موږ نه غواړو تبلیغات وکړو؛ زموږ په ارشیفونو کې د ویلو لپاره ډېر څه شته. باور لرو چې تاریخ به هر څه روښانه کړي، ځکه تاریخ په خپلو قضاوتونو کې پر هېچا رحم نه کوي او تر ډېره عادل وي.
راشئ د ملګرو ملتونو لپاره د تحریک طالبان د امارت د پخواني استازي، عبدالحکیم مجاهد، څرګندونې واورو او د هغه خبرې له عملي دریځونو سره پرتله کړو. موږ هغه وخت هم د سولې، ورورولۍ او له جګړې څخه د خلاص افغانستان طرحه وړاندې کړې وه. خو په هغه مهال چې دوی د قدرت پر ګدۍ، لکه نن، تکیه لرله، انتخابات او د ملت په رایه او اراده ولاړ نظام یې «علماني» او «سیکولر» باله او د هر ډول سیاسي جوړجاړي مخالفت یې کاوه، تر دې چې هېواد د اشغال تر شرایطو ورسېد.
هغه وخت هم د تبلیغاتو جګړه روانه وه. د کابل د جګړو او د قربانیانو د شمېر په اړه د امریکا او بي بي سي د تبلیغاتو تر اغېز لاندې د شپېتو زرو کابلیانو د وژل کېدو کیسې تکرارېدې. بېلابېل روایتونه وړاندې کېدل. خو له دې هاخوا، په تالقانو، مزارشریف او د شمالي په نورو سیمو کې زرګونه افغانان ووژل شول؛ داسې افغانان چې که موافق وو او که مخالف، د همدې خاورې بچیان وو. د دشت لیلي او قلعه جنګي پېښې لا هم د افغا��ستان د معاصر تاریخ له ترخو او جنجالي فصلونو څخه ګڼل کېږي. په هغو کلونو کې د جګړې په سیالی کی له توپونه، ټاکونه تر جهازونو ��وری هرنګه اسلحو اور د ګڼو ولایاتو پر انسانو، حیواناتو او طبیعت یو شان اغېز وکړ او د رحم او زغم لمن تر ډېره ټوله شوه.
وروسته د شل کلن اشغال پر مهال هم افغانانو دروند قیمت ورکړ. له بمبارونو تر چاپو، له چاودنو تر هدفي وژنو، د جګړې بار تر ډېره د افغانانو پر اوږو و. آن د امارت د شورا ځینې غړي او مشهور قومندانان هم له دې برخلیک څخه خوندي نه پاتې شول؛ له ملا منصور دادالله او ارسلا رحماني څخه تر ملا منان نیازي او ملا مهدي پورې.
له بلې خوا، همدا ښاغلی عبدالحکیم مجاهد او لسګونه نور پخواني وزیران، والیان او قومندانان، له معتصم آغاجان څخه تر مولوي قلمالدین، له ملا سلام راکټ�� څخه تر ملا محمد خاکسار، له ملا باز محمد څخه تر وکیل احمد متوکل او مولوي ضعیف پورې، د جمهوریت له نظام سره یوځای شول. دوی د خپلو پخوانیو مشرانو د امنیت د تضمین غوښتنه کوله او ویل یې چې مقاومت به نه کوي.
عبدالحکیم مجاهد په ��۰۰۵ کال کې د حامد کرزي له حکومت سره یوځای شو او په ۲۰۱۰ کال کې د سولې د عالي شورا مرستیال او غړی وټاکل شو. هغه یوازې نه و؛ د امارت د پخوانۍ رهبرۍ لسګونه نور غړي هم په همدې لاره ولاړل.
پوښتنه دا ده: که د کرزي حکومت «علماني» او «نامشروع» و، نو ولې ورسره یوځای شول؟ او که له هغه نظام سره یوځای کېدل مشروع و، نو د مشروعیت او نامشروعیت معیار څه و؟ آیا معیار اصول وو، که شرایط او مصلحتونه؟
همدارنګه د دوحې د مذاکراتو او تړون موضوع هم د جدي بحث وړ ده. په داسې حال کې چې له بهرنیو ځواکونو سره د تفاهم او د جګړې د کمېدو خبرې روانې وې، له افغان لوري سره جګړه دوام درلود. په ډېرو سیمو کې هره ورځ افغانان وژل کېدل؛ که نظامي وو او که ملکي. د هغه وخت د حکومت مشرتابه په وار وار ادعا کوله چې د جګړې اصلي قربانیان افغانان دي او هره ورځ ۳۰۰ کسان وژل کیږي او په دغه له دوه کلو کمه موده کي یوسل او ولس زره ۱۱۷۰۰۰ افغنانو ته مرګژوبلې اوښتي.
