نه ښايي انسان ته چې د بل په غم غمجن نه شي
لويه بدبختي ده چې څوک نه ژاړي له چا سره
ای مهربان او توانا ربه! د هیواد په مشرقي ساحو کې په زيانمنو وروڼو او خويندو خپل خاص رحم وکړه
يا الله! وفات شويو ته جنت او ټپيانو ته بشپړه بېړنۍ روغتیا ورکړه
مات شوي زړونه ورغوه او ته يې مددګار شه.
رسو ل الله ﷺفرمائي: هوښيارانسان هغه دی چې خپل ځان وپيژني، يا دخپل ځان سره محاسبه ولري او د خپل تلپاتې ژوند لپاره چې آخرت دی کار وکړي،.
عاجز او ناپوه انسان هغه دی چې خپل ځان يې د نفس او هوا تابع کړی وي، بغیر له توبې او عذره د اللهﷻ څخه د ښه مستقبل هيله لري.
درود شریف هېر نکړئ.
د ملکوتي غږ درلودونکی، د زرګونو قاريانو استاد، د پښتو ژبې تکړه شاعر، شيخ القرآن برکت الله سليم د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ
إِنـَّا ِلِلَّهِ وَإِنَـّا إِلَيْهِ رَاجِـعُونَ
په مړینه یې سخت خواشینی شوم
تشه به يې هېڅکله ډکه نه شي
لوی رب ده یې قبر منور او هفه دنیا ګل او ګلزار کړي.
رسول الله��� فرمایلي
هر مړی به پښېمانه وي
نو ژوند غنیمت وګڼئ، دګناهو پرځای نیکي وکړئ
صحابه وپوښتل، یا رسول الله! ولې به پښېمانه وي؟
رسول اللهﷺ وفرمایل:
نېکان به ځکه پښېمانه وي چې، ډېرې نیکۍ يې ولې نه کولې اوبدکاره به ځکه پښېمانه وي چې، له ګناهو يې ځان ولې نه ساته!
(رواه الترمذي)