#واورئ
کورنی دښمن سل چنده له بهرني دښمن خطرناک وي. دغه تښتېدلي ټامیان، دیموکراتان بلا او بدتر، تر پاکستان هم ډېر مضر ثابت شوي دي. دومره سپینسترګي دي چې زه د پاکستان تر برید لاندې یم، شهیدان او په وینو کې لتپت ماشومان راته پراته دي، خو دوی د دې پر ځای چې د شهیدانو او ټپیانو په غم کې راسره شریک شي، پر ما ملنډې وهي او پیغورونه راکوي. همدوی دي چې همدا تیره هفته یې د پاکستان په مجللو هوټلونو کې غونډې رابللې وې او د هیواد پر ضد یې دسیسې جوړولې. له دوی څخه دا تمه مه کوئ چې زموږ ترڅنګ به ودرېږي؛ والله چې مړي مو هم در وپلوري. اول همدوی ټکول غواړي بیا پاکستان!
شل کاله دلته امریکایان او د نړۍ ستر بدمعاشان او قاتلان موجود وو. هره دقیقه، هره ورځ او هره شپه وطن تر اشغال او تېري لاندې و. هره ورځ زموږ پر ښارونو او کلیو بمبارۍ کېدې؛ واده، جنازه، جومات، مدرسه او ښوونځي به بمبارېدل، خو همدې سپکو او بېوجدانه غلامانو په ذهن کې آن دا خبره هم نه راګرځېده چې وطن اشغال دی.
خو نن چې پاکستان برید کړی، هماغه خلک ماته وايي: هله ورمنډه کړه، هله چې بېغیرته یې، هله چې پاکستان وطن ونیوو دا او دا.
نو ته چې نن د غیرت خبرې کوې، حیا هم نه درځي؟ د پنځوسو هېوادونو د اشغال پر مهال دې کله د پاکستان د بریدونو پر وړاندې همداسې غږ پورته کړی و؟ که هغه وخت چوپ وې، نو نن دا پیغورونه او دعوې څه مانا؟
حال داچې مونږ خو د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، مونږ خو پاکستان دې حال ته راوستلی چې نور په ځان خولې لګوي، لا به یې نورې چیغي هم واورئ.
قسم درته کوم، بیا هم په الله قسم چې امارت جګړه نه غواړي، دا ځل چې امارت راغلی، لویه هیله یې دا ده چې دا وطن ورغوي، سیال یې کړي، له محتاجۍ یې خلاص کړي او په دې برخه کې د جدي کار شاهدان تاسو هم یاست.
او پاکستان قسم کړی چې جوړولو ته مو نه پرېږدم. اوس که جنګ ته ځو، د دوی ارمان پوره کېږي، وطن بیا ورانېږي، که جنګ نه کوو دوی به همدې ظلم ته دوام ورکوي.
څه به کیږي؟ که داسې وي، نور زغم هم پای ته رسېږي، خو که جنګ ته لاړو، بیا که مو د بنګال تاریخ پرې تکرار نه کړ، لاړې را توف کړئ.
نو کوم خررر به لا زموږ د جګړې د کامیابۍ په اړه شکمن وي؟ جنګ خو موږ ته ډېر اسانه دی، له جنګه پیدا یو، خو لا مو انتخاب کړی نه دی.
تاسو لږ صبر وکړئ، پیغورونه مه راکوئ. مونږ لا تر اوسه د خپلو ټپیانو او شهیدانو په پالنه او ویر بوخت یو. عاجل زخمیان د هوا له لارې کابل ته رانقل شول او د شهیدانو د تدفین چارې لا هم روانې دي. یو ځل به مو شهیدان په ګور کړو، دښمني خو چا وړی نه ده، هسې هم دا بدي را په غاړه ده ګورو به سره.