دلته اساسي پوښتنه دا ده چې که له بهرنیو ځواکونو سره سیاسي تفاهم او د جګړې د پای لپاره مذاکرات ممکن وو، نو ولې د افغانانو ترمنځ د سراسري اوربند لپاره ورته جدي هڅه ونه شوه؟ ولې د افغان وینې تویېدل تر وروستیو شېبو دوام وکړ؟ او ولې د سولې تر ټولو ستره غوښتنه، چې د افغانانو ترمنځ د جګړې درول وو، عملي نه شوه؟
که نن د مشروعیت، ثبات او ملي ګټو خبره کېږي، نو همدا معیارونه باید د پرون پر پرېکړو هم تطبیق شي. تاریخ یوازې د مخالفینو اعمال نه ثبتوي؛ د ټولو لورو دریځونه، بدلونونه، تړونونه او پرېکړې هم ثبتوي.
بله پوښتنه دا ده چې که سبا یو ځل بیا امارت له ورته وضعیت سره مخ شي، نو کوم تضمین شته چې د هغه د امارت د پخوانیو غړو یا چارواکو په څیر به د نن ورځ د امارت چارواکي بیا د بل نظام، بل جمهوریت یا بل سیاسي جوړښت ملاتړ ونه کړي؟ که دا کار پرون د مصلحت او سیاست له مخې روا و، نو ولې باید سبا ناممکن ونه ګڼل شي؟
تاریخ د ټولو بدلونونو، دریځونو او پرېکړو شاهد دی؛ اشخاص او نظامونه تېرېږي، خو حقایق او اسناد پاتې کېږي. وروستۍ پرېکړه به نه یوازې د تاریخ په محکمه کې، بلکې د الهي عدالت په هغه محکمه کې هم کېږي چې نه پکې څه هېرېږي او نه د چا حق ضایع کېږي.
موږ نه غواړو تبلیغات وکړو؛ زموږ په ارشیفونو کې د ویلو لپاره ډېر څه شته. باور لرو چې تاریخ به هر څه روښانه کړي، ځکه تاریخ په خپلو قضاوتونو کې پر هېچا رحم نه کوي او تر ډېره عادل وي.
راشئ د ملګرو ملتونو لپاره د تحریک طالبان د امارت د پخواني استازي، عبدالحکیم مجاهد، څرګندونې واورو او د هغه خبرې له عملي دریځونو سره پرتله کړو. موږ هغه وخت هم د سولې، ورورولۍ او له جګړې څخه د خلاص افغانستان طرحه وړاندې کړې وه. خو په هغه مهال چې دوی د قدرت پر ګدۍ، لکه نن، تکیه لرله، انتخابات او د ملت په رایه او اراده ولاړ نظام یې «علماني» او «سیکولر» باله او د هر ډول سیاسي جوړجاړي مخالفت یې کاوه، تر دې چې هېواد د اشغال تر شرایطو ورسېد.
هغه وخت هم د تبلیغاتو جګړه روانه وه. د کابل د جګړو او د قربانیانو د شمېر په اړه د امریکا او بي بي سي د تبلیغاتو تر اغېز لاندې د شپېتو زرو کابلیانو د وژل کېدو کیسې تکرارېدې. بېلابېل روایتونه وړاندې کېدل. خو له دې هاخوا، په تالقانو، مزارشریف او د شمالي په نورو سیمو کې زرګونه افغانان ووژل شول؛ داسې افغانان چې که موافق وو او که مخالف، د همدې خاورې بچیان وو. د دشت لیلي او قلعه جنګي پېښې لا هم د افغانستان د معاصر تاریخ له ترخو او جنجالي فصلونو څخه ګڼل کېږي. په هغو کلونو کې د جګړې په سیالی کی له توپونه، ټاکونه تر جهازونو پوری هرنګه اسلحو اور د ګڼو ولایاتو پر انسانو، حیواناتو او طبیعت یو شان اغېز وکړ او د رحم او زغم لمن تر ډېره ټوله شوه.
