«و يوه أمير ته، و يوه إمام ته د مؤمنانو شرعي ضرورت دی، تر څو د دوی تر مېنځ اختلاف ختم کړي، د شريعت أحکام نافذ کړي، دا يو مادي ضرورت ندی بلکي د معنوي ضرورت پر أساس و يوه أمير ته اړتيا ده»شيخ الاسلام حفظه الله.
أو دا خبره دده نه، بلکي عين د شريعت مطهره جزئيه ده، لکه دا عبارت د فقهاء کرامو «ثم لا بد للناس من نصب إمام يقوم بمصالحهم، من إنصاف المظلوم من الظالم، وقطع المنازعة بين الأنام، وقهر المتغلبة والمتلصصة وقطاع الطريق، وإقامة السياسة على العوام، والحراسة لبيضة الإسلام، وإقامة هذه الأمور واجبة، وما لا يمكن إقامة الواجب إلا به يكون واجبا»
دا عالم به پيژنئ که يا ، خو انقلابي بيا يې کړي ده !
یوازې ۹۰ ثانیې؛ خو د امت د واکمنانو او پوځي مشرانو پر وړاندې له اوره ډکه او بېپروا وینا!
د اسلامي نړۍ نوموتي عالم، شیخ محمد حسن الددو، له حمد او ثنا وروسته د اسلامي امت واکمنانو، امیرانو، پاچاهانو او پوځي قوماندانانو ته په ښکاره وویل:
«موږ دا خبرې په لوړ غږ د جمهوررئیسانو، واکمنانو، امیرانو، پاچاهانو او د خپلو پوځونو ټولو قوماندانانو ته کوو:
الله دې هغو وسلو ته برکت نه ورکوي چې د مسلمانانو په لاس کې دي، خو د هغوی د عزت او حرمت دفاع نه پرې کېږي! الله دې هغه پوځ ته هم برکت نه ورکوي چې د مسلمانانو له عزت او مقدساتو دفاع نه کوي!
الله دې هغو ټانکونو او الوتکو ته برکت نه ورکوي چې همدا اوس د حرکت اراده نه لري! او الله دې هغو توپونو ته برکت نه ورکوي چې همدا اوس خپلې مرمۍ نه توغوي!
الله دې هغو رسنیو ته برکت نه ورکوي چې شپه او ورځ په خپلو خبرو د خلکو غوږونه او سرونه بوخت ساتي، خو د الله د رضا او د حق د ملاتړ لپاره میدان ته نه راوځي!
ما مخکې هم یادونه کړې چې عرب د دوو دولتونو د حل لپاره ډولونه وهي، خو صهیونیستان د اتو هېوادونو د اشغال لپاره ډولونه وهي! د دوو دولتونو او اتو هېوادونو ترمنځ څومره لوی توپیر دی!
نو اې زما وروڼو او خویندو! اې هغو کسانو چې اورئ او وینئ! او اې هغو کسانو چې دا خبرې دررسېږي! باید پوه شو چې زموږ مسؤلیت ستر دی، وخت پر چا رحم نه کوي؛ موږ ��اید چټکتیا وکړو، بیړه وکړو او بیا هم بیړه وکړو!
دا مې هغه څه وو چې ویل مې، له الله تعالی څخه د ځان او ستاسو لپاره بښنه غواړم.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.»
الله تعالی دې د ده په څېر علما وساتي؛ هغه علما چې کله ناکله له منبرونو څخه د واکمنانو پر وړاندې په داسې څرګندو او بېمصلحته الفاظو غږ پورته کوي، څو هغوی خپل ستر مسؤلیت ته متوجه کړي او د الله پر وړاندې پرې حجت تمام شي.
که بنیامین نتانیاهو واک له لاسه ورکړي، ایا د ایران، غزې او لبنان په اړه به د اسرائیل سیاستونه بدل شي، که یوازې د لومړي وزیر څېره بدله شي؟ د اسرائیلو د پوځ پخوانی لوی درستیز ګادي آیزنکوټ له نتانیاهو سره د سیالۍ په حال کې دی، او اصلي پوښتنه دا ده چې ایا نوی حکومت به د اسرائیلو پوځي