هو، حکومت مسؤل دی، خو ټوله پړه هم باید پر حکومت وا نچول شي. د غربت او فقر مخنیوی د ټولنې ګډ مسؤلیت دی.
نن هر چاته د کار او کاروبار زمینه تر ډېره برابره ده؛ ښه به دا وي چې هر شتمن هېوادوال د ځان ترڅنګ نورو ته هم د کار فرصتونه برابر کړي. هېواد وال پالل غواړي او دا په عمل، پانګونه او د خلکو په لاسنیوي کېږي.
له بلې خوا، خلک د کاغذپرانۍ او د کارونو د سختولو پر ځای اسانتیاوې غواړي. په هره اداره کې هغه کسان چې د فساد، رشوت او د ولس د ځورونې سبب ګرځي، باید وپېژندل شي او له دندو لرې کړل شي. دا ډول خلک د ولس او نظام ترمنځ واټن زیاتوي او د خلکو باور زیانمنوي.
دا هم انسانان دي، د همدې نظام بچیان دي.
قسم په الله، که د دوی د دې حالت پوښتنه د الله تعالی په حضور کې له موږ ونه شي، نو د چا به وشي؟ کوم مجبوریت او کومه بېوسي دې خلکو ته دا لار ور وښوده چې په دومره مظلومیت خپل ژوند له لاسه ورکړي؟
که موږ د غربت د له منځه وړلو وس نه لرو، لږ تر لږه خلکو ته خو امید ورکولای شو. د ولس درد باید خپل درد وګڼو، د خپلې خولې مړۍ ورسره نیمه کړو او د بېوزلو لاسنیوی وکړو.
دا هېڅ د منلو وړ نه ده چې یو انسان دې سلګونه زره معاش اخلي، خو بل دې د یوې مړۍ ډوډۍ د نشتوالي له امله له لوږې ساه ورکوي.
#متقاعدینو_ته_زېری
ټولو ثبت شویو متقاعدینو ته د دوی د حقوقو د ورکړې مهالویش اعلان شو. د روان کال د زمري میاشتې له ۱۰مې څخه د تلې (میزان) تر ۱۰مې پورې د عدلیې وزارت او د کورنیو چارو وزارت د سمونملانو متقاعدینو ته د حقوقو ورکړې پروسه طی مراحل کېږي. متقاعدین دې له اړوندې وېبپاڼې څخه د نوبت له ترلاسه کولو وروسته اړوند ریاست ته مراجعه وکړي.
امارت د هر قشر غم لري، هر چا ته د هغه حق رسوي. همدا تقاعد هم د هغو کسانو دی چې د پخواني نظام پر مهال یې دندې ترسره کړې وې، آن هغه وخت زموږ پر وړاندې هم ولاړ وو؛ خو بیا هم نن د دوی حق نه بندېږي، نه ترې انکار کېږي، بلکې د مسؤولیت او عدالت له مخې ورته سپارل کېږي. همدا د اسلامي نظام د عدالت او مسؤولیت عملي بېلګه ده.
دا سړی پوخ او ژور سیاست کوي. تازه یې ویلي چې له اسرائیلو سره جګړه نه غواړي او د یوه تړون د رامنځته کېدو لپاره هڅې روانې دي.
په ظاهره به ځینې سیاسي ماشومان دا دریځ ناسم تعبیر کړي، خو په حقیقت کې همدا د احمد الشرع سیاسي درایت او ستراتیژیک لید څرګندوي.
احمد مجاهد دی، او مجاهد خپلو لوړو اهدافو ته د رسېدو لپاره هر ګام په تدبیر، حوصلې او حساب پورته کوي.
په اوسنیو شرایطو کې له سترو نړیوالو قوتونو سره مخامخ ټکر غوره کول حکمت نه دی، بېاحتیاطي ده. لومړی باید هېواد له اقتصادي، سیاسي او پوځي پلوه پر خپلو پښو ودرېږي، نظام لا مستحکم شي، ځمکني او هوايي ځواکونه بشپړ ځواکمنتیا ته ورسېږي؛ بیا له ظالمانو حساب اخیستل نه ستونزمن وي او نه هم ناشونی.