وروسته د شل کلن اشغال پر مهال هم افغانانو دروند قیمت ورکړ. له بمبارونو تر چاپو، له چاودنو تر هدفي وژنو، د جګړې بار تر ډېره د افغانانو پر اوږو و. آن د امارت د شورا ځینې غړي او مشهور قومندانان هم له دې برخلیک څخه خوندي نه پاتې شول؛ له ملا منصور دادالله او ارسلا رحماني څخه تر ملا منان نیازي او ملا مهدي پورې.
له بلې خوا، همدا ښاغلی عبدالحکیم مجاهد او لسګونه نور پخواني وزیران، والیان او قومندانان، له معتصم آغاجان څخه تر مولوي قلمالدین، له ملا سلام راکټي څخه تر ملا محمد خاکسار، له ملا باز محمد څخه تر وکیل احمد متوکل او مولوي ضعیف پورې، د جمهوریت له نظام سره یوځای شول. دوی د خپلو پخوانیو مشرانو د امنیت د تضمین غوښتنه کوله او ویل یې چې مقاومت به نه کوي.
عبدالحکیم مجاهد په ۲۰۰۵ کال کې د حامد کرزي له حکومت سره یوځای شو او په ۲۰۱۰ کال کې د سولې د عالي شورا مرستیال او غړی وټاکل شو. هغه یوازې نه و؛ د امارت د پخوانۍ رهبرۍ لسګونه نور غړي هم په همدې لاره ولاړل.
پوښتنه دا ده: که د کرزي حکومت «علماني» او «نامشروع» و، نو ولې ورسره یوځای شول؟ او که له هغه نظام سر�� یوځای کېدل مشروع و، نو د مشروعیت او نامشروعیت معیار څه و؟ آیا معیار اصول وو، که شرایط او مصلحتونه؟
همدارنګه د دوحې د مذاکراتو او تړون موضوع هم د جدي بحث وړ ده. په داسې حال کې چې له بهرنیو ځواکونو سره د تفاهم او د جګړې د کمېدو خبرې روانې وې، له افغان لوري سره جګړه دوام درلود. په ډېرو سیمو کې هره ورځ افغانان وژل کېدل؛ که نظامي وو او که ملکي. د هغه وخت د حکومت مشرتابه په وار وار ادعا کوله چې د جګړې اصلي قربانیان افغانان دي او هره ورځ ۳۰۰ کسان وژل کیږي او په دغه له دوه کلو کمه موده کي یوسل او ولس زره ۱۱۷۰۰۰ افغنانو ته مرګژوبلې اوښتي.
دلته اساسي پوښتنه دا ده چې که له به��نیو ځواکونو سره سیاسي تفاهم او د جګړې د پای لپاره مذاکرات ممکن وو، نو ولې د افغانانو ترمنځ د سراسري اوربند لپاره ورته جدي هڅه ونه شوه؟ ولې د افغان وینې تویېدل تر وروستیو شېبو دوام وکړ؟ او ولې د سولې تر ټولو ستره غوښتنه، چې د افغانانو ترمنځ د جګړې درول وو، عملي نه شوه؟
که نن د مشروعیت، ثبات او ملي ګټو خبره کېږي، نو همدا معیارونه باید د پرون پر پرېکړو هم تطبیق شي. تاریخ یوازې د مخالفینو اعمال نه ثبتوي؛ د ټولو لورو دریځونه، بدلونونه، تړونونه او پرېکړې هم ثبتوي.
بله پوښتنه دا ده چې که سبا یو ځل بیا امارت له ورته وضعیت سره مخ شي، نو کوم تضمین شته چې د هغه د امارت د پخوا��یو غړو یا چارواکو په څیر به د نن ورځ د امارت چارواکي بیا د بل نظام، بل جمهوریت یا بل سیاسي جوړښت ملاتړ ونه کړي؟ که دا کار پرون د مصلحت او سیاست له مخې روا و، نو ولې باید سبا ناممکن ونه ګڼل شي؟
تاریخ د ټولو بدلونونو، دریځونو او پرېکړو شاهد دی؛ اشخاص او نظامونه تېرېږي، خو حقایق او اسناد پاتې کېږي. وروستۍ پرېکړه به نه یوازې د تاریخ په محکمه کې، بلکې د الهي عدالت په هغه محکمه کې هم کېږي چې نه پکې څه هېرېږي او نه د چا حق ضایع کېږي.
