نیغه د میندو په تعلیم پورې تړلې دی. په تعلیم یافته میندو کې د اولاد د زیږون په مهال، د مړینې کچه ډیره کمه وي. حتی د ډیرو مجهزو روغتیایي مرکزونو او زیاتو روزل شوو روغتیایي کار کوونکو د برابرولو با وجود، لیدل کیږي په هغو سیمو کې د میندو روغتیا زیاته ارتقا کوي او د مرګ و میر کچه کمیږي، چیرته چې نجونې او میرمنې باسواده وي. - د ماشوم پر روغتیا او تربیه هم د پوهو میندو اغیز همدغسې دی. ګڼ شمیر څیړنو ښودلې ده چې په باسواده ښځو کې د ایدز په شمول ډیرې زیاتې ناروغۍ تر بی سوادو ښځو په مراتبو کمې دي. - د نجونو پوهه او زده کړه د راتلونکو میندو د تصمیم نیولو وړتیا زیاتوي او د نیکمرغه نسلونو د روزنې سبب کیږي. - د نجونو زده کړې، د ناسمو رواجونو د سمون تر ټولو ښه او اغیزمنه لاره ده. که جینکۍ د پوهې، کار، ګټې حاصلولو، تصمیم نیولو او د لوړ ټولنیز دریځ خاوندانې شي، هیڅوک یې په بدو کې نه شي ورکولی او نه پرې نور ناسم او له شریعت سره په تضاد کې رواجونه منلی شي. همدا راز دوکه او غدر ورسره په اسانه نه شي کیدای. - څېړنو ښودلې ده چې اخلاقي نجابت هم په هغو نجونو کې زیات دی چې زده کړې یې کړي وي. -لنډه دا چې زده کړه او پوهه هر انسان (هلک او جنۍ) د بري او نیکمرغۍ تر ټولو لوړ څلي ته رسوي. ت): د نجونو د زده کړو نورې ګټې: ۱):د نجونو او میرمنو په شمول د کورنۍ او ټولنې روغتیا او ښه والی ۲):په ټولنیزه پرمختیا کې د نرو او ښځو معقول او متناسب ګډون ۳):اقتصادي ښېرازي چې په نتیجه د زکات، صدقې او قربانۍ د وس په پیدا کولو د نیکو اعمالو او ثوابونو ګټلو زمینه برابریږي. ۴):د ماشومو نجونو د ودونو کمښت او په نتیجه د دوی سالمه وده او د راتلونکو روغو نسلونو تضمین ۵):د ټولنې د سواد، علم او پوهې لوړوالی ۶):د ژوند په مهارتونو د نجونو سمبالیدل ۷):په کورینو او ټولنه کې د نیستۍ او فقر کمښت ۸):د سیاسي او هیوادني ثبات تقویه ۹):متداوم انکشاف (پرله پسې پرمختیا) ۱۰):د نجونو زده کړه نه یوازې یو بشري حق دی، بلکې یو دیني مکلفیت او په راتلونکو نسلونو، ټولنو او انسانیت د مثبت اغیز تر ټولو مهمه لار ده. ث):ولې اوسنۍ اداره د نجونو د زده کړو مخالفه ده؟ دا چې اوسنۍ اداره د دغه بهیر د ځنډ او نه پیل رښتینی علت له ملت سره نه شریکوي، په واضح ډول په دې باب قضاوت ګران دی چې ولې؟ خو فکر کېږي چ�� د شاه امان الله خان له وخته چې د ملا او مکتبي ترمنځ کوم فکري مخالفت پیل شوی وو، تر اوسه دوام لري. د محمد داود خان د صدارت پر مهال د نجونو او ښځو د نسبي آزادۍ په وړاندې په کندهار کې د ملایانو قیام یې بله بېلګه ده. د ملایانو د نوییمو کلونو په واکمنۍ کې هم تر شپږم پورته ټولګي د نجونو بر مخ خلاص نه شول او اوسنۍ واکمني هم هماغه لار تعقیبوي. د سترې محکمې رئیس په اوسنۍ اداره کې د فکري مسیر په ټاکلو کې یو تر ټولو مهم شخص دی. نوموړي یو کتاب لیکلی او په هغه کې کې یې تر یو معین برید وروسته د نجونو تعلیم ښه نه دی ګڼلی. نو پوښتنه پیدا کیږي چې: آیا د حاکمې ډلې د ټولو ملایانو دیني تعبیر د سترې محکمې د اوسني رییس د تعبیر په شان دی؟ که داسې و انګیرل شي چې د ځینو یا ټولو مشرانو نظر همداسې وي، نو په دې صورت کې ورسره مقابله مشکله ده. ځکه دا یوه فکري، سلوکي او د پالیسۍ مسئله ده او سلوک، فکر او پالیسي بدلول ډېر ستونزمن کار دی؛ زیات وخت، ډېرو هڅو او پراخې حوصلې ته اړتیا لري. آیا حاکمه ډله پ�� دې ډول له نړۍ څخه سیاسي امتیاز غواړي او یا د نړۍ له خوا پر دوی لګول شوو بندیزونو ته غبرګون ښایي؟ د نجونو د زده کړو، تحصیل او د ښځو د کار د بندولو سبب همدا وي، نو د دې بنسټیزې ستونزې حل کول هم عام ولس ته ګران کار دی. له بلې خوا باید واکداران د خپلو خلکو د اساسي حقوقو پر سر له بل چا امتیار ونه غواړي. خو که دا دلیل رښتینی وي، سیاسیون، او نړیوال تعلیمي، مدني او د بشر د حقوقو بنسټونه او هیوادونه په دې باب مرسته کولاې شي او داسې حل ته رسیدلای شي چې د مشروطو دوه اړخیزو امتیازونو په بدل کې سیاسي جوړ جاړی وشي. مدني بنسټونه او اشخاص د دې لپاره استازیتوب، دفاع، ملاتړ جلبول، خبرتیاوې خپرول، سازماندهي او پیغامونه شریکولای شي. آیا د اقتصادي سرچینو او وسائلو د کمښت له امله د اوسنۍ ادارې له نظره د نجونو زده کړه وروستی اولویت دی؟ که د نجونو د تعلیم د ځنډ سبب اقتصادي ستونزې وي، نو لومړی خو دې اوسنۍ اداره دا په ښکاره ووایي، دوهم دې له نړۍ مرسته وغواړي او په دریم قدم کې دې له ملت څخه د صبر او حوصلې غوښتنه وکړي. البته که منابع محدودې وي، بیا دې هم د هلکانو او نجونو ترمنځ مساوي وویشل شي. آیا په رښتیا کلتوري ستونزې د نجونو د زده کړو مخه نیسي؟ او آیا دا د کلیوالو او ښاریانو ترمنځ فکري جګړه ده؟ کلتور کوم ثابت عنصر نه دی؛ او د نورو ټولنیزو پدیدو په څیر تل د وخت او زمانې سره بدلون کوي. له بلې خوا د اسلام یوه ځانګړتیا دا هم ده چې ناوړه رواجونه اصلاح کوي. کله چې د یو ��نسان حق تلف کیږي، دا خو بیا لوی ثواب دی چې خنډ یې له مخې لیرې او ناوړه رواج اصلاح شي. په تېرو شلو کلونو کې د کونړ، پکتیکا او حتی د اوسنيو جنګیالیو تر کنټرول لاندې د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي فعال وو او هیچا دا کار د کلتور او فرهنګ خلاف نه ګاڼه. آیا د بلې حریفې ډلې (د ا ع ش) سره فکري او عملي مقابلې ته د ځان تیار ساتلو یو تکتیک دی؟ داسې ویل کیږي چې د اوسنۍ ادارې ځینې جنګیالي د تمدن او ښاري توب نښې د غیر اسلامي ښکارندو په توګه ګڼي او که اداره د نجونو ښوونځيو ته (چې شرعي مشکل نه لري) اجازه ورکړي، دغه ناخبره ځوان جنګیالي به هغې بلې ډلې ته ورشي. د دې دلیل احتمال زیات نه دی، خو باید وڅېړل شي. آیا د کوم بهرني فشار یا پټ تفاهم له امله د نجونو تعلیم بند شوی دی؟ دا هم یوه پوښتنه ده، خو د دې تر شا به منطق څه وي؟ ممکن ځینې هیوادونه نه غواړي چې د اوسنۍ ادارې یو متمدن تصویر نړۍ ته وړاندې شي او یا هم ځینې غرضي کړۍ د دوست په جامه کې غواړي په دغه ډول کړنو د اسلام مبارک دین د ترقۍ او تمدن پر خلاف معرفي شي. که دا یوه پټه ژمنه او د دوستۍ په جامه کې د غرضي کړیو دسیسه وي، نو حل کول به یې ډېر سخت وي. ځکه لومړی خو د دغه دلیل ثابتول ستونزمن حتی ناممکن دي او دوهم سیاسي ډلې د پټو وعدو په باب هیڅ اسناد نه شریکوي؛ نو د عامو خلکو له خوا مقابله به ورسره چندان آسانه نه وي. ج): وړانديزونه: که د حاکمې ډلې دیني تعبیر همدا وي، ملت ته دې ووایي او بیا دې له نړیوالو اسلامي علماو سره مناظره او علمي بحث وکړي او نتیجې ته دې سره ورسیږي. ځکه اسلام یوازینی دین دی چې د هدایت لومړنۍ منبع (قرآن کریم) په اصلي شکل موجود دی او له تحریف څخه ساتل شوی دی. که د اوسنۍ ادارې ملایانو د پاتې ۵۶ هیوادونو ملایان مات نه کړل، نو بیا دې دوی د سترې محکمې د رئیس په کتاب کې یاد شوی تحلیل او تعبیر نه مني او د نجونو ښوونځي او پوهنځي دې پرانیزي. ۱):حاکم نظام دې د نجونو د زده کړو مسئله د سیاسي چنو وهلو له لست څخه وباسي او د نجونو د یو اساسي بشري حق په توګه دې ورسره برخورد وکړي. ۲):که نظام اقتصادي او تخنیکي مرستو ته اړ وي، په څرګنده دې له هیواد والو سره شریک او له نړیوالو دې مرسته وغواړي. ۳):په کلتوري ستونزو پورې د نجونو د زده کړو د تړلو پر ځای دې، د ولس د خبرولو او ملګري کولو هڅې وشي. قومي او دیني مشران به د زده کړو د اهمیت په باب د ولس په اګاه کولو کې شریکه همکاري وکړي. همدا اوس هم د نجونو ښوونځي او ټولګي جلا دي، نو هیڅ دلیل نه پاتې کیږي چې د نجونو ښوونځي دې فعال نه شي. ۴):د نړي د دیني علماوو مهم نظریات دې وکتل شي، قاطع اکثریت د نجونو د زده کړو کلکه پلوي کوي. په راتلونکې کې دې هم د پالیسيو په جوړولو کې د علماوو نظر واخیستل شي چې ولس ته یې منل اسان او زموږ د ملي او اسلامي ارزښتونو سره په سمون کې وي. ۵):دیني شعائرو او کلتوري واقعیتونو ته د پام لپاره دې لاندې ټکي په نظر کې وساتي: ۶):نجونو ته دې تر ټولو ښه او خوندي ښوونځي او ټولګي برابر شي. ۷):د لیرې فاصلو ستونزه دې حل شي او ښوونځي دې کور او کلي ته وروړل شي. ۸):د نجونو د ښوونځیو محرمیت، ستر او پرده دې په پام کې وساتل شي. ۹):کلتوري ـ افغاني جامې دې درنې وګڼل شي او د نورو کلتورونو د تحمیل مخه دې ونیول شي ۱۰):تر وسه وسه دې ښځینه ښوونکې نجونو ته زده کړه ورکړي، که ښځینه ښوونکې نه پیدا کیږي؛ مسن، د پاخه عمر او متقي نارینه ښوونکي دې د نجونو په ښوونځیو کې وګمارل شي. په لوړو ټولګیو کې دې د نجونو