قال الله تعالى : "ان الله وملائكته يصلون على النبي يا أيها الذين آمنوا صلوا عليه وسلموا تسليما".
اللَّهُمَّ صـَلِّ وَسَلِّمْ على نَبِيِّنَٰا مُحمَ��د عدد ما ذكره الذاكرون وعدد ماغفل عن ذكره الغافلون.🤍
-
#صلوا_عليه_وسلموا_تسليما_ﷺ
#صباح_الخيـر
#يوم_الجمعه
#يوم_الجمعة
_
سږکال د نومبر په ۳م امریکا کښی انتخابات دی او ه�� ګوند کوښش کوی اکثریت چوکی وګټی تر څو د حکومت مهمی پالیسی د خپل په خوښه د اکثریتو په رایو وچلوی.
دجنګ پالیسی هم یو د مهمو موضوع ګانو څخه وی.
ددی ځای سیاسیون فکر کوی که میدان جنګ کښی برلاسی وی، د حاکم ګوند (ټرمپ) دانتخاباتو ګټلو باندی تمامیږی !
نو، اټکل کیږی چه د ایران او امریکا جمع اسرايل جګړه به پدی راتلونکی دوه هفتو کښی نور هم شدت ومومی، او امکان شته شاوخوا هیوادونو پخښی لا نور هم دی جنګ ته وردننه کړی!
عین حال کښی که د جنګ میدان کی ماته خوری بیا به ډیر چوکۍ دلاسه ورکړی.
د فلسطین د برکته دا جنګ د امریکا په خلکو کی خواخوږی نلری ځکه تر شا یی د صیهونستانو لاس ده او امکان ډیر لری چه د ټرمپ ګوند ډیر چوکی د لاسه ورکړی او دیموکرات ګونډ به بیرته د اکثریتو رایو خاوندان شی.
@kandaharjan وطنمل صیب محترم
ډیر ښکلی نظر دی چه بیوزلو والدینو ته هر ولایت کښی د هستوګنی مراکز او ځایونه جوړ شی.
امریکا کی ورته senior center یعنی د مشرانو یا بوډا ګانو مرکز ویل کیږی.
بیل کلینتون، رئیس جمهور پیشین امریکا، میگوید مسلمانان نباید ��ه خاطر دینشان مورد نفرت قرار گیرند.
آقای کلینتون در یک گردهمایی انتخاباتی در فلوریدا گفت: «از اینکه مسلمانان را به خاطر مسلمان بودنشان بدنام میکنند، خسته شدهام.»
بیل کلینتون، رئیس جمهور پیشین امریکا، میگوید مسلمانان نباید به خاطر دینشان مورد نفرت قرار گیرند.
آقای کلینتون در یک گردهمایی انتخاباتی در فلوریدا گفت: «از اینکه مسلمانان را به خاطر مسلمان بودنشان بدنام میکنند، خسته شدهام.»
مننه د ستاسو د ټولو له نظر نه
زه به عمومی ډول دومره ووایم چه :
تیر نیمه پیړۍ کی تقریباً یو درجن په اصطلاح «نظامونه یا حکومتونه» جوړ او نسکور شول!
ستونزه دا ده چه بهرنی لاسوهنی او اشغالګران راغلل او خپل د زړه خوښی نظامونه یی پر ولس وتپل او ولس یی ورسره لاس او ګریوان ګړل. منم چه ولس بل چاره نه درلوده غیر لدی چه لاسپوڅی او پردی پال نظامونه مات کړی. نتیجتاً عوارض جانبی یی ولس ته پریښودل چه کلونه کلونه بیا ولس پری وځورید!
اوس هدف دا دی که د اشغال او لاس وهنی پرته د یو خپلواک نظام بنسټ مشترکاً په اخلاص کیښودل کیږی ولوکه ماته او ګوډه هم وی، داصلاحاتو کوښښ وشی، د ړنګولو مخنیوی وشی، ممکن تر ډیره حده روښانه راتلونکی ولرو.
والله عالم
ولی نظامونه مو ژر ژر نړیږي؟
مبالغه به نه وی که ووایو نړۍ کې اوسنی ډیر واقعات او بدلونونه چه راغلی د افغانستان سره تړاو لری مخصوصا دشوروی د یرغل نه کال 1979 او بیا د امریکا او ناټو د اشغال کال 2001 را پدیخوا، چه متاسفانه افغانستان د نړیوالو قدرتونو د رقابت او د جګړو میدان ګرځیدلی او افغان ولس یی مسلسل قربانی ورکوی.
په پای کې افغانان د هری جګړی میدان کې بریالی شویدی، لاکن په سیاسی میدان کې پاتی راغلي دي. د هر څو کالو وروسته بیا یوه ډله د حاکم نظام پر ضد پاڅون کړی او له پخښو یی غورځولی، چه بیا یو بل ناورین یی ځیږولی! د بلی خوا حاکم نظامونه هم په خواشینی سره ددی زوریدلی ولس د شرعی ارمانونو پوره کولو کی لږ یا ډیر پاتی راغلي. خواشینی سره همدا تریخ حقیقت پر مونږ تکرار او تکرار سره تپل کیږي.
سوال ��ا دی:
ددی پر ځای چه نظامونه ونړوو، آیا مونږ نشو کولی نظام سره یو ځای د ولس د مشروعو هیلو پوره کولوپه نیمګړتیاو کی مرسته وکړو او فعاله ونډه واخلو ؟
آیا حکام مو نشی کولی د ولس د پراخی قربانیو ورکولو په بدل کې چه ورکړی، دهغوی مشروع غوښتونو ته د دی ولس د ټولو صالحو اشخاصو استاذو په ګډون سره یو نظام جوړ کړی چه ددی ولس غوښتنو ته لبیک ووایی؟
آیا ولس ته پکار نده چه د خپل د قربانیو نه په کلکه دفاع وکړی او هیچا ته اجازه ورنکړی چه دی هیواد کې جګړه وکړی او یا هم د جګړی زمینه برابره کړی؟
دا ټول سوالونه د « هو» جواب لری په شرط ددی چه ټول (ولس او د هیواد مشران) په اخلاص سره کار وکړو.
بیا هم وایم د هر بهرنی او کورنی ګواښ مقابل کې زمونږ قوت زمونږ په وحدت کی نغښتی ده. راځی دا قوت تجربه کړو او د یو تلپاتی با امنه افغانستان او نظام خاوندان شو. الله تعالی ته، او راتلونکی نسلونو ته به مو غاړی خلاصی وی.
ان شأالله