وروره، که معیار اسناد، ائتلافونه او عملي سابقه وي، نو دا معیار باید پر ټولو یو شان تطبیق شي، نه یوازې پر حزب اسلامي.
له دوستم سره ائتلاف چا وکړ؟
په هرات او شینډنډ کې د اسماعیل خان پر مرکزونو بمبار د چا په همغږۍ او ملاتړ ترسره کېده؟
له احمد شاه مسعود سره سیاسي او نظامي تفاهمات میدان شار کي چا لرل؟
او ولې هغه ائتلافونه مصلحت بلل کېږي، خو د حزب اسلامي هر اقدام خپل منځي جګړه ګڼل کېږي؟
تاسو د حزب اس��امي د درې یا څلورو جګړو حساب اخلئ، خو د تېرو ۳۵ کلونو جګړې، په ځانګړي ډول د شلو کلونو وروستۍ جګړه، ولې له همدې ترازو نه تېرېږي؟
که د افغان وینه معیار وي، نو د هر افغان وینه ارزښت لري؛ که په کابل، کندهار، میدان وردګو او یا بل هر ځای کې توی شوې وي.
د دوحې تړون له امریکایانو سره وشو، ۱۸ میاشتې عملي اوربند له امریکایانو سره و، خو جګړه له افغانانو سره روانه وه.
که نن د نورو له ائتلافونو، تړونونو او سیاسي پرېکړو پوښتنه کېږي، نو د همدې دورې د تړونونو، تعهداتو او نه خپرو شویو ضمایمو پوښتنه هم مشروع ده.
زما خبره دا ده چې تاریخ باید په یوه معیار وارزول شي.
که ائتلاف، تړون او عملي سابقه د قضاوت معیار وي، نو دا معیار باید پر ټولو یو شان تطبیق شي؛ نه دا چې د یوه لوري تېروتنې اجتهاد او د بل لوري کړنې جرم وبلل شي.
که د صداقت، شفافیت او شرعي مشروعیت دعوه کېږي، نو د کوم شرعي دلیل له مخې خپل امیر نږدې شپږ کاله له وفات وروسته هم ژوندی معرفي کېده او حقیقت له ولس او خپلو پلویانو پټ ساتل کېده؟
که دا کار روا و، شرعي دلیل یې څه و؟
او که روا نه و، نو ولې یې نن هم صریح اعتراف او محاسبه نه کېږي؟
حکمتیار صاحب د خپل سیاسي او جهادي مسیر له پیل څخه تر نن پورې د شرق او غرب د اشغال او لاسوهنې پر ضد دریځ خپل کړی او تاریخ شاهد دی چې له هېڅ نړیوال قدرت سره یې د افغانستان د برخلیک په اړه پټ یا ښکاره تړون نه دی کړی.
پوښتنه دا ده: که د استقلال او خپلواکۍ دعوه کېږي، نو بیا ولې له دواړو قدرتونو سره تړونونه او تفاهمات ترسره شول؟
ولې د ځینو قراردادونو جزئیات تر اوسه له ولس پټ ساتل شوي؟
او ولې د نورو سیاسي جریانونو اړیکې وابستګي بلل کېږي، خو خپلې معاملې سیاسي حکمت؟
تاریخ باید په یوه معیار ولوستل شي؛ هغه څه چې بل ته عیب ګڼل کېږي، د ځان لپاره یې فضیلت نه شي کېدای.
حزب اسلامي د خپل تأسیس له ورځې د هر ډول بهرني تسلط او لاسوهنې پر ضد د مبارزې دعوه کړې ده.
که تاسو کوم معتبر سند لرئ چې حزب اسلامي دې له شرق یا غرب سره د افغانستان د ملي او اسلامي ګټو پر ضد کوم تړون یا معامله کړې وي، شریک یې کړئ؛ زه به یې په خلاص ذهن مطالعه کړم.
همداراز، که غواړئ خلک د امارت ملاتړ وکړي، نو د امارت اساسنامه، مرامنامه، سیاسي او فکري تګلاره، او د غړو حقوق او مسؤ��یتونه هم له ولس سره شریک کړئ، څو خلک یې په علمي او منصفانه ډول وارزوي.
