د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست د کابل ښار له بازارونو ۲ زره او ۵۴۰ کیلوګرامه کموزنه او غیر معیاري د تلې ډبرې راټولې کړې دي.
د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، د تلې ډبرې باید معیاري او له ټاکل شوي وزن سره برابرې وي او هټۍوال باید توکي د خپل اصلي وزن پر بنسټ وپلوري.
د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د امریکا او ایران ترمنځ د روان کړکېچ په تړاو د پاکستان ډیپلوماټیک رول ته په اشارې ویلي، د پاکستان حکومت باید له خپلو ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له افغانستان سره د ترینګلو مسایلو د حل لپاره هم په ورته جدیت او ډیپلوماټیکې تګلارې کار وکړي.
د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت په چین او نیپال کې د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله، چې په پایله کې یې د نیپال او د چین ولسي جمهوریت د تبت ولایت اوسيدونکو ګڼو کسانو ته مرګژوبله او پراخ مالي زیانونه اوښتي، ژوره خواشیني څرګندوي.
د بهرنیو چارو وزارت د نیپال او چین له