#عاجل_او_دقیق
همدا اوس په خوست کې شپږ تنه وسلهوال غله له څلورو میله وسلو سره ونیول شول. دغو مجرمانو پرلهپسې غلاوې کولې، آن تر دې چې د خلکو تر وژلو یې لاس غځولی و، امنیت یې ګډوډ کړی و او په ټولنه کې یې وېره او ترهه خپره کړې وه. د امنیتي ځواکونو په چټکو، دقیقو او هدفمندو عملیاتو کې ژوندي ونیول شول. همدغه ډول که مخابراتي شبکې هم د خلکو پر شتمنیو او حقونو ښکاره غلا او استثمار ته دوام ورکړي، ډېر ژر به د قانون منګولو ته ولوېږي او له سخت او بېرحمه حساب سره به مخامخ شي.
ګورئ یارانو! د شبکو اقتصادي استثمار او فاحش غبن پر وړاندې غږ پورته کول د هر وګړي مشروع او قانوني حق دی. مخابراتي شبکو له خلکو بېدلیله آفغانۍ وهلي او غیرمنصفانه مالي چلند یې کړی، نو د دوی پر ضد شکایت کول، عریضې پرې کول او قانوني محاکمو ته یې راکشول د ولس حق دی.
خو باید هوښیار واوسو؛ ځکه ځینې عقدهمند او مغرض کسان له همدې فضا څخه د خپلو شخصي او سیاسي موخو لپاره استفاده کوي، نظام په نښه کوي او بېاساسه تورونه لګوي. نو ځکه کله ناکله د حق لپاره پورته شوی غږ هم که له تدبیر او بصیرت پرته وي، د دښمن د تبلیغاتي موخو په ګټه تمامېږي
#مهم
د شبکو په اړه مې تر اوسه څه نه وو لیکلي، خو د ګڼو ملګرو پرلهپسې زنګونو اړ کړم چې دا څو کرښې ولیکم.
حقیقت دا دی چې د دوی له ظلم، استثمار او اقتصادي اجحاف څخه ټول ولس خبر دی. دوی په ښکاره فاحش غبن کوي؛ یو جیبي چې دوی ته شاوخوا ۹ افغانۍ تمامیږي، په ۹۰ او آن ۱۰۰ افغانیو پر خلکو پلوري.
دا موضوع اوس د حساسو ادارو تر جدي ارزونې لاندې ده او د تخنیکي، مالي او حقوقي ابعادو د هر اړخیزې څېړنې لپاره د دوی ټول معلومات له مسؤلو تخنیکي ټیمونو څخه غوښتل شوي دي.
ډېر احتمال شته چې په نږدې راتلونکي کې د عدالت او ملي ګټو پر اساس یوه قاطع او نوی پرېکړه وشي.
د موضوع نور جزیات به هم بیا له تاسو سره شریک کړم.
پرون مې د اروپا د افغان کډوالو د بېرته ستنولو خبره وکړه، ځینو سمدستي په پاکستان کې د بندي افغانانو پیغور راکړ. خو حقیقت دا دی چې یوازې پرون او نن مو د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ۳۴۴ افغان کډوال راخوشې کړل او د تورخم او سپین بولدک له لارو مو خپل هېواد ته راستانه کړل.
موږ د خپلو هېوادوالو درد احساسوو؛ که د نړۍ په هر ګوټ کې وي، زموږ لپاره د سترګو تور او د زړه ټوټې دي. خو یو اصل روښانه دی څوک چې د خپل وطن پر ضد تخریب او دسیسې جوړوي هغوی د قانون له مخې د خپل عمل سزا ویني.
هو د خپلو خلکو پالنه او د قانون پلي کول دواړه زموږ مسئولیت دی او هېڅکله به یو د بل قرباني نه شي.
الله اکبر، سبحان الله!
څنګه یې ومنو، څنګه باور وکړو چې داسې مبارکې او سپېڅلې وینې دې پرهغې مبارکه خاوره تویې شوې وي او بیا دې هغه خاوره د اسلام په قلمرو کې شامله نه شي؟
د قاتل او ظالم پوځ له شتون څخه پاک مؤمن نظام به حتماً راځي، فقط انتظار وکړئ.
دا د ظلم، وحشت او استبداد تور څادر به حتماً شلېږي