او هلکانو د جلا جلا ښوونځیو سیستم دوام ولري. ۱۱):د نجونو د زده کړو پروګرامونه دې متداوم او منطم وي. د ښوونځيو د ټولو ټولګیو د تکمیل او د لوړو زده کړو د دوام لپاره دې نجونو ته تشویقي پروګرامونه او مرستې هم په پام کې ونیول شي. ۱۲):په نصابونو کې دې روغتیایي او تربیتي پیغامونه ډیر او نوعیت یې هم باید په پام کې ونیول شي. ۱۳):د نجونو د ښونځیو امنیت ته دې ځانګړی پاملرنه وشي. نړیوال دې هم د نجونو زده کړې له سیاسي مسائلو سره نه تړي او صادقانه مرسته دې وکړي: ۱۴):د ښځينه ښوونکو روزنې کې دې پانګونه او پروګراماتیکه مرسته وکړي. ۱۵):د نجونو لپاره د ښوونځیو جوړولو ته دې بودیجه او مالي لګښتونه ورکړي. ۱۶):د انلاین زده کړو او له لېرې زده کړو کې دې له مدني ټولنې او نادولتي مؤسسو سره هم لنډ مهاله مرسته وکړي، خو دغه بنسټسز حل نه دی. د اوږد مهاله حل لپاره دې له اوسنیو چارواکو سره جوړونکی تعامل وکړي چې اساسي حل راووځي. ح): د پخوانیو ناامنه سیمو ښوونځيو ته ځانګړې توجه په هغو سېمو کې چې پخوا د نا امنۍ له امله، له لومړي ټولګي د نجونو ښوونځي تړلي وو، لږ تر لږه ښوونځي او ټولګي دې ایجاد او فعال شي او له شپږم صنف څخه د پورته زده کړو په برخه کې دې د ټول هېواد په شان ورته پاملرنه وشي. خ): له پخوا موجودې نورې لویې ��تونزې: د نجونو د زده کړو پرمخ د ښوونځیو د تړلو په لویې ستونزې سربېره، د افغانستان د پوهنې نظام په مجموع کې ځینې ژورې ستونزې لري. موږ له ملت، اوسنۍ ادارې او نړیوالو مرستندویانو غواړو چې په دغو برخو کې سره لاسونه ورکړي او د هواري لارې چارې یې ولټوي. ۱):د ښځینه ښوونکو کمښت ۲):په لېرې پرتو سېمو کې د ښوونځيو د تاسیس شوو ښوونځیو د ودانیو کمښت ۳):په ښوونځیو کې د اوبو او حفظ الصحې د تاسیساتو کمښت یا نه شتون ۴):د ښوونځیو د فاصلو زیاتوالی ۵):د تدریس ټیټ کیفیت او د ښوونکو ټیټه علمي سویه ۶):د خدماتو په ویش کې بې عدالتي ۷):د درسي نصاب ستونزې او د درسي موادو کمښت یا نه شتون په ځینو محدودو سیمو کې نجونو (په ځانګړي ډول تر اووم ټولګي پورته زده کوونکو ته) زیاتره د اوږدې فاصلې له امله د کورنیو له خوا ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ورکول. ۸):د خلکو د خبرتیا، پوهاوي او معلوماتو شریکولو د پروګرامونو کمزوري. د): وروستنی پيغام هر افغان پلار او مور دې، همدا نن له خپل ځان او خپل خدای (ج) سره ژمنه وکړي چې د خپلو لوڼو د زده کړو حق د زامنو په شان غواړي. له دولت او نړیوالې ټولنې څخه خپلو مشروعو، سوله ایزو او مدني غوښتن�� ته دوام ورکوي او د تعلیمي خدمتونو د موجودیت او لاسرسي په صورت کې خپلې لوڼې په ښوونځيو کې داخلوي. ترڅو د یوې نیکمرغې راتلونکې اساس ورته برابر شي، د ښه ژوند او ژوند کولو هنر زده کړي او راتلونکې نسل د سیالانو سیال کړي.
