د الله تعالی له رحمته مه ناهیلی کېږه
کله کله انسان د ژوند له ستونزو ستړی شي، لارې ورته تنګې شي، زړه یې مات شي او داسې احساس وکړي چې نور د خلاصون هېڅ لاره نه شته. خو مؤمن باید په داسې شېبو کې یو حقیقت هېڅکله هېر ن�� کړي: د الله تعالی رحمت له هر غم، هرې ستونزې او هرې ګناه څخه پراخ
د عمل ښکلا په نیت، او د قبولۍ راز په اخلاص کې دی!
د انسان د هر عمل ارزښت د هغه له نیت سره تړلی وي؛ ځکه ښکلی عمل هغه دی چې له پاک زړه او سپېڅلي نیت څخه راولاړ شي.
المالک؛ د هر څه حقیقي څښتن!
کله چې انسان د ژوند ښکلاوو، شتمنیو او واک ته ګوري، باید هېره نه کړي چې د دې ټولو اصلي مالک یوازې الله تعالی دی. هغه ذات چې پیدا کول او مړه کول کوي، روزي راکوي او د هر نعمت واک او اختیار ورسره دی. انسان یوازې د دې نعمتونو امین دی، نه دائمي مالک.
📷 المُهَيْمِن؛ د الله تعالی ښکلی نوم 📷
«المُهَيْمِن» د الله تعالی له ښکلو نومونو څخه دی؛ یعنې هغه ذات چې پر خپلو بندګانو بشپړه څارنه او ساتنه لري او د هغوی له هېڅ حال څخه ناخبره نه دی.
د ګناهونو د بښنې او رحمت سبب ګرځېدونکی ذکر
«سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ»
ژباړه: «الله تعالی پاک دی او ټول حمد او ستاینه هغه لره ده.»
دا لنډ، خو ډېر عظیم ذکر دی. مؤمن یې په ویلو سره د الله تعالی پاکي بیانوي
د جنت د واجبېدو سبب ګرځېدونکی ذکر!
له هغو مبارکو اذکارو څخه چې د مسلمان د ایمان، عقیدې او د الله تعالی پر فیصلې د رضا څرګندونه کوي، دا مبارک ذکر دی: «رَضِيتُ
له تېروتنې وروسته توبه!
انسان له تېروتنې خالي نه دی؛ خو غوره انسان هغه دی چې خپله تېروتنه وپېژني، پښېمانه شي او د الله تعالی پر وړاندې په رښتینې توبه بېرته وګرځي. له ګناه وروسته توبه د زړه پاکوالی او د انسان د اصلاح پیل دی.
🌿 عاجزي د مؤمن ښکلا ده! 🤍
اسلام موږ ته د عاجزۍ، تواضع او ښه اخلاقو درس راکوي. مؤمن باید د خپل علم، مال او مقام له امله پر نورو کبر ونه کړي؛ بلکې له خلکو سره په نرمۍ او درناوي چلند وکړي.
💚 د الله تعالی سره مینه، د رسول الله ﷺ د پیروۍ له لارې! 🌿
د الله تعالی سره د مینې تر ټولو ښکلی ثبوت دا دی چې انسان د رسول الله ﷺ په سنتو عمل وکړي، د هغه لار خپله کړي او په خپل ژوند کې د هغه ﷺ ښو اخلاقو ته ځای ورکړي.
🌿 لا حول ولا قوة إلا بالله؛ د جنت له خزانو څخه یوه خزانه
دا مبارکه کلمه موږ ته یادونه کوي چې حقیقي ځواک او توان یوازې د الله تعالی له لوري دی. کله چې انسان له ستونزو سره مخ شي، پر الله تعالی توکل وکړي او دا مبارکه کلمه ډېره ووايي.
«لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