منداړو:
راشه په برمل کړی بمبار مېجر علي صاحب
وله یې مولوي صاحب
مولوي:
نه کېږي پاک فوج خو نو طاقت دی اټمي صاحب
نې ولم امي صاحب
منداړو:
ته دا پنجابیان ګوره
ورور دې د ایمان ګوره
ستا هغه احسان ګوره
ستا پلورلي کاڼي اوس په تا را غورځوي صاحب
وله یې مولوي صاحب
مولوي:
کور دی د هجرت زموږ
درک کړه مسؤولیت زموږ
نه شته دی قدرت زموږ
ته خپلې مزې کوې پرې غیې موږ چټي صاحب
نې ولم امي صاحب
منداړو:
تا وېل فدایي یم زه
تندر خدایي یم زه
ولم یې سپاهي یم زه
اوس یې ننوتی په کوم غار لکه د سپي صاحب
وله یې مولوي صاحب
مولوي:
نه ولم انصار وروڼه
دي مې د خونګار وروڼه
یو د بل اشرار وروڼه
کور دی په لاهور کې د منصور او متقي صاحب
نې ولم امي صاحب
منداړو:
څه شول فدایان ملا
هاغه خونخواران ملا
چې وژني افغانان ملا
نورو ته ګیدړ یاست بس په کور کې یاست زمري صاحب
وله یې مولوي صاحب
مولوي:
��ه شول منداړوان امي
ها د مایک غازیان امي
را دې شي ځوانان امي
موږ د شناختي کارډ دوی د ګرین کارډ دي لېوني صاحب
نې ولم امي صاحب
منداړو:
نه درځي میدان ته دوی
غرب خوښوي ځان ته دوی
خړ دي خپل وجدان ته دوی
شېر دی بس له غربه به ډولک درته وهي صاحب
وله مولوي صاحب
د افغانستان د بنسټیزو تاسیساتو د مهمو څانګو د څ��ړنې په دې وروستۍ برخه کې، په دوو ګڼو کې د خپل هېواد په بندرونو خبرې کوو. لومړی به په سیمه کې د بندرونو او له دغې لارې د سوداګرۍ څرنګوالی وڅېړو، وروسته به د افغانستان د بندرونو پر اوسني وضعیت او راتلونکو طرحو تم شو.
تاجاییکه به سابقه مراودات تجاری برمی گردد، مناسبات ما از راه خشکه توسط کاروانها، مخصوصاً در حرکت عشایر کوچی حد اقل تا شروع قرن نزده به قوت جاری بود. در دوران شاهنشاهی دُرانی، نقل و انتقال بحری نیز بر اس��س شواهد دقیق حد اقل از طریق دو مسیر صورت گرفته است که هر دو به کندهار وصل می گردید.
د افغانستان د اوسنیو پولو له ټاکل کېدو او د ډیورنډ لیکې له تپل کېدو سره سم، بندرونه یا نوي جوړ شول او یا پراخ شول. خو د شوروي اتحاد په ټوله واکمنۍ کې زموږ شمالي پوله د تګ راتګ له پاره تړلې پاتې شوه، سره له دې چې سوداګریز مراودات چې د مرحوم عبدالمجید زابلي په نوښت پیل شوي وو په راوروسته لسیزو کې په جلا کچو د دولتونو په سطحه روان پاتې شوي دي؛ له ایران سره پوله نیمه پرانستې وه او یوازې پر ډیورنډ لیکې انتقالات تر ډېره آزاد کېدل، خو خپلې لوړې-ژورې یې هم درلودلې دي.
یکی از بزرگترین دستآورد های ما در دوران حکومت جمهوری، توسعه تاسیسات زیربنایی از جمله بندرداری در ولایت نیمروز و اتصال آن با بندر دریایی چابهار در ایران بود. همچمنان با هند و ایرن توافق سه جانبه داشتیم که با اتصال مستقیم چابهار به بمبئی یا مومبای، امکان ورود دوباره افغانستان به عرصه تجاری خلیج و اوقیانوس هند فراهم می گردید.
په دې خپرونه کې دا ټول مسایل په تفصیل څېړل شوي چې د پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن یې له دې لینک څخه ترلاسه کولی شئ:
https://t.co/PiGhsjKc3N
https://t.co/91FOqLLjWy
https://t.co/4EdSE8onBw
این برنامه ها در کنار رسانه های اجتماعی اکنون از پلاتفورم های ذیل نیز قابل دریافت است:
Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، https://t.co/La1UM3Gbrn Community/
په پکتیکا ولایت کې د جانيخېلو ولسوالۍ د یوې ښوونځي د ښوونکي، عبدالعلیم خاموش، په اړه د مرګ پرېکړه له ټولو اسلامي او انساني اصولو سره په ټکر کې ده، حتٰی که د دوی په اصطلاح دین ته یې سپکاوی هم کړی وي. د الله دین ساتنه خپله الله (ج) پر غاړه اخیستې ده. الله تعالی انس��نانو ته په دې دنیا کې د شرک او کفر د اختیار واک ورکړی دی. هغه کار ته چې انسان پخپله اختیار ولري، په دې دنیا کې سزا نه ورکول کېږي؛ ځکه دا دین د الله (ج) دی او هغه به په آخرت کې د خپل حساب او کتاب له مخې چلند کوي.
هیڅوک دا اختیار نه لري چې د ګناهونو پر بنسټ چاته سزا ورکړي، بلکې سزا یوازې د ج��م لپاره ورکول کېږي. هغو موضوعاتو ته چې الله تعالی سزاوې ټاکلې دي، هغه د ظلم او جرم له ډلې شمېرل کېږي. که ګناهونو ته سزاګانې وای، نو د توبې هېڅ امکان به نه وای. توبه د ګناهونو د حل لار ده، بلکې تر ټولو لویو عبادتونو کې راځي.
جرم او ظلم له ایمان او کفر سره تړاو نه لري. که مسلمان وي که کافر، هر یو که جرم وکړي، سزا به ویني. دا سزا باید په داسې قانون کې تعریف شوې وي چې د قرآن له عمومي پیغام، ماهیت او عقلانیت سره په ټکر کې نه وي، بلکې د همدې دواړو په چوکاټ کې وي.
د استاد خاموش قضیه نه د پیغمبر (ص) او نه د کوم بل دیني ارزښت سپکاوی دی، بلکې دوه خبرې دي: یو دا چې نوموړي د عصري علومو په اهمیت خبرې کړې وې، او بل دا چې یو بل ملا صاحب غوښتل د نوموړي ځای ونیسي او په هغه بست مقرر شي، نو یې پر وړاندې دسیسه جوړه کړه. د دې پر ځای چې استاد خاموش وستایل شي، برعکس سزا ورکړل شوې ده. د حق او عدالت غوښتنه دا ده چې هغه دسیسه جوړوونکی محاکمه شوی وای.
هیواد د فکر او عقل له استقلال پرته نه جوړېږي. د هېواد او ولس ګټه په دې کې ده چې داسې استادان چې عصري علوم یې زده کړي، نور هم تشویق شي. عقل او علم مه زنداني کوئ؛ دا کار د هېواد راتلونکي نسلونه محتاج، فقیر، غریب او وروسته پاتې کوي. هر څومره چې علمي بحث، نقد او تحقیق ته فضا برابره شي، په هماغه اندازه علم زیاتېږي، د خلکو شعور او عقل پخېږي، او بالاخره یوه باثباته ټولنه جوړېږي.