🇮🇷
ایران د ترکیې، سعودي او پاکستان له دفاعي تړون نه اندېښمن نه دی
د ایران په وینا، د سیمې هېوادونه اوس دې پایلې ته رسېدلي چې د خپل امنیت لپاره پر امریکا تکیه نه شي کولی.
#خبر
🇺🇦🇷🇺
د روسیې په (سایبریا )کې د تېلو پر تصفیهخونه ډرون برید
اوکرایني ډرونونو د روسیې د (تیومین) سیمې د تېلو پر تصفیهخونه برید کړی چې له امله یې اور لګېدلی.
راپورونه وايي، دا تصفیهخونه له اوکراین څخه شاوخوا ۲ زره کیلومتره لرې ده او مخکې هم په جون او جولای کې پرې برید شوی و
🇺🇸🇺🇦
امریکايي دفاعي شرکتونه اندېښمن دي
ځینې راپورونه وايي، اوکراین ښايي د «Patriot» دفاعي سیستمونه لا ښه، ارزانه او په چټکۍ تولید کړي.
که دا کار عملي شي، د هغو امریکايي شرکتونو د وسلو پر بازار به اغېز وکړي چې له کلونو راهیسې د جګړې له دوام څخه د خپلو وسلو د خرڅلاو لپاره ګټه اخلي
🇺🇸🇮🇱
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) پر اسرائیلو فشار زیاتوي
راپورونه وایي، پنټاګون له اسرائیلو غواړي چې په غزه، لبنان او ایران کې جګړه او تاوتریخوالی کم کړي.
په غزه کې دې هدفي وژنې او پوځي عملیات محدود شي، او له جنوبي لبنان څخه دې اسرائیلي ځواکونه ووځي.
#خبر
ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي:
«موږ تر بې عزته ژوند ده عزت مرګ غوره بولو. ایران به د ازادۍ، عدالت، خپلواکۍ او ملي عزت لپاره له خپل دریځ څخه شاته نه شي او د فشارونو پر وړاندې به مقاومت ته دوام ورکړي.»
🚨🇷🇺🇺🇦
#راپور: روسیه ښايي په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې پر کییف لوی برید وکړي، چې تر ۲۵ بالستیک او ۶ زېرکون توغندي پکې شامل وي.
دا په داسې حال کې ده چې زیلینسکي له امریکا او اسرائیلو د هوايي دفاع غوښتنه کړې.