عن ابو موسی الأشعري رضي الله عنه
فرمایی څوک چې کومه دنده منصب یا مسئولیت په غاړه واخلي حال دا چې پوهېږي د هغې دندې اهل او وړ نه دی نو خپل ځای دې په اور کې تیار وګڼي
امام الباني رحمه الله دا حدیث حسن بللی دی.
حواله السلسلة الصحيحة د امام الباني رحمه الله حدیث شمېره 3455
#توصیه_به_
امیدوارم زبان پشتو همچنان در پرتو تلاش دانشمندان، نویسندگان، شاعران، هنرمندان و فرهیختگان، مسیر رشد و بالندگی خود را ادامه داده و سهم بیشتری در تولید دانش، تحکیم همبستگی اجتماعی و اعتلای فرهنگی افغانستان،جهان اسلام و جهان ایفا نماید.
روز زبان پشتو مبارک باد.
قهرمان هغه څوک ندی چې یوازې میدان وګټي؛ قهرمان هغه دی چې هم ځان وساتي، هم بریا خپله کړي، او هم په فکري، سیاسي او نظریاتي ډګر کې داسې ودریږي چې سیالان یې د استدلال، منطق او ایډیالوژۍ په ډګر کې حریف نه شي.
ریښتینې قهرماني د قوت، حکمت او فکر مجموعه او ستره پانگه وی لکه #حکمتیار حفظه
جمالٌ يسرق القلب
حيث يلتقي البحر بالسكينة
بين زُرقة البحر وألوان الحياة
هنا تبدأ الطمأنينة
طريقٌ إلى الهدوء
Where peace begins
Nature at its finest
A path to serenity
Ocean, colors, and calm
Lost in beauty
دین محمد د طالبانو د علماوو شورا رئیس وایي چې ساینس او ټکنالوژي فضول علم دی.
زه پر دې خفه کېږم چې لس شل کاله وروسته به دوی په افغانستان کې څنګه نسل وروزي. د علماوو د شورا رئیس یې چې داسې وي، نو نور به یې له مکتب او پوهنتون سره تر کومه دښمني کوي؟ دوی بیا همداسې په خرافاتو اخته کس د علماوو د شورا رئیس ټاکلی، تر څو ولس په جهالت او خرافاتو کې غرق کړي.
دین محمد به موبایل په جیب کې لري، خو ټکنالوژي به ورته جهالت ښکاري؟ داسې ښکاري لکه موبایل یې چې هسې چټي په جیب کې ایښی وي، پیریان یې په خدمت کې وي او له خلکو سره د پیریانو په وسیله اړیکه نیسي.
په لندکروزر کې نه ګرځي، پر دېوال کښېني او له دېواله اوښ جوړ شي!
عینکې هم نه استعمالوي، هسې یې پر سترګو ایښې وي چې د ده د سترګو له هیبته په خلکو کې ویره پیدا نه شي.
مایک او لاوډسپیکر هم نه استعمالوي، بلکې د اسرافیل د شپېلۍ غږ لري چې اوتومات ټولنیزو رسنیو ته هم اپلوډ شي او غږ یې له تصویر سره نړیوالو ته ورسېږي.
ده ته ټکنالوژي فضول علم ښکاري! دا لا ښه ده چې فضول دی، خو له ټکنالوژۍ چې په هېواد کې هر څه شته، له هماغو ټولو څخه په مزو استفاده کوي. هم برق استعمالوي او هم بخارۍ او ایرکنډېشن ته ناست وي. چې برق نه وي، بیا یې طاقت دومره کم شي چې ژنرا��ور هم ورپسې چالان کړي.
لږ خو په کار ده چې ووایو: کاش الله موږ ته توفیق راکړي چې موږ خپله همدا تولیدات ولرو، د همدې تولیداتو پوهه او استعداد ولرو. د دې استعداد لپاره باید کلونه کلونه کار وکړو او ټول تمرکز مو پر مکتب او پوهنتون وي.
یو جاهل انسان، مطلق جاهل انسان، او په رښتیا قسم خوړلی د دین، ولس او وطن دښمن به عمداً د پوهې او تعلیم مخالفت کوي. عمداً به غواړي چې ټول هېواد د نړۍ پر وړاندې شرمنده او له تور برخلیک سره مخ وي، تر څو همېشه مو د سوال لاس اوږد وي.