See More
Jarga_1709
retweeted
Jarga Strategic Studies and Research Center
@Jarga_SSRC
about 2 years ago
https://t.co/q2oFAunu2C
Jarga_1709
retweeted
Jarga Strategic Studies and Research Center
@Jarga_SSRC
about 2 years ago
قومي، سمتي او سکتارستي سیاستونه څنګه ملي کړو؟ https://t.co/q2oFAunu2C
Jarga_1709
retweeted
Jarga Strategic Studies and Research Center
@Jarga_SSRC
about 2 years ago
https://t.co/q2oFAunu2C
JARGA | جرګه
@Jarga_1709
about 2 years ago
د ناسمو معلوماتو اړوند د مهمو اصطلاحاتو تعریف او بېلګې د معلوماتو کره توب ستونزه په بشریت کې د پخوا څخه دود دی چې داستونزه د وخت دولتونو،ټولنو،عامو ولسونو او ګ��و اړخونو ته خورا مهمه دی ترڅو حقیقي معلومات ترلاسه کړي او دهغو پر بنسټ خپل تصامیم ونیسي. کله کله معلومات د مشخصو کړیو،سیاسي شخصیتونو او دولتونو له خوا د مخالفو دولتونو او سیاسي مخالفو شخصیتونو پرضد تحریف ورکوي او بېرته یی د خپلو مخالفینو او دوښمنانو پرضد کاروي. نن سبا موږ چې کله په مختلفو مسایلو او موضوعاتو بحث کوو ځینې کسان خو یا د مسایلو اړوند دقیق معلومات نه لري یا سیاسي توپیرونه په ناسمه توګه تعبیري او یا د مشخصو نزاکتونو او له دې وېرې چې ځینې په سمه توګه دبحثونو وړتیا نه لري نو په ځانګړي توګه پر سیاسي شخصیتونو باندې د نظر ورکولو څخه تېرېږي یا مسایل د خاصو سلیقوي/سیاسي تمایلاتو له کبله متنازع کوي او تېښته کوي نو د دې لپاره چې په ځانګړي توګه سره دټولنیزو رسنیو( social media ) ��ه بحثونو کې د ځوان نسل د روښانتیا او وېښتیا کچه لوړه شي نو ذکر شوې اصطلاحګانې دلته په تفصیل او وضاحت تشرېح شويدي. افغانستان کې د دسیسې تیوري ( Conspiracy Theory) تر ډېره حده پورې په عامو ولسونو،سیاسیونو او روڼ اندو کې په پراخه کچه سره مروج وه او اوس هم دوام لري چې دا کار په لوی لاس سره د اعتماد بحران او د ډلو او همفکرانو د له منځه تللو لامل کېږي. په رسنیو،ناستو،سیاسي غونډو،کتابونوبحثونو،روایتونو، سوشل مېډیا او انټرنېټ کې د معلوماتو د لوستلو پر مهال که پام وکړئ نو وبه ګورئ چې ایا دا معلومات په لوی لاس ناسم دي؟ څوک له دغو معلوماتو یا روایتونو مستفیدکېږي؟ د دغو معلوماتو،خبر یا روایتونو له کبله چاته زیان رسېږي؟ سره له دې چې معلومات،روایتونه په ټولنو،رسنیو،بحثونو کې خپرېږي نو دقیق پام وکړئ چې له دغو ضرور یو چاته زیان او یا یوچا ته ګټه رسېږي. د روایتونو او معلوماتو په کارولو کې هم محتاط او هم منتقد اوسئ نو لاندې جدول وګورئ ترڅو د هغو نامنظمو معلوماتو اړوند چې سوشل مېډیا،بح��ونو،ناستو، یا نورو لارو معلومات نشرېږي. Mis-information: دا جعلي/ناسم معلومات یا ګمراه کوونکي معلومات دي چې په لاشعوري توګه سره خپرېږي چې دا د ناسم پوهاوي،ناسمو معلوماتو او ناسمو خبرونو له لارې نشرېږي. دا ډول ناسم معلومات د سوشل مېډیا او یا نورو رسنیو/ناستو/ورځپاڼو/مجلو/تلویزیونونو.. له لارې نشرېږي او په اسانۍ سره کولای شي د ولسونو لویې کتلې ته ورسېږي. دمعلوماتو دا ډول بې زیانه او بې ګناه دی لکه د ناسمو معلوماتو نشرول. دا حالت اکثره د نشرولو یوه ستونزه وي او هیڅوک ورڅخه نه مستفید کېږي . ددې مثال دادی