@Ziaurhmanazhgar دا ستاسو احساسات دی چه له واقعیتونو سره سمون نلری ملت زده کړې غواړی تحصلات غواړی مسلکی او تخصصی مهارتونه غواړی او دا نارینه او ښځینه و ته غواړی کار غواړی مسلکی او تخصصی اداره غواړي د نړیوالې انزوا نه خلاص افغانستان غواړی قانونیت او مشروعیت غواړي چه دا یو هم په امارت کی نشته
@M_Qasim_Azzam دا دوه خو اوس هم کابل کی دی چه تا یی عکسونه نشر کړی او په سوشل میډیا کی هیڅ ډول فعاليت نلری کله،کله وزارت دفاع او ستاسو لوړ پوړو چارواکو سره غونډو کی هم ناست وی
ډاکتر اشرف غنی ډیره ښه خبره کړیده د ملی اجماع جوړیدل او افغانستان له نړېوال انزوا را ایستل د وخت تر ټولو مهم ضرورت او اولویت ده د خپلواک او نړۍ کی سیال افغانستان ساتل د یو موټی او متحد ملت د وسې کار ده دا دطالبانو د ایډیولوژیکې ډلې د وسې او توان نه وتلی کار دی.
ګرانو هېوادوالو،
هموطنان گرامی،
قدرلي وطنداشلر.
دادی زموږ هېواد د پرله پسې څوم ځل له پاره بیا د پاکستان تر هوایي بریدونو لاندې راغلی او په پکتیکا، پکتیا او کونړ کې زموږ بې ګناه خویندو، وروڼو او بچیانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده. ددغو اسکېرلو وطنوالو د هرې کورنۍ په درد او غم کې ځان شریک بولم او د هریوه ترڅنګ یم. ټپیانو ته د سملاسي روغتیا او شهیدانو ته د الله تعالی له دربار نه د جنت غوښتنه کوم.
د پاکستان دا برید، لکه تېر هغهیوازې یوه امنیتي پېښه نه ده، بلکې د افغانستان د اوسني وضعیت، زموږ د ملي دریځ او زموږ د راتلونکي په اړه د ژور فکر، ملي حساب او صادقانه ارزونې یوه جدي ملي بلنه ده. ملتونه هغه وخت له بحرانونو بریالي راوتلای شي چې له واقعیتونو سره په جرأت مخامخ شي او د تېرو تجربو له تکرار څخه ځانونه وساتي.
مردم ما حق دارند بپرسند امنیتی که از آن به افتخار صحبت می شد کجاست؟ آیا نشانه ای از آن امیدی که وعده داده می شد، دیده می شود؟ چرا کشور از بحرانی به بحران دیگر فرو می رود و آیا راه حلی برای بیرون رفت ازین بحرانها به نظر می رسد؟ چرا نقض پیهم حاکمیت ملی کشور ما گویی هیچ ربطی به جهان نه دارد؟ و مهمتر از همه چرا عوامل این حالت و حقایق نهفته با ملت شریک نه می شود؟ منافع ملی در کجای این گیرودار ها قرار دارند؟ و آیا فیصله ها بر مبنای منافع ملی صورت می گیرند یا برای تامین بقای یک شبکه و یک حلقه محدود؟
یوازې همدا پنځه کاله مخکې افغانستان د نړۍ او سیمې د تعاملاتو په مرکز کې و، خو اوس داسې یوې انزوا ته پورې وهل شوی چې نه یې غږ څوک اوري او نه یې شکایت ته څوک غوږ نیسي. د پاکستان پرله پسې تېري داسې تېرېږي لکه په نړۍ او سیمې پورې چې هېڅ اړه ونه لري، ځکه چې هېواد په لوی لاس یوې تیارې ګوښې کې، له نړۍ سره له راشه درشه خلاصې انزوا کې ساتل کېږي. دا انزوا زموږ حتمي برخلیک نه دی، بلکې د هغو انتخابونو او سیاستونو عملي نتیجه ده چې په تېرو پنځو کلونو کې وشول او غوره شول.
په یاد مو ده چې ما به تل د پایدارې او باعزته سولې خبره کوله. هغه سوله ځکه اړینه وه چې افغانستان د همدې ورځو له تکرار څخه وژغوري. باعزته سوله یوازې د جګړې پای نه و؛ بلکې د داسې نظام او سیاست پیل و چې افغانستان له دې اوسنۍانزوا، بېثباتۍ او د پردیو له لاسوهنو او تېریو څخه خوندي کړي. نن باید له ځانه وپوښتو چې د دې فرصت د لاسه تلو مسوولیت د چا پر غاړه دی؟ او د هغې پرېکړې بیه نن څوک پرې کوي؟ بې له شکه، دا بیه افغان ملت پرې کوي.
عشق به وطن تنها یک شعار نیست. وطندوستی یعنی فدا شدن برای ملت، نه فدا کردن ملت برای حفظ یک حلقه یا یک شبکه. تاریخ بارها نشان داده است که هرگاه فاصله میان مردم و حاکمان بیشتر شده، کشور نیز آسیبپذیرتر شده است. غرور، انحصار و بیاعتنایی به صدای مردم، هیچگاه امنیت و ثبات نیاورده است.