د اشخاصو تر منځ د سپکاوي او احساساتي خبرو پر ځای، غوره ده چې د نظریاتو، برنامو او عملي لاسته راوړنو په اړه بحث وشي.
اختلاف طبیعي دی، خو انصاف دا دی چې هر جریان د خپلو اسنادو، برنامو او کړنو له مخې وارزول شي، نه یوازې د پلویانو او مخالفانو د احساساتي دریځونو له مخې.
زموږ مشر به امير وي نه آمر؛ امور به سمبالوي نه فرمانونه صادرول؛ د الله تعالى احكام به پلي كوي نه خپل احكام؛ له ولس سره به هم په مشوره ځان داسي مكلف گڼي چي په هيڅ څه كي به د دوى له موافقې او رضايت پرته هيڅ تصرف نه كوي او هم به د هغوى په وړاندي ځان مسئول گڼي.
هغه چا چي امیر ته ئې د زعامت ا��انت سپارلى؛ دا به د هغوى حق گڼي چي كله دا امانت بېرته ترې اخلي او بل ته ئې سپاري.
كار به هغه چا ته سپاري چي هم امين وي او هم د اړوند كار تر سره كولو اهليت، پوهه او استعداد ولري؛ داسي نه چي د قدوري ملا د انجنيري پوهنځي رئيس وټاكي.
امیر به تل د اسلام دا ځلانده لارښوونه خپلي مخي ته نيسي چي فرمايي:څوك چي د مسلمانانو امير شي؛او هغه پر دوى داسي څوك دقرابت،قومولۍ او رفاقت له مخي وگماري چي تر ده غوره او اهل كس په مسلمانانو كي موجود وي؛نو په دې گمارني سره ئې له الله تعالى سره خيانت كړى،هم له پيغمبر او ټول امت سره.
حکمتیار
د مذهبي مسائلو په اړه به داسي دارالافتاء جوړوو چي هر غړى به ئې اسلام ته ژمن، په قرآن او حديث پوه، متقي او په ولس كي د اعتبار خاوند وي؛ دارالافتاء او مفتيان به ئې د وحدت او يووالي مدافعين وي نه د تفرق او تشتت عاملين؛ په دې سره به د هغو خپلسرو فتواگانو مخنيوى كوو چي په غرض او مرض ككړ مفتيان ئې وركوي، كله له حلال حرام او له حرام حلال جوړ كړي او كله له فرض عين مباح او فضيلت، حتى د الله تعالى د څرگند حكم خلاف غلطي فتواگاني وركوي؛ قرآن به څرگندو الفاظو او په مكرره توگه وايي چي امر بالمعروف او نهي عن المنكر د هر مؤمن فريضه ده؛ خو دا ښاغلى به دا فريضه تحريموي او عامل به ئې په سخت مجازات گواښي!! په داسي حال كي چي د خير لوري ته بلنه، پر ښېگڼو گمارنه، د ظلم، فساد او خيانت مخنيوى، د ظالم مقابل�� او د مظلوم ملگرتيا د هر مسلمان هغه الهي فريضه ده چي د قرآن په گڼ شمېر آيتونو كي ئې مسلمانان پرې گمارلي او د دې فريضې په اداء كولو كي ئې بې اعتنائي، كمى او قصور د بدو پايلو او ستر الهي عذاب سبب گڼلى
حکمتیار
إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ
په تاسو کې تر ټولو عزتمند او د قدر وړ هغه څوک دی چې تر ټولو زیات متقي وي. دلته نه دي ویل شوي چې ښځه ده که نارینه، غریب دی که شتمن، ملا دی که عام ولس. یعنې یوه تقوا داره ښځه تر هغه نارینه غوره ده چې تقوا ونه لري.
خو دا خلک ستاسو تقوا ته نه ګوري، بلکې ستاسو ټولنیز حالت ته ګوري. یعنې هغه څه چې په قرآن کریم کې راغلي او د الله تعالی کلام دی، له پامه غورځوي او ستاسو شتمنۍ او ظاهري بڼې ته لومړیتوب ورکوي.
اوس د طالبانو د مشر له خوا د افغانانو د وهلو او ټکولو اجازه ورکړل شوې ده.
