غالبآ ۱۹۹۷ کال کې په اسلام اباد کې د اسلامي هیوادونو د مشرانو غوڼده وه ، ملا محمد رباني د طالبان ریس الوزرا او ملا محمد غوث د طالبانو خارجه وزیر د ناظرانو په صفت ور بلل شوي وه .
د ديپلو ماتیک دود او دستور له مخې د پاکستانی ملې سرود ته د اسلامي نړۍ ټول مشران په احترام ودریدل خو ملا ربانی او ملا محمد غوث اخند په خپلو چوکیو ناست پاتی شول .
د کانفرنس په اخر کې ملا ربانی او ملا محمد غوث تنها ولاړ ول د هیڅ هیواد مشر ورته را نزدي نشول , اخر یاسر عرفات تیریدلو ملا ربانی ورسره روغبړ وکړو یاسر عرفات هم د شونډو په سرونو جوړ تکړه وویل او ترینه روان شول .
هغه وحت هم پاکستان خلک او حکومت د طالب مشرانو پدغه بی احترامې خورا خفګان څرګند کړو .
وروسته بیا همدغه ملا ربانی د پاکستان په یو روغتون کی وفات شو .
د کوم هیواد سرود ته دریدل یا نه دریدل کومه دینې یا مذهبي سنت او واجب نه دي خو دا عرف او عادت ګرځیدلې نو بنآ باید د سفارتې او ديپلوماتیکو ادابو په نظر کې نیولو سره ورته احترام تر سره شي .
ملا صاحبانو داسي مکوئ ، ملا حسن اخند له ابوظهبی نه دوبې ته په خپل سر را روان وې نتیجه کې له مشکل سره مخ شی .
تاسو د میزیان هیواد مجلس ته که ورځئ باید د مجلس * اداب او اوصول* یې مراعت کړئ د عادی غیر دینې مسایلو نه د دین ، مذهب او اسلام قضیه مه جوړه وئ ، د حالاتو ، نورمونو ، کلتورونو سره تعامل نړیوال ضرورت او مجبوریت دي .