موږ د فشارونو له بار راپورته کېږو، د ننګونو له پېچومو راوځو، د دې خاورې تمدن، هویت به زموږ په ماهیت را څرګندیږي، د سیمې سیاسي، اقتصادي او فزیکي امنیت به زموږ د وجود او قربانیو مرهون وي، نور به له موږ پرته د هر څه تعریف او فلسفې نیمګړې وي.
د دې ګمنامو لښکرو د ایمان صاعقو خوارج او بغاة نېست و نابود کړل، د دوی امنیتي بصیرت له ایماني فراست او وجداني یقظت څخه سرچینه اخلي. دا برجسته ځواک په واقعیت کې د امن استعارې دي، چې د هیواد خاوره او فضاء به له هر ډول خناسانو او شیطانانو څخه مصؤنه ساتي.
شورش، لمسون او بغاوت نور په دې خاوره انتن نه ورکوي، د دې دولت او ملت قوي ارادې او ګډې هڅې به د نورستان د حماسې په څېر هر بلواګر تر خپل منطقي انجام رسوي، موږ د امن جامونه څښلي، د تعهد لاسونه مو سره ورکړي او یوه پیاوړې اجماع مو رامنځته کړې.