مسلمانې خورکۍ ته!
صفي الله “رائد”
اې خورکۍ!
ایا پوهېږې چې د غرب وحشي تمدن تاته ستا د آزادۍ تر عنوان لاندې له تا څه غواړي؟؟!
آیا پوهیږې چې لېوان د معصومې رمې د خلاصون چغې ولې وهي؟؟؟
آیا پوهیږې چې ستا عزت او حیا په حجاب کې رانغښتې؟؟
مسلمانې خورې! د وخت او حالاتو تور تم او د غرب وحشي تمدن غواړي چې تانه ستا عزت، عفت او حیا واخلي. ستا د اسلامي پردې دنګ منار ونړوي.
ستا ښکلی اسلامي او کلتوري حجاب بې ارزښته کړي.
او غواړي تا په خپله ټولنه کې له بې قدرۍ سربېره تا بې حیثیته، بې ارزښته او عفت دې تر پښو لاندې کړي.
ګرانې خورې! مه پریږده!!! چې غربي په وحشت ککړ کلتور ستا په پاک جسم او نظر کې ښکاره او ستا د دوه ورځو ښايست ستا دنیا او آخرت له غمونو ډک کړي.
ګرانې خورې!
ستا پر ټنډه د یوې مسلمانې نوم دی، ته د یوه مسلمان پلار لور او د یوه مسلمان ورور خور یې.
باید پخپل قدر وپوهیږې او د الله تعالی په سپېڅلو احکامو کې خپل ځان ومومې.
هو! حجاب او اسلامي پرده ستا عزت او کرامت دی. ته داسې مه کوه چې خپل همدغه کرامت تر پښو لاندې کړې!
ته د غرب په اصطلاحاتو کې خپل ضمیر مه پټوه! او مه خو د غرب لنډغرو سره ځان برابروه!
ته غوره پلار او نیکه لرې، ته غوره او مسلمانه کورنۍ لرې… لنډه دا ته هر هغه څوک لرې چې ته یې تمه کولای شې او تا ته خپل عزت او عفت درکولای شي.
تاته یو ښه او له ښکلاوو ډک ژوند درکولای شي.
��مهمه نه ده چې هر سړی تا باید وویني او پوه شي چې ته ظاهري حسن او ښکلا لرې، بلکې له ظاهري ښکلا تاته ستا حیا، عزت او عفت ډېر مهم دی؛ چې هغه بیا ستا په حجاب او پرده کې رانغښتی دی، نو که خپله حیا، عزت او عفت غواړې په یاد لره! چې تل باید په پرده کې واوسې!
هڅه وکړه ترڅو خپل ��سن او ښایست پټ وساتې!
شاعر څه ښه وایي:
حسن چې بې ستره شي بې قدره شي
ځـکه پښـتنې مخـونه پــټ ســاتي
ګرانې! د خپل حسن بې سترۍ سره خپل ژوند او ځان مه بې قدره کوه!!!
د یوې خور ایمان او غیرت د هغې له پردې، جامې او حیا څخه ډیر ښه څرګندېږي ؛ چې ښه او درنده جامه د یوې خور دعفت او عزت ښکارندویي کوي.
زړه ته رانېږدې خورې!
دا سمه ده چې نارینه باید د خپل لید ساتنه وکړي، خو!
پام دې وي چې خویندو ته هم الله پاک په اسلامي حجاب امر کړی دی.
قال الله تعالی : وَقَرْنَ فِیْ بُیُوتِکُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الجَاهلِیَّةِ الاُولَی ـ
ژباړه: الله تعالی فرمایلي دي:
په خپلو کورونو کې په قرار او اطمنان سره واوسئ او د جاهلیت دمخکنۍ زمانې د رسم او رواج سره موافق مه ګرځیږئ او اظهار د زینت او ښایست مه کوئ.
په دې هکله بل ځای کې وایي:
ياايهاالنبى قل لأزواجك وبناتك ونساءالمؤمنين يدنين عليهن من جلابيبهن ذلك أدني أن يعرفن فلا يؤذين وكان الله غفورارحيما (الأحزاب 59).
اې نبي! (صلی الله علیه و سلم) ووایه! خپلو بي بیانو، خپلو لورګانو او د مومنانو ښځو ته(ووایه) چې په ځان راخپاره کړي خپل حجابونه. دا وړوکې خبره ده چې دوی وپېژندل شي او تکلیف ور ونه رسیږي، او الله تعالی بښونکی او رحم کوونکی دی.
