افغان خبریال او لیکوال، سید شاه سقیم په هېواد کې د توازن پرته د دیني او علمي مرکزونو پر جوړېدو او د هغې پر راتلونکو ټولنیزو اغېزو ژور بحث کړی دی.
سقیم لیکلي چې تر اوسه هیچا دا شکایت نه دی کړی چې لمانځه ته ځای نلري یا د جوماتونو کمښت دی، خو بیا هم په پرله پسې او بې ساري ډول یواځې جوماتونه جوړېږي، په داسې حال کې چې ټولنه په نورو برخو کې خورا ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري.
نوموړي یو مهم جیوپولیټیک او ټولنیز سوال مطرح کړی او وایي: "سوال دا نه دی چې تاسې یې په جوړولو خوشاله یاست کنه، سوال دا دی چې بیا دا ټول جوماتونه چپه کېږي او پر ځای یې ښوونځي یا سټېډیمونه جوړېږي، ستاسې غبرګون به څه وي؟"
د ده په باور، د تاریخ جبر او د تعادل نشتوالی کله نا کله ټولنې له یو افراط څخه بل تفریط ته بیایي.
سقیم د پښتو ادب د يو بيت په مټ خپل پیغام رانغاړلی، چې د کلتوري او مذهبي سختدریځۍ او یا د واک د بېځایه کارونې عواقبو ته اشاره کوي:
«اولمیره! خدای به دا وطن زما کړي
ډول به فرض وي او لمونځ به ناروا وي»
#ABN | #SaidShahSaqim | #AfghanSocialIssue | #EducationVsMadrasa | #AfghanYouth | #PashtoLanday | #KabulIntellectuals | #BalancedDevