دا اوس ولي پوشتنه نسته ولي مو له نظام نه پسخند جوړ کړئ ده يو عام پوليس يا ترافيق پو سم دم سړک سړي سزا کوي تاته چا اجازت درکړي چي ته سړي په عام چوک ويي ده اسلامي امارت تاته دا درشودلي دي که سنګه افغانستان اوس اسلامي نظام ده ده هر شي پوشتنه اوس کيژي زر تر زره دي دا پوليس او نيول
مهم🚨د خاتم النبيین مدرسې په اړه..!
له نن څخه دوه کاله وړاندې د غصب د کنیسبون او د شرعي نظام د اړوندو ادارو له لورې د ملا ترهخېل مدرسه هم دولتي اعلان شوه او اړوندې چارې یې په رسمي ډول د حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شوې، خو هغه مهال اعتراض او اندېښنه ونه لیدل شوه.
که یوه پرېکړه د یوه ځای لپاره د تطبیق وړ وي، ولې د بل ځای په اړه پرې دومره شور او احساساتي غبرګون؟
دا د تبعیض مسئله نه ده📌
د دیني مدرسو او ورته مرکزونو د چارو د تنظیم لپاره یوه واحده دولتي تګلاره عملي کېږي، نو دا باید پر ټولو په یوه معیار تطبیق شي.
له همدې امله، د خاتم النبيین مدرسې د چارو تنظیمول باید یوازې د مذهبي یا قومي زاویې له مخې تعبیر نه شي.
ځکه هدف د ټولو دیني او تعلیمي مرکزونو چارې د یوه واحد نظام او قانون تر چتر لاندې راوستل دي، نو دا په خپل ذات کې د تبعیضي چلند معنا نه لري.
هیله ده چې هېڅ اړخ دې په دې تړاو اندېښنه نه کوي، اسلامي امارت ټولو افغان وګړو ته پرته له کوم فوقیت او برتۍ قائل دی، نه پر قومي وېش، ژبو، سمتونو او نورو مفکورو باور لري او نه هم دا د حاکم شرعي نظام غوښتنه او رایه ده.
د شرعي نظام د مقدسو ارزښتونو ناجي او ساتونکی دی، ژبنی تعصب، سمت پالنه او نژاد پالنه د شرعي نظام په اساس کې مردود او دا د افغان مېړني ولس د وېشنې او بدبختۍ لامل بولي.