ښه پام وکړه! الله تعالی دې په دنیا کې هم په حجاب سره له تکلیفونو او ځورونو ساتي او آخرت لپاره خو دې حجاب مهمه وسیله ده.
باید د الله احکام په عمل کې ومنې او په حجاب پیل وکړې.
هغه امـیـر؛
چې په زړونو یې پاچاهي وکړه!
صفي الله رائد
دنیا کې په سرونو پاچاهي اسانه، مګر په زړونو پاچاهي ��یا د هرچا کار نه دی.
څوک چې په سرونو په پاچاهي کوي؛ په زړونو یې نشي کولای او چاچې په زړونو پاچاهي کړې؛ هغوی بیا په سرونو هم کړې.
هوکې شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله هغه امیر و؛ چې په زړونو یې پاچاهي وکړه.
شهید امیرالمؤمنین په ژوند کې پخپلو ماتحتو عسکرو دومره ګران و چې تعبیر ناشونی دی، څومره بې کچې مینه چې د عامو خلکو او ولسونو له منصور صاحب تقبله الله سره وه فکر نه کوم چې د خپل عصر بل هېڅ امیر سره دې چا کړې او درلودلي وي.
په کشرانو ملګرو ډېر بې حده ګران و؛
د ملګرو په شونډو مې د ژور خفګان نښې ښې په یاد دي، هغه وخت چې مکار دوښمن یې د ټپي کیدو اوازې خپرې کړې.
په هغو ورځو کې مې ډېر داسې ملګري ولیدل چې له ډیره خفګانه به یې له هیچاسره خبرې نه کولې.
کله چې پلورل شویو رسنیو له خوا پرلپسې د منصور صاحب د ټپي کیدو او ځینو کې آن د شهید کېدو اوازې خپرې شوې؛ زما په شمول دملګرو ادندیښنې نورې هم پسې زیاتې شوې.
ښه ��ې په یاد دي چې محترم مجاهد صاحب مازدیګر مهال رسنیو ته په یو پیغام کې ویلي و چې د امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور صاحب غږ رارسیدلی چې ډېر ژر به یې نشر کړي.
دغه ستړې شپه زما ښه یادیږي چې موږ ځینو ملګرو ترسهاره ورته ویښه تېره کړه؛ ترڅو دخپل ویاړلي امیر غږ واوري.
عجیبه تصادف و؛ غږ مجاهد صاحب ته ماسپښین رسیدلی و او موږ ته یې مازدیګر نه، ماښام نه؛ بلکې آن دشپې په اخري حصه کې نشر کړ او موږ هم د منصور صاحب مینې ترسهاره د دغږ ته انتظار کړي او ویښ کښینولي وو.
چې بیا په همدغې شپه سیداحسان الله الهام صاحب هم د منصور صاحب تقبله الله غږ ته په انتظار او تلوار کې یو شعر چې عنوان یې و(غږ راوکړه!) خپور کړ او زموږ تنده یې هم خړوبه کړه، چې ډېرو ملګرو به وروسته دالهام صاحب د یاد شعر په نشرولو له منصور صاحب تقبله الله سره خپله مینه ښکاروله او یاد شعر به یې بار بار نشراوه.
غږ راوکړه
شعر: احسان الله الهام
باران دی توره شپه ده بل صحرا ده غږ راوکه
زړګیه! د حالاتو تقاضا ده غږ را وکه
قسم دي که مي هیڅ رقم تکلیف په تا لوریږي
په غږ دي ګوندي وتښتي بلا ده غږ راوکه
نږدې ده چي نورکوڼ سم څه کره صوتونه اورم
وزړه ته ډاډ بښونکې ستا وینا ده غږ راوکه
شکولي مي د وخت د ستم پړي، ځنځیرونه
شړلې مي له زړه د چا پروا ده غږ راوکه
دلبره ستا په غږ مي د عمرو تنده ماتیږي
دلبره ستا په امرکي بریا ده غږ راوکه
پوهیږم له خوښي نه به مي زړه حرکت پریږدي
الهام یمه توکل مي پر الله ده غږ راوکه
هو! منصور صاحب تقبله الله په دغه وار غږ راوکړ داسې غږ چې ډېر څه او د ولایت او کرامت نه ډکې ډېرې خبرې پکې نغښتې وې.