د حزب اسلامي مجاهدينو مشوره امارت مچاهدینو ته:
ابو هریرة رضي الله عنه د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په هکله وايي ما رأیت احدا قط کان اکثر مشورة لاصحابه من رسول الله صلی الله علیه وسلم هېڅوک مې نه دي ليدلي چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په پرتله له خپلو صحابه وو سره زياته مشوره وکړي
د داکتر صاحب غنی ورستی خو زړی خبری او د تعلیم لرونکو له خوا یی کلک ملاتړ ، د دی څرګندونه کوی، چی دا تعلیم لرونکی کسان څومره بی ارادی، بی مورال او پسیف انسانان دی، دوی ته د داکتر صاحب غنی دا باد راوړونکی خبری هم د هیلو یو وسیله ښکاری.
ازموده را ازمودن اشتباه است
جنابه! دا هم ووايه: الله تعالى د هغه حاجي لپاره چي حج کوي دا لازمه کړې چي د حج په لباس (احرام) کي به سر نه پټوي او که ئې پټ کړ دم پرې لازمېږي؛ نو که زما رب په خپل کور بيت الله کي، د حج په څېر فرضي عبادت کي او په خپل حضور کي لوڅ سر مني نو په نورو حالاتو کي به ئې ولي (ستاسو په غلط زعم) ناروا گڼي؟، که رسول الله صلى الله عليه و سلم هم لوڅ سر حج کړى او هم لمونځ، نو د ده امت ته به ولي جائز نه وي؟ تا ته چا ويلي او د کوم دليل په استناد چي په لنگوټي کي لمونځ تر لوڅ سر زيات ثواب لري؟ په ټول قرآن كي خو د لنگوټي په اړه داسي وينا نه صراحتاً راغلې او نه اشارتاً؛ څه چي په قرآن كي نه وي نو په صحيح رواياتو كي به هم نه وي؛ دا ځكه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د قرآن مفسر دئ او حديث ئې د قرآن شرح او تفسير؛ د هر روايت د صحت لپاره لومړى شرط دا دئ چي په قرآن كي به شاهد لري يا لږ تر لږه به تعارض ورسره نه لري.
مصيبت دا دئ چي تل او د هر مذهبي خوځښت يو ستر ��فت دا وي چي د غرضي او مرضي كړيو او ټگمارانو لاس ته ورشي، هغه چي له دين دام او دكان جوړ كړي، مذهب د خلكو دوكه كولو وسيله كړي، د الله كتاب او د پيغمبر لارښووني شا ته واچوي، ټول هغه مهم او محوري هدايات او ارشادات هېر او له پامه وغورځوي چي د دين ماڼۍ پرې ولاړه ده؛ لكه توحيد، له الله تعالى پرته بل ته نه سر ټيټول او نه د احتياج لاس اوږدول، د اختلافاتو او منازعاتو د حل و فصل وروستۍ او يوازينۍ مرجع د الله كتاب وي، د انسانانو تر منځ عدالت، برابري، له مظلوم دفاع، د ظالم مقابله، د شتمنيو عادلانه وېش، د دې مخنيوى چي شتمني د معدودو شتمنو او واكمنو تر منځ لاس په لاس شي، ولس ته دا حق وركول چي خپل مشران په خپله خوښه غوره كړي، د خپلي ټولني او نظام څرنگوالى وټاكي، واكمن د ولس خادم وي نه بادار، قانونمند نظام رامنځته شي، بنسټ ئې پر شورى ولاړ وي، د ټولو مهمو پرېكړو وروستۍ مرجع شورى وي، د واكمنو او حكومت صلاحيتونه او مسئوليتونه د ولس له لوري او د قانون له مخي وټاكل شي؛ ولس پر ټولو حكومتي تصرفاتو او كړنو بشپړ نظارت او د پوښتني، گروېږني، محاسبې او محاكمي حق ولري، دا او دې ته ورته مهم او اساسي مذهبي مسائل شا ته وغورځوي، ډېر څه له ځانه پر مذهب او مذهبي لارښوونو علاوه كړي؛ په مقابل كي ئې تركيز او تأكيد پر داسي فروعي او شكلي قضاياوو وي چي نه د ولس دنيوي ښېگڼي او صلاح ورپوري تړلې وي او نه اخروي؛ لكه دم، تعويذ او جادو، پگړۍ، د ږېري اندازه او رنگ، په رانجو سترگي تورول، له سنت وروسته دعاء، په لمانځه كي لاسونه پر نامه ايښودل كه لاندي او باندي، د جمعي په لمانځه كي پښې لږ لري ايښودل او كه دومره چي د خوا ته كس له پښو سره ولگېږي، ... او دې ته ورته مسائل؛ د امارت له راتلو سره د پيرانو، د پير لاس او پښې ښكلولو، يو لاس ئې ښكولول او په بل لاس كي پيسې وركول، په جومات كي مذهبي نڅاوو، غورځو پرځو، دم، تعويذ او جادو، او په تأييد كي ئې فتوى گاني او ليكني او دې ته ورته كړنو بازار گرم شوى؛ د خرافاتو حاميان او مدافعان هڅه كوي له دې او هغي گوښې او حاشيې دلائل او روايات راپيدا كړي او د ټگمارانو تبرونو ته لاستي جوړ كړي.