موږ څو څو ځله و��یدل چې طالبانو په عام محضر کې افغانان وهلي او ټکولي دي.
دا هماغه د جزايي اصولنامې برخه ده چې د طالبانو د محکمو لپاره د هبت الله له خوا توشیح شوې
په دې اصولنامه کې افغانان د ټولنیز مقام له مخې په بېلابېلو طبقو وېشل شوي دي؛ لکه علما، اشراف، منځنۍ طبقه او ټیټه طبقه. او د یوه ورته جرم لپاره بېلابېلې سزاوې ټاکل شوې دي.
د اصولنامې په متن کې راغلي چې:
که یو دیني عالم تېروتنه وکړي، یوازې ورته سپارښتنه کېږي.
او که یو بانفوذه یا د اشرافو له ډلې څوک تېروتنه وکړي، نو احضار او سپارښتنه ورته کافي ګڼل کېږي.
خو د ټولنې د عادي او منځنۍ طبقې خلکو لپاره د همدې تېروتنې په بدل کې لنډمهاله بند ټاکل شوی دی.
او د ټیټې طبقې، یعنې د وطن د تر ټولو مظلوم قشر لپاره، له بند سره بدني سزا هم ذکر شوې ده.
هغه څه چې د نړۍ ټولو انسانانو د سلګونو کلونو په اوږدو کې د له منځه وړلو لپاره هڅې کړې وې، د طالبانو مشر په ډېرې اسانۍ پر یوه ملت تحمیل کړ.
إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْل�� وَالْإِحْسَانِ
(سوره نحل، آیت ۹۰)
دلته الله تعالی بیا امر کوي چې عدالت وکړئ او نېکي ترسره کړئ. یعنې هلته تبعیض نشته، قومي تبعیض هم نشته. دا چې څوک درسره په نظر کې مخالف وي، هغه ته سپکاوی وشي، سزا ورکړل شي او یا اړ شي چې له وطنه وتښتي، دا عدالت نه دی.
دا چې ټول هېواد د کندهار په واک کې وي، دا هم عدالت نه دی او د قرآن کریم له عدالت سره هېڅ اړخ نه لګوي. عدالت د هغو ټولو کړنو خلاف دی چې پکې عدالت تر پښو لاندې کېږي.
دا چې یوازې طالب تر ټولو غوره وګڼل شي، او د هر کار لپاره یوازې طالب وړ وبلل شي، او نورو افغان مسلمانانو ته په سپکه سترګه کتل، دا عدالت نه دی.
حتی که له تعلیم ��ره دښمني کېږي، حتی که کار اهل انسان ته نه سپارل کېږي، حتی که داسې شرایط رامنځته کېږي چې زموږ تر ټولو غوره افغانان هېواد پرېږدي؛ دا ټولې بېعدالتۍ دي او د الله تعالی د صریح حکم نه منل دي.
دوی حتی انسانان په طبقو وېشي؛ دا د جهالت او غلامۍ د دورې پاتې دود دی. اسلام د برابرۍ او عدالت دین دی.
په طالبانو کې یوازې دا مهمه ده چې له دوی سره دې اړیکه وي، نوم دې طالب وي، د دوی په صفونو کې دې وخت تېر کړی وي. دوی ته تخصص او اهلیت اهمیت نه لري.
حبیب الرحمن حکمتیار
تاسو ته دین، د الله تعالی کلام، سنت او د عالم اسلام د علماوو اجماع مهمه ده که د یو شخص شخصي غوښتنې او له دین څخه د هغه خاص تفسیر؟
خدای دې وکړي چې طالب ورونه متوجه شي او خپل دین او دنیا دې خرابه نه کړي.
د خدای کلام دې ومني، نه د هغه چا چې د خدای کلام نه مني او هر څه یې په ږیره، لونګي، له انټرنېټ، ټلویزیون او تعلیم سره په دښمنۍ کې خلاصه کړي.
راځئ لږ په دې بحث وکړو چې اطاعت باید په پټو سترګو وي که نه؟ هغه څوک چې خپله د خدای امر نه مني، خو نورو ته وایي چې زما اطاعت د الله اطاعت دی، آیا د هغه اطاعت سم دی؟
په قرآن کریم کې داسې ویل شوي:
أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنكُمْ ۖ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ
(سورة النسا��: 59)
د الله اطاعت وکړئ، د رسول اطاعت وکړئ، او له چارواکو اطاعت وکړئ. که په کوم شي کې مو اختلاف پیدا شو، هغه الله او رسول ته ور وګرځوئ.