زموږ د وروستیو دوه سوه کلونو تر ټولو ستره ستونزه دا وه چې د ولس نبض ونه پېژندل شو، په ځانګړي ډول په وروستیو پنځوسو کلونو کې چې هېواد د نورو په نیابتي جګړو کې په بېساري فقر، ناروغۍ او نالوستۍ اخته شو او د ملت د بچیانو اساسي حقونه وځپل شول. نن ولس نور جګړه نه غواړي؛ ولس ژوند غواړي، رڼا غواړي، هیله غواړي، حل لاره غواړي او غواړي چې د خپل راتلونکي د ټاکلو حق ولري.
اگر امروز با صداقت از خود نپرسیم که در این پنج سال زندگی مردم بهتر شده است یا دشوارتر، فردا پاسخ این پرسش را تاریخ خواهد نوشت. ما نباید بگذاریم افغانستان بیش از این در باتلاق انزوا، فقر و ناامنی فرو برود.
زما په باور، د حل اساسي لاره دا ده چې افغانستان خپله نړیواله بېطرفي په رسمي، واضح او عملي ډول اعلان کړي او خپل بهرنی سیاست د ملي ګټو پر بنسټ تنظیم کړي. خو تر هغو چې هېواد په انزوا کې ساتل کېږي، تمه مه کوئ چې د افغان ملت فریاد به په سیمه او نړۍ کې څوک واوري. نن داسې شرایط رامنځته شوي چې هره ورځ زموږ پر خاوره بمونه غورځي، خو د نړۍ غبرګون کمزوری دی او د سیمې ډېری هېوادونه دغو پېښو ته داسې ګوري، لکه هېڅ چې نه وي شوي.
امروز بیش از هر زمان دیگر ضرورت است که این مسائل به یک گفتمان فراگیر ملی تبدیل شود؛ گفتمانی که در آن همهٔ افغانها، فارغ از اختلافات سیاسی، قومی، زبانی و فکری، برای نجات کشور و تعیین مسیر آینده سهم داشته باشند. آیندهٔ افغانستان تنها با اتکا به ارادهٔ ملت، اجماع لازمی ملی و سیاستی مبتنی بر عزت، استقلال و منافع ملی ساخته خواهد شد.
زه چمتو یم چې ددغسې یوې افغاني لازمی ملي اجماع په جوړولو او له نړۍ سره په بېرته نښلېدو او وصل کېدو کې خپله ونډه له هېڅ ډول امتیاز غوښتنې پرته ادا کړم. زمان نه درېږي او هره شېبه نوره هغه پخوانۍ لحظه نه ده. دغه لور ته په ګام پورته کولو کې هر ځنډ نه جبرانېدونکي عواقب لري او مسوولیت یې پر هغوی راځي چې په سرټمبګۍ د ملت د ارادې مخ کې درېږي.
ژوندی دې وي افغانستان
یشه سین افغانستان
زنده باد افغانستان
@ziaullah_M78 ستا لیکنه احساساتی ده ډاکتر غنی ښه خبره کړیده د ملی اجماع جوړیدل او افغانستان له نړېوال انزوا را ایستل د وخت تر ټولو مهم ضرورت او اولویت ده د خپلواک او نړۍ کی سیال افغانستان ساتل د یو موټی او متحد ملت د وسې کار ده دا دطالبانو د ایډیولوژیکې ډلې د وسې نه وتلی کار ده.
ټ ټ پي ېوه بهانه او پاکستان ېوه اله ده اصلي وسله چې افغانستان ېې ورانولو او د طالبانو اسلامي امارت ېې شرمولو پرځولو ته روان کړي د ملي مشروعیت او نړیوال رسمیت سړي خوره بلا ده دا بلا ناڅاپي نه بلکې پلاني ده.
@FaizanFaiz84644 اوس خوتیاره کیسه پیښه ده دڅمکنیوځوانان پسې ور وباسی او دڅمکنیوقومی مشران دی په ټول ملت غږ وکړی چه راځی زمونږملا وتړی اوټولی پاکستاني پوستی دی ونیسی بیرته دی نه خوشی کوی که پوستی نه ساتل کیږی دډیورنډ دواړو غاړو ته مشران دی راټول شی او نور دی پنجاب د پوستو جوړولو اجازه نه ورکوي 👇
پاکستان د افغان ولس تاریخی دښمن ده ځکه هم دهرافغان وژنه یی اساسی هدف ده په څمکنیو او د هېواد نورو برخو بمباری یی ددی خبری ثبوت دی
زمونږمیړنی ولس ته په کار ده چه یو موټی شی او پاکستانی دښمن او غلیم ته خوله ماتوونکی ځواب ورکړی د څمکنيو اوسیدونکی دی خپل ځوانان راټول کړی او ځوابی👇
پاکستان په بی دفاع ملکی خلکوبمبارد کوی او دافغان ولس وژنې ته ادامه ورکوی
دطالبانو مرکزونه اوپوځی تاسيسات ټول ورته معلوم دی دهغوی دمشرانوکورونه هم ورته معلوم دی د ټی ټی پی مراکزهم ورته معلوم دی مګربیا هم عام افغانان بمباردوی
دپاکستان په ضد بایدولس یوموټی شی او په خوله سوک ورکړی