لکه “2 + 2 = 5” چې دا حالت ناسم او غلط دی خو هیڅ واضح اراده او پلان شتون نه لري چې کوم کس یا ډلې ته زیان ورسوي. د دې مثال داسی لکه سوشل مېډیا کې داسې یو پیغام نشرول چې ادعا کوي چې د یوې مخصوص مېوې خوړل د یوې ناروغۍ درملنه کوي سره له دې چې د دې ادعا اړوند کوم ساینسي ثبوت شتون نه لري بل مثال دا دی چې د داسې یو پیغام نشرول چې د یوه کس یا سیاسي مشر په اړه د وفات خبر نشروي خو په حقیقت کې دا خبر نا سم وي او هغه مشر یا کس ژوندی وي خو د دغه ناسم خبر نشرونکي کومه سیاسي موخه نه وي ب��که ستونزه دا وي چې د دغه ناسم خبر کره توب يي دقیق تاييد کړی نه وي. Dis-information: دا ناسم او ګمراه کوونکي معلومات دي چې په شعوري توګه په دې موخه نشرېږي چې خلکو ته فریب ورکړي، خلک ګمراه کړي یا په خلکو خپل تاثیر وساتي. دا ډول معلومات په مشخص توګه د دولتونو او یا نورو ادارو له خوا نشرېږي ترڅو خپلې منافع ترلاسه کړي او یا غواړي چې د مخالفینو د سیاسي، او نورو تاریخي/ټوله نیزو/ او نورو امتیازونو او یا محبوبیت راکمولو او یا له منځه تللو په موخه کارول کېږي. دا ډول ناسم معلومات په مختلفو شکلونو رامنځ ته کېږي لکه جعلي معلومات نشرول،پراو پاګندا کول او د دسیسې تیوري ( Conspiracy Theory) رامنځ ته کول دي. د دغه معلوماتو موخه په شعوري توګه ناسم او غلط دي او هم يی هدف یو چاته زیان رسول وي. ددې موخه او هدف دا وي ترڅو د دا ډول ناسمو معلوماتو له لارې پیسې ترلاسه کړي،سیاسي اغېر ترلاسه کړي او یا یو ډول بې نظمي او بې قانوني منځ ته راتګ ته کار وشي. د دې ښکاره مثال په سیاسي رقابتونو کې د مشخصو سیاسي رهبرانو پسې په لوی لاس ناسم معلومات نشرول دي چې حقیقت ونه لري او موخه يي د سیاسي شخصیت زیانمنول او سیاسي ترور دی او وي . ددې ناسمو معلوماتو د رامنځ ��ه کول او ترویج منبع د مشخصو بهرنیو استخباراتي کړیو، داخلي کړیو او سیاسیونو له خوا رامنځ ته او نشرول وي/دي او نورې رسنۍ او اشخاص هم ورته لمن وهي. Mal-information: دا ډول ناسم معلومات په حقیقت کې حقیقي معلومات وي خو د شریکولو موخه يی مخربه او د یو چا د تخریب په موخه وي، لکه د یو چا شهرت او عزت ته زیان اړول او یا په لوی لاس قانوني فضا او چاپیریال تخریبول وي. دا معلوماتو موخه د شریکولو دا وي ترڅو قانوني او حاکم چاپیریال کړي اویا ګنګسیت رامنځ ته کړي ، یا غواړي یا یوه مشخص فرد/شخصیت او یا یو ګروپ یا سیاسي جریان د ولسونو ته غواړي زیان یا تخریب ورسوي. دا ډول ناسم معلومات لکه په ټوله نیزو بحثونو،سیاسي بحثونو،سوشل مېډيا،ټوله نیزو کې لاس اچول/زور زیاتی او یا ناسمې اوازې خپرول وي. ناسم معلومات حقیقت لري او شریکولو موخه يي یو چاته زیان رسول وي او زیان د هغې حقیقي وضعیت څخه سرچینه اخلي چې له یوخاص وضعیت پورې اړه ولري اویا زیان ګالونکې حادثه یا کیسه چې د ناسمو معلوماتو لپاره یو خاص هدف وي ترسره کېږي. لکه څنګه چې په لاندې جدول کې معلومېږي نو د معلومات دا ډول هر وخت د تغیر وړ وي لکه Disinformationکولای شې چې misinformation ته بدلون ومومي په ځانګړي توګه چې دغه ناسم معلومات ناسم ثابت شي خو بیا به یی هم د دغو ناسمو معلوماتو پلویان نشروي. Mal-information کولای شي چې disinformation