په دې آیت کې دا هم ویل شوي چې که له چارواکو سره شخړه رامنځته شي، نو هغه باید د الله او رسول لوري ته راجع شي. خو ځینې خلک یوازې د آیت یوې برخې ته ګوري او بلې ته یې نه ګوري. له بد نیت دا کار کوي او د الله کلام تحریفوي. دوی هېڅ اجازه نه ورکوي چې څوک پرې نیوکه وکړي، تر څو خلک د قرآن او سنتو په رڼا کې قضاوت وکړي او د الله حکم پر ځای شي.
الله تعالی امر کوي چې په خپلو چارو کې له یو بل سره مشوره وکړئ. پام وکړئ چې الله امر کوي؛ یعنې یوازې سپارښتنه نه ده، بلکې حکم دی:
وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ
(سورة الشورى: 38)
او د هغوی چارې په خپل منځ کې په مشوره سره وي.
خو ته د الله دا امر نه منې او افغان مسلمان ولس د مشورې وړ نه بولې. د ده منطق او فکري تګلاره له دې څخه معلومېږي چې انټرنېټ، موبایل او ټلویزیون حرام ګڼي، د نجونو تعلیم هم حرام بولي، حتی د تعلیم ارزښت یې بېخي ختم کړی او له پوهنتون سره یې دښمني اخیستې ده.
زه له ټولو انساني ارزښتونو سره جوړ یم، ځکه باور لرم چې اسلام هم له ټولو انساني ارزښتونو سره جوړ دی. زه له ټکنالوژۍ سره دښمني نه لرم، ځکه ایمان لرم چې اسلام هم له ټکنالوژۍ سره دښمني نه لري.
اوس یو کس په دې خفه کېږي چې ورته ووایې: «دا کار دې مطلق غلط او حماقت دی!» خو په دې نه خفه کېږي چې ولې غلط کار کوي، بلکې په دې خفه کېږي چې ته ولې ورته وایې چې دا کار غلط دی.
چې په هره خوا یې تاو کړي، دا دوی دي چې غیر اسلامي کړنې ترسره کوي، د الله اوامرو ته غاړه نه ږدي، یوازې خپلو ګټو ته ګوري او اسلامي رنګ ورکوي. یوازې ځان غولوي. ټول�� اسلامي نړۍ د دوی په کړنو تأسف کوي او دا ورته له دین، ایمان، عقیدې او انسانیت سره دښمني ښکاري. ولې باید مسلمان افغانان له وطنه هجرت ته مجبور شي!؟
شرم است ، چند روز قبل به من و دیگران فحش و طعنه می دادند تا در رسانه های اجتماعی از طالبان در جنگ با پاکستان حمایت کنیم. این تبلیغات بر برخی سطحی نگران تاثیر هم داشت ، یک جنرال تصور می کرد وظیفه قوای سرحدی طالبان به او داده خواهد شد و به لابی گر طالبان تبدیل شد ، طالبان هم ترانه می ساختند که اسلام آباد را نیز فتح میکنیم و پرچم سفید خود را بر آن برافراشته خواهیم کرد، هر روز خبر نشر میکردند که تعدادی از پوسته های نظامیان پاکستان را در مرز با افغانستان سقوط داده اند، در حالیکه همه دروغ بود و حتی پوسته های خود را نیز تخلیه کرده اند زیرا پاکستان حتی اجازه نمی دهد که اینها از پوسته های خود در مرز استفاده کنند، می گفتند پاسخ هر حمله را خواهند داد ، در حالیکه امروز حتی از نشر خبرها و تصاویر حملات پاکستان نیز جلوګیری می کنند، و باز شاهدیم که خاین ترین چهره ها در جمهوریت به لابی کردن به طالبان روی اورده اند. امروز که طالبان حتی سکوت کرده اند و دست از تبلیغات برداشته اند اما این چهره های خاین جمهوریت دست از چاپلوسی به طالبان بر نمی دارند و برای خوشی طالب استین بالا زده و به حمایت طالب می پردازند یعنی تمام ارزش های که آنان در جمهوریت به آن باور داشتند دروغ بود، نمی دانم چرا تصور می کند مردم این تغییر چهره را درک نمی کنند و به جایګاه آنان پی نمی برند. در حالیکه مشکلات ما از نبود یک حکومت مشروع است تا جهان آنرا به رسمیت بشناسد.اما این خاینین حتی به آن اشاره هم نمی کنند.
