@realshershahsur د هلمند د برق سب سټیشن ته د مجاهدینو له لوري هیڅ زیان نه دی اوښتی، ددښمن عسکرو د منډې او تېښتې په مهال د سب سټیشن په مرکز ډزې کړې وې
وروسته سب سټیشن ته د اهمیت ورکولو په وجه د اسلامي امارت د کندهار والي حاجي یوسف وفا خپله له سب سټیشن نه لیدنه وکړه، او محافظین یې ورته وګمارل
@FarozWaziri ستاسو په شان موږ هم دې پېښه سخت خفه او خواشیني کړي یو
دا کسان ټول تعقیب شوي او یو شمیر یې نيول شوي هم دي او غلا شوي سامانونه هم ترې راوړل شوي.
د مجاهدینو د نه شتون په وخت کې عامو خلکو له موقع بده استفاده کړې ده
@AhmadTariqFaiz1 قدرمنه وروره!
چې اشغال پایته ورسيږي، مسولیت نور هم درنيږي، او د واقعي اسلامي نظام او حکومت ساتنه ډیره مهمه ده. د هيواد سرحدات ساتل هم یو سنګین مسولیت دی.
همدا راز هیواد له کورنۍ جګړې، لنډغريزم او خپل سریو خوندي کول هم مسولیت دی
اسلامي امارت تر بل هر وخت اوس د جهادي تدریب او پوځي روزنې بهیر ته زیاته توجه کړې او په هرو درو میاشتو کې په مختلفو معسکراتو کې زرګونه مجاهدین له نظامي روزنې فارغیږي .
تر څو د اشغال له خاتمی وروسته د راتلونکي اسلامي نظام ساتنه وکړي