ته تغیر شي که په بحثونو، سوشل مېډیا یا نورو لارو په زیاته اندازه شریک شي او کولای شي چې روایتونه هم تبدیل کړي. د دې مثال داسې دی لکه یو کس په شعوري توګه مشخص یو سلیقوي پیغام په دې موخه نشروي ترڅو د نوموړي اړیکي او شهرت ته زیان ورسوي. د ناسمو معلوماتو په بېلابېلو بڼو نشرول : د ناسمو معلوماتو بېلابېل ډولونه شتون لري نو د دې پرځای چې ټولو ته جعلي یا ناسم معلوماتو توری وکاروو نو اړینه دی چې د جعلي او ناسمو معلوماتو ټولې فرعې انواع په لاندې توګه وپېژنو: 1) په کوميډي/طنزیه شکل باندې ناسم معلومات نشرول 2) په ناسمه توګه د معلوماتو وصلول د یوه خاص هدف لپاره 3) د معلوماتو ګمراه کوونکي محتویات نشرول 4) جعلي عکسونو نشرول د خاص هدف لپاره 5) جعلي محتویات نشرول 6) د مشهورو رسنیو او ویب پاڼو له نوم په ناسمه توګه استفاده کول 7) په لوی لاس جعلي کیسې جوړول
See More
JARGA | جرګه
@Jarga_1709
about 2 years ago
د مباحثې/مذاکرې (Dialogue) او مناظرې(Debate) پرتلنه(مقایسه) د بشري ټولنې ترمنځ د نظر تفاوت درلودل یوه طبیعي پدیده دی نو د دې لپاره چې د ټوله نیزو،سیاسي،تاریخي... مسایلو او په ځانګړي توګه سیاسي شخصیتونو پر کړنو باندې بحثونو او نظرونو ته مسلکي،منطقي،رغوونکی شکل ورکول شي نو زیاته مهمه دی ترڅو دمتمدنه بحثونو په اوصولو نوی نسل وروزل شي چې د دې لپاره د مذاکرو/مباحثو(Dialogue) او مناظرو (Debate)اصطلاحاتو باندې پوهېدل خورا اړین دي. نن سبا موږ چې کله په مختلفو مسایلو او موضوعاتو بحث کوو ځینې کسان خو یا د مسایلو اړوند دقیق معلومات نه لري یا سیاسي توپیرونه په ناسمه توګه تعبیري او یا د مشخصو نزاکتونو او له دې وېرې چې ځینې په سمه توګه دبحثونو وړتیا نه لري نو په ځانګړي توګه پر سیاسي شخصیتونو باندې د نظر ورکولو څخه تېرېږي یا مسایل د خاصو سلیقوي/سیاسي تمایلاتو له کبله متنازع کوي او تېښته کوي نو د دې لپاره چې په ځانګړي توګه سره دټوله نیزو رسنیو( social media ) په بحثونو کې د ځوان نسل د روښانتیا او وېښتیا کچه لوړه شي نو ذکر شوې اصطلاحګانې دلته په تفصیل او وضاحت تشرېح شويدي. 1) مباحثه (خبرې اترې) یا مذاکره يو مرستندويه (Collaborative) بهير دي: دوه يا زيات اړخونه په دې موخه ګډ کار کوي، چې يو ګډ پوهاوى او روغه جوړه رامنځ ته کړي. مناظره يو مخالف يا متضاد بهير دي: په دې بهير کې دوه اړخونه د يو او بل په وړاندې ولاړ وي او يو د بل دلايل له دې امله ردوي، چې يو بل پړ يا ملامت کړي. 2) په مباحثه/مذاکره کې موخه د حل او هواري لپاره د ګډې لارې موندل وي. په مناظره کې ګټل هدف وي. 3) په مباحثه/مذاکره کې يوه خوا بلې خوا ته په دې موخه غوږ نيسي، چې يو د بل په مطلب پوه شي او ګډې موافقې ته ورسېږي. په مناظره کې يوه خو ا بلې خوا ته په دې موخه غوږ نيسي، چې د يوه بل کمزورتياوې او نيمګړتياوې ومومي، چې يو د بل په ضد ترې کار واخلي. 