@TheLostJalalzai هئ هئ له امريکا ليکل ډېر آسانه دي خو د ميدان زميني حقائق سخت دي.
د منظور دې الله مل شي ، د عمران خان لپاره په اسلام آباد ور وختل خو....
@GeneralBasir@samihay86907105 والله که پوهېږو چې کوم داسې مجبوريت د تاسو سترګې پټې کړي ؟
زما حق دی علم ، که ضرورت دی يا نه ، خو الله حق راکړئ ولې يې راباندې بندوې ؟
نه شرعي دلیل شته ، نه اقتصادي نو ولې ؟
خو ووايه چې د دې وطن د جهالت د ژوندي ساتلو لپاره ده .
@JalalAhmadullah ابو جهل ويل ښه پوهېږم اسلام حق دين دی ، محمد صلی الله علیه وسلم رښتينئ پيغمبر دی خو زه د دې کليمې لاندې ژوند نشم تېرولئ.
يعنې کافر وو خو منافقان يې بيا هم نه کاوه چې په خوله يې اومني نور خپل کار کوي .
بله دا چې عباس ستانکزئ تاسو کله د امارت په مشرانو کې حسابوئ ؟
@TheLostJalalzai@AbuSulaiman1986 که چېرته دې د الله او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم خبره هم کوله خو چې د دوی د طبعيت او نظر سره برابره نه وه ، بيا يې اخلاق او مسلماني ګوره
ثاني ګلمرجان --
ملګرو ستاسو توجه سته چې زموږ په وطن کې د هرشي ثاني پیدا کیږي؟
ګلمرجان چې هېڅ خبره نه منله؟
اوس ثاني ګلمرجان خبره نه مني.
اول ګلمرجان د بنده خبره نه منله .
ثاني ګلمرجان د خداي خبره نه مني.
د قران مجید اولین ایت دی: اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ، خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ، اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ، الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ .
اقرا یعنې څه شي؟
اقرا یعنې ووایه!
جبرییل امین رسول الله مبارک ته راځي او ورته وايي چې (اقرا) یعنې (ووایه).
رسول الله مبارک ورته وايي چې زه خو هیڅ شی نسم لوستلائ.
رسول الله مبارک لیک لوست نه سول کولائ.
بیا جبریل امین ورته وايي چې اقرا باسم ربک الذي خلق یعنې د خپل رب په نوم چې انسان یې خلق کړ او علم یې د قلم له لارې ور زده کړ، ووایه!
اولین ایت د قران مجید وايي چې الله تعالی په قلم انسان ته علم ور زده کړ.
انسان څوک دی؟
انسان یعنې ښځې او نارینه!
د الله پاک له نظره ښځې انسانانې دي.
دالله پاک خپل کلام دی چې انسان په قلم علم زده کوي.
مګر زموږ په بیچاره وطن کې همیشه یو ګلمرجان موجود وي.
نور څه کولائ سو؟
الله پاک دي د خپل کلام په روي نور زموږ دا بیچاره خلک د ګلمرجان له غمه خلاص کړي.
الله پاک دې اپندکس وچوي چې ټک له ټکه سي 🤣
تاسوووایاست امین!
داسي افغ��ن نسته چې دې حالت ته به یې خوا نه بدیږي.
زه نه پوهېږم چې دا ګلمرجان یې له کومه ځایه راوستی دی.
الله پاک دې رحم وکړي.