د ا.ا.ا رئیس الوزراء حفظه الله د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه
د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړې شوې غونډې ته، چې د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي، د پوهنتونونو استادانو او ولایتونو علماء کرامو ګډون پکې کړی و، د ا.ا.ا رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند حفظه الله د هېواد تحصیلي نظام پر کیفیت لوړونه، د تدریس ښه والي، اصلاحاتو راوستلو، د لوړو زده کړو پر پرمختګ او پراختیا ټینګار وکړ.
محترم رئیس الوزراء صاحب حفظه الله په یاده غونډه کې د استادانو او علماء کرامو دنده مقدسه وبلله، مننه یې ترې وکړه، په تحصیلي نظام کې اصلاحاتو راوستلو ته یې وهڅول او ورته ویې ویل: «ستاسو دنده، چې تدریس او د ځوانانو روزنه ده، جاریه صدقه او تر ټولو غوره دنده ده.»
همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم له محترم رئیس الوزراء صاحب څخه مننه وکړه چې لوړو زده کړو و��ارت ته یې تشریف راوړ او ویې ویل چې د محترم رئیس الوزراء صاحب او د ا.ا.ا نورو مشرانو مسؤلینو له لوري زموږ ارزونه او هڅونه موږ ته د لا ښه خدمت انرژي راکوي.
دغه راز په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئيس مفتي عبدالرؤف فراهي او د زابل ولایت علماوو شورا مرستیال شیخ مولوي عبدالقدوس ابو المبارک په تدریسي بهیر کې د دیني ارزښتونو او نویو پرمختګونو پر مراعاتولو خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د ا.ا.ا رئیس الوزراء صاحب حفظه الله د کابل پوهنتون یو شمېر برخو څخه لیدنه وکړه.