4) مباحثه/مذاکره ممکن د ګډونوالو په نظر کې بدلون راولي او يا يې نظر او فکر ته پراختيا ورکوي. په مناظره کې ګډونوال په خپل نظر زيات ټينګار کوي. 5) مباحثه/مذاکره د بيا ارزولو او کتلو لپاره په خيالي نظرونو کتنه کوي. په مناظره کې له خيالي نظرونو څخه د رښتيني نظر په توګه د دفاع هڅه کېږي. 6) مباحثه/مذاکره په خپل دريځ د ژور سوچ کولو لامل کېږي. مناظره د بل په دريځ د نيوکې لامل کېږي. 7) مباحثه/مذاکره يوې ښې ممکنې حل لارې ته لاره پرانيزي. په مناظره کې يو کس له خپل دريځ څخه دفاع غوره حل لاره ګڼي او د نورو حل لارې ردوي. 8) مباحثه/مذاکره د چلند او کړو وړو لپاره پراخ فکر زېږوي. د خپلو تېروتنو په منلو او مخنيوي کې مرسته کوي. مناظره تنګ نظري چلند او کړه وړه زېږوي او په خپل دريځ ودرېدو او دېته مو هڅوي چې هغه يوازينۍ رښتينې حل لاره وبولو. 9) مباحثه/مذاکره مو د بل ښه تفکر او سوچ منلو ته هڅوي او دا څرګندوي، چې د يو چا ښه تفکر او څرګندونې به د ورانولو پر ځاى د ښه والي لامل شي. په مناظره کې د بل ښه تفکر او سوچ مني او دا ښه تفکر او سوچ د ګواښ په وړاند�� د دفاع په توګه کاروي او په دې ډول ښيي، چې دى رښتينى دى. 10) مباحثه/مذاکره په مهالني ډول د يو چا د نظرونو او فکرونو په ځنډولو ټينګار کوي. مناظره په دې ټينګار کوي، چې يو کس بايد يوازې په خپلو فکرونو ټنيګار وکړي. 11) په مباحثه/مذاکره کې يو کس د لومړنۍ موافقې او روغې جوړې په لټه کې وي. په مناظره کې يو کس د روښانه او څرګندو توپېرونو د موندلو په لټه کې وي. 12) په مباحثه/مذاکره کې يو کس د نورو د دريځونو د پياوړي کولو په لټه کې وي. خو په مناظره کې د بل اړخ د دريځ د نيمګړتياو او کمزوريو د موندلو هڅه کېږي. 13) په مباحثه/مذاکره کې د نورو ډېر خيال ساتل کېږي او د نورو په وړاندې د ناسم دريځ لرلو څخه مو راګرځوي. په مناظره کې ��وخه په خپلوي او احساساتو له تمرکز پرته د بل دريځ په وړاندې ټينګ ودرېدل دي. تر ډېره د نورو د کم ښودلو او کمزوري کولو هڅه ده. یاد دښت: لاندې انځورونو کې مباحثې/مذاکرې او مناظرې حالت په ښه توګه منعکس شویدی.
See More
Last Seen Users on Sotwe
Hunter——🇧🇩
Seen from
Qatar
Giacomo Fusillo
Seen from
United States
GILF Hub
Seen from
United States
Ensest kuzen
Seen from
Turkey
เปีย
Seen from
Thailand
Jack
Seen from
United Kingdom
TÜRK ÜNLÜLER
Seen from
Turkey
rosa@99452085
Seen from
Italy
Joeyeah
Seen from
Spain
Arda
Seen from
Turkey
Something went wrong.
Try Again
Most Popular Users
1
Elon Musk
@elonmusk
240.6M followers
2
Barack Obama
@barackobama
118.7M followers
3
Cristiano Ronaldo
@cristiano
114.5M followers
4
Donald J. Trump
@realdonaldtrump
111.9M followers
5
Narendra Modi
@narendramodi
107M followers
6
Rihanna
@rihanna
98.7M followers
7
NASA
@nasa
92.2M followers
8
Justin Bieber
@justinbieber
91.8M followers
9
KATY PERRY
@katyperry
90M followers
10
Taylor Swift
@taylorswift13
84M followers
11
Lady Gaga
@ladygaga
75.5M followers
12
Virat Kohli
@imvkohli
73.4M followers
13
Kim Kardashian
@kimkardashian
70.8M followers
14
YouTube
@youtube
68.7M followers
15
Neymar Jr
@neymarjr
66.4M followers
16
Bill Gates
@billgates
65.2M followers
17
Selena Gomez
@selenagomez
63.1M followers
18
The Ellen Show
@theellenshow
62.1M followers
19
CNN
@cnn
61.7M followers
20
X
@x
60.6M followers
Olivia
Online
✨
⭐
💫