دې امت ته د رجالو ضرورت دی
طالب العلم زابلي
له حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روايت دی چې يوه ورځ يې خپلو ناستو کسانو ته وويل: هيلې وکړئ.
يوه سړي وويل: زما هيله دا ده چې دا کور له سرو زرو ډک وای او ما دا ټول سره زر د الله په لار کې لګولي وای.
بيا حضرت عمر رضي الله عنه وفرمایل: هيلې وکړئ.
بل سړي وويل: زما هيله دا ده چې دا کور له ملغلرو، زبرجدو او قيمتي جواهرو ډک وای، تر څو د الله تعالی په لار کې مې لګولي او صدقه کړي وای.
بيا حضرت عمر رضي الله عنه فرمايل: هيلې وکړئ.
خلکو وويل: اې امير المؤمنينه! موږ نه پوهېږو څه هيله وکړو؟
نو حضرت عمر رضي الله عنه وفرمایل:
«زما هيله دا ده چې دا کور د ابو عبيده بن الجراح، معاذ بن جبل، سالم د ابو حذيفه آزاد شوي مريي او حذيفه بن اليمان رضي الله عنهم په څېر سړيو ډک وای.»
(فضائل الصحابه، لامام احمد بن حنبل، جلد ۲، مخ ۷۴۰، اثر نمبر ۱۲۸۰)
حضرت عمر رضي الله عنه د مال هيله ونه کړه، بلکې د سړيو هيله يې وکړه.
نن مالونه شته، خو موږ رښتيني سړي غواړو، داسې سړي لکه صحابه کرام رضي الله عنهم، تر څو الله تعالی د هغوی رښتينولي قبوله کړي او زموږ مرسته وکړي، ځکه نصرت پر الله تعالی باندې په ايمان، تقوی، صداقت، اخلاص، صبر او يقين سره راځي.
که ټوله دنيا هم مال او وسلې وي، خو داسې سړي پکې نه وي چې د الله تعالی دين په رښتيا پورته کړي، نو هغه مال او وسلې به هېڅ ګټه ونه کړي.
حقيقي نصرت یوازې او یوازې د الله تعالی له لوري دی:
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ [سُوۡرَةُ محَمَّد : ۷]
«اې مؤمنانو كه تاسې د الله (له دين) سره مرسته وکړئ، نو هغه به له تاسې سره مرسته وکړي او ستاسې قدمونه به كلك کړي.»
ريښتینی سړی
حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه فرمايي:
”ماته هغه سړی خوښېږي چې د خپل کور او کورنۍ ترمنځ د ماشوم په شان (نرم، خوشاخلاقه او مینه ناک) وي، خو کله چې د کوم جدي او مهم کار وخت راشي، نو بشپړ نارینه او قوي شخصیت ترې جوړ شي.“
(شعب الإيمان، ج ۱۰، ص ۴۸۹)