منصور صاحب تقبله الله چې همدایې اخریني پیغام هم شو په خپلو خبرو کې وویل:
زه به بیا نه غږېږم؛ البته که بیا داسې کومې پیښې کېدې؛ تا��ې به داسلامي امارت ویاندویانو خبروي؛
هغوی چې څه درته ویل:هغه منئ!
هو! منصور صاحب تقبله الله چې څنګه موږ ته ویلي و چې بیاځلي به داسې پېښو کې زه نه غږېږم!
په رښتیاهم بیا ونه غږېد..!
وې ویل: داسلامي امارت ویاند چې څه ویل هغه منئ!
مونږ په سر سترګو ومنل؛ ځکه داسلامي امارت ویاند محترم مجاهد صاحب مونږ ته د یو پیغام له لارې په یوې پېښه کې د امیرالمؤمنین د ستر رهبر د زړونو رهبر ملااختر محمد منصور �� شهادت خبر راکړ او تر څنګ یې دده ځای ناستي نوي امیرالمؤمنین شیخ الحدیث هبةالله اخندزاده حفظه الله دبیعت خبره وکړه او موږ ټولو هېوادوالو په سر سترګو ومنله؛ ځکه په اخري پیغام کې شهید سعید د زړونو رهبر ملااختر محمد منصور تقبله الله پخپل ژوند له موږ نه همدا غوښتي و چې راتلونکي کې داسلامي امارت ویاند څه درته ویل هغه ومنئ!
دایې امر و؛ پر مونږ واجب و او مونږ هم په سر سترګو ومانۀ.
دا د شهید امیرالمؤمنین منصور صاحب تقبله الله اخرینۍ له ولایت او کرامت څخه ډکې خبرې وې چې د خپل ژوند په اخري شپو ورځو کې یې خپل ملت ته وکړې او نور یې ستر اعزار دشهادت جام نوش کړ او د ابد په لور وکوچید.
چیرته مې کوم کتاب د ازادۍ په باب څو کرښې لوستې لیکلي یې و:
د ازادۍ لپاره مبارزه وکړه! که دې سر بایلود، تاریخ به دې د ماتې نهٔ منونکي مبارز پهٔ نوم یاد کړي او که یې وګټې؛ دواړه به دې تر لاسه کړي وي.
هو! شهید منصور صاحب تقبله الله هم کټ مټ دخپل سر په قیمت مبارزه وکړه؛ سر یې نذرانه کړ خو! تاریخ هم د یو نه منونکي مبارز په نوم یاد کړ په داسې حال کې چې د لارويو سپېڅلې مبارزه یې هم د یوې سترې فتحې او آزادۍ په درشل کې ولاړه ده..!
هوکې، زموږ د زړونو امیره!
د ننګونو دنګ مناره!
اې دشهداوو دکاروان سرلاریه او سالاره!
#مدبرامیر
نااهله او کمزوري کسان چې هر وخت او هر ځای مهمو مقامونو ته رسېدلي، د ستونزو د حل پر ځای یې نوې ستونزې رازېږولي دي؛ آن تر دې چې ډېرې سمې او پیاوړې چارې یې هم لړزولې او زیانمنې کړې دي.
علماء په هر حالت کې وژل کېږي ؛ ک�� رښتینی و ، کفار یې وژني او په شهادت یې رسوي او که د دوی د مادیاتو ښکار وګرځېد ؛ نو پخپله مسلمانان یې نه پریږدي ؛ موږ ته تېر دې لنډ تاریخ وښودله چې علماء کرام او مشائخ عظام مو چا او چا په نښه کړل ؟
ش. هید شیخ نصیب خان
ش. شیخ حسن جان
ش .هید شیخ غلام حضرت
ش. هید شیخ رحیم الله حقاني
همدا شان د حقانیې مدرسې هغه نور حقاني مشائخ چې په شهادت یې ورسول او نن یې دا دی شیخ صاحب ادریس باندې هم رحم ونه کړ.
علماء کرام باید ډېر هوښیار او ځیرک وواوسي د څنګ ملګري او شاګردان یې باید د قوي فکر لرونکي او ځیرک وي ، له میډیا نېولې بیا آن تر ملاقاتونو او سفرونو یې باید ښه په ځیرکتیا تر څار لاندې ونیسي.
دوی لوی خلک دي؛ نه یې خبره ساده ګڼل کېږي ، نه سفر او نه هم هر چاسره ملاقات.
خدای پاک دې دا ستره علمي څهره وبښي .