هو همدا زلمي او همدا مجاهد ځواکونو لکه څنګه چې هېواد له ناولي کفري ښکېلاک وژغوره، همداسې به له هرې بلا د اسلامي نظام او مؤمن ولس ساتنه کوي.
#متعهدځواکونه
د پاکستان پوځي رژیم د تاریخ په اوږدو کې، د استخباراتي شنډو پلانونو ترڅنګ، د افغانستان پر خلاف تل د غرب په اشارو پوځي اقدامات کړي دي؛ هغه اقدامات چې د دوی اسلامیت تر جدي پوښتنې لاندې راولي او د غرب پر وړاندې د دوی د وابستګۍ او غلامۍ څرګندونه کوي. او همدا به په راتلونکي کې د دوی د زوال له سترو لاملونو څخه وي.
او دا موږ ته دا درس راکوي چې د دوی پر خلاف باید متقابل او بالمثل اقدامات په ډېر ماهرانه، سنجول شوي او دقیق انداز ترسره کړو.