هو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم پگړۍ پر سر كړې ده؛ خو دا نه په بدر كي د فرشتو پر سر د پگړيو له ليدو وروسته وو؛ ځكه دا هيڅ حقيقت نه لري او نه د بدر له جگړي وروسته؛ پگړۍ د عربو مخكينى او تر اسلام وړاندي دود وو او د عزت نښه گڼل كېده؛ همداسي لكه لونگ چي د هغه مهال معمول او ولسي لباس وو؛ كه څوك پگړۍ ته د سنت په سترگه گوري ��و لونگ ته به هم سنت وايي؛ د لونگ لپاره په احرام كي څرگند مثال گورو خو د پگړۍ لپاره داسي مثال هم نه مومو. كه كوم نارينه مسلمان يوازي په يوه لونگ، له څادر پرته او لوڅ سر لمونځ كوي؛ موږ پرې د اعتراض حق نه لرو؛ له پگړۍ پرته به ولي د هغه لمونځ ناجائز گڼو؟ د ده رب ئې لمونځ قبلوي او ته ئې نه منې؟
تعجب كوو چي تاسو تر بلوغ وړاندي ماشومان هم پر دې مكلف كړي چي مدرسې او ښوونځي ته له پگړۍ پرته نه شي داخلېدى او كه داخل شي په لښتو او څپېړو ئې وهئ؛ دا يقيناً چي د جهالت او سفاهت انتهاء ده؛ په داسي حال كي چي الله تعالى نابالغ ماشوم له فرائضو هم معاف كړى خو ته ئې پر مباح مجازات كوې!! هغه كه په ماشتوب كي ومري؛ نو كه د كافر او مشرك اولاد هم وي جنت ته ئې بيايي؛ خو ته ئې د پگړۍ نه پر سر كولو له امله له تعليم محروموې او پر مخ څپېړي وركوې؛ په داسي حال كي چي هغه ته علم ښودل ستا فرض او د هغه مسلم حق دئ او رسول الله صلى الله عليه و سلم هم پر مخ وهل تحريم كړي او هم له شرعي حد او د عادل قاضي له حكم پرته هر ډول وهل تحريم كړي!! د ځان او نورو لپاره د هدايت دعاء كوو.
د بدر فرشتې او لنگوټې!!
حکمتیار
د مصلحت او مقاومت ترمنځ سیاسي شعور
“یو طالب څه نوې سیاست زده کړی، وایي حزبیان منافقت کوي؛
له یو طرفه د نظام حمایت کوي او له بل طرفه یې مخالفت کوي!
هغه نه پوهېږي چې حمایت د سولې د ضرورت پر ب��ا دی،
او مخالفت د حالاتو د مجبوریت له وجې کوو.”
«د شمال او پنجشېر له درو تر کابل پورې؛ د پردیو د خولیو کیسه»
روسان ولاړل، خو خولۍ یې پاتې شوې؛
امریکا ووتله، خو سیوري یې لا هم پر ذهنونو ګرځي.
اشغال یوازې په ټانک نه وي،
کله ناکله د فکر، شعار او خولۍ په بڼه تر نسلونو ژوندی پاتې کېږي.👆🏼