د نظام په رأس کې مو علماء او شیوخ دي، دا شیوخ او علماء د افغاني اولس له منځه راټوکیدلي، د دې اولس په نبض خبر او مخوري څېرې په اولس کې هم دوی دي. نو له دوی سره ولس همغږی دی. همدا وجه ده چې په همدې ټولنه پردی فکر نه تحملیږي او خپل فکر پکې وده کوي.
دا د اسلام توغ دی، د دې پرچم تر سیورې لاندې او د شته قیادت تر امر لاندې به موږ خپل سرونه په لاس کې ایښي وي او هر قسم قرباني ته به تیار یو، که هغه د سر، مال او قلم په برخه کې وي یا نورو کې.