د کابل یو ځوان: کاروبار او عاید به وروسته هم پیدا شي، خو د هېواد امنیت او ارامي تر هر څه مهم دي.
نوموړی وايي، که هره ورځ یوازې ۱۰۰ افغانۍ هم وګټو، خو په ډاډه زړه او له وېرې پرته ژوند وکړو، همدا لوی نعمت دی.
هغه د کابل د بیارغونې او بدلونونو هرکلی هم کوي. ❤️
د دفاع وزير وينا
دا ډېر ځورېدلی او مظلوم ولس دی؛ پام کوه چې له در څخه خفه نه شي
د چکپینټ طالب تاته وايم،پولیسو، اردو او استخباراتو ،ستاسو ښه چلند د ټول نظام استازیتوب کوي. له ولس سره ښه اخلاق، نرم چلند او درناوی د نظام د محبوبیت او باور بنسټ جوړوي.
د ولس زړونه په ښه رویه وګټئ
د قوشتپې کانال لومړۍ ګټه؛ له وارداتو څخه تر صادراتو! 🌾
افغانستان نور د ګاونډيانو له محتاجۍ څخه د خلاصون پر لور روان دی.
هغه وریجې چې پخوا مو له پاکستان او هند څخه واردولې، اوس به یې پر ځای خپلې کورنۍ غوري وریجې تولید او د نړۍ بازارونو ته صادرې کړو