امروز طالب در مقابل حملات پاکستان سکوت اختیار کرده، آنان دستور داده اند تا برای بدست آوردن رضایت پاکستان اعضای تی تی پی را دستگیر و زندانی کنند، میگویند برای پایان دادن به تنش آماده هستیم و دیپلوماسی را به چاپلوسی تغییر داده اند و می گویند اگر پاکستان یک قدم پیش شود ما دو قدم پیش می شویم ، از نشر خبر و تلفات حملات هم به خاطر پاکستان جلوگیری می کنند و حتی وزارت خارجه با مشوره پاکستان در قبال حملات متن تهیه می کند. دیګر خبری از ان احساسات نیست. متوجه شدند که زمان جنګ های چریکی پایان یافته و دیګر نمی توانند فیر کنند و فرار کنند، بلکه باید در ارګ و قول اردوهای خود حضور داشته باشند و حفظ آن سخت است.
به هر حال من تصور می کنم وضعیت بین دو کشور ��ه همین راحتی بهبود نخواهد یافت. هند از این فرصت استفاده خواهد کرد و به طالبان بیشتر نزدیک خواهد شد، نقش آن قوی تر و پر رنګتر خواهد ګشت، این جنګ کینه بین دو کشور را افزایش داده و اګر صلحی هم بوجود آید موقتی خواهد بود و پاکستان جایګاه خود را در افغانستان به شدت از دست خواهد داد ، اعتماد دوباره احیا نخواهد شد و بلاخره اینکه ممکن شاهد اینده بدی برای طالبان باشیم.
ما از همان روز اول معقول می اندیشیدیم، بر احساسات خود کنترول داشتیم، می دانستیم این بازار ګرمی و فحاشی به دیګران از سوی طالبان مدیریت می شود، اگر امروز ما مشروعیت نداریم و حکومت مارا جهان به رسمیت نمی شناسد تقصیر هیچ افغانی نیست و تنها طالب ملامت است ، اگر جنگی بر کشور ما تحمیل می شود عامل اصلی آن طالب است، هیچ افغانی دیگری به گروه تی تی پی و گروه های تروریستی دیگری در کشور ما جای نداده و این گروه ها تنها با طالبان بیعت دارند. این اعضای طالبان هستند که در صفوف تی تی پی در پاکستان دست به کشتار می زنند، تنها طالب است که به امر خدا در قرآن کریم به اینکه می فرماید کار را به اهل ��ن بسپارید توجهی ندارد و تنها طالب است که به امر خدا در اینکه در امور مشورت کنید را نمی پذیرد و مردم را به دیده جاهل می نګرد و خود را برتر می شمارد. در این دو مورد امر خدا را نمی پذیرد اما زورش را از ریش و لونګی می کشد تا خود را نظام اسلامی جلوه دهد!!!!! او از تعلیم زنان جلوګیری می کند و با تعلیم دشمنی دارد، او انترنت و مبایل و تصویر را حرام می داند ، بهترین کدرها از کشور فرار می کنند و مهاجرین با بدترین وضعیت روبرو هستند اما اینان درد آنانرا نه اینکه احساس نمی کنند بلکه با بی پروایی و لهجه زشت مهاجرین بدبخت را ملامت می کنند.
مسولیت آنچه بر کشورما می آید بر دوش مسولین است. هیچ منتقدی مسولیت بدبختی ها را بر دوش نخواهد داشت، ما همه وطن خود را دوست داریم و آینده بهتر برای آن می خواهیم. آنرا حق خود می دانیم که به عنوان یک افغان مسلمان وطن دوست برای بهبود وضعیت مردم و کشور صدای خود را بلند کنیم.
در اخیر به تمام خانواده های که عزیزان خود را در بمباران از دست دادند تسلیت عرض میکنم. روحشان شاد و جنت جایگاه همیشگی شان. با تاسف فراوان که تحت رهبری طالبان افغانها شاهد این جنګ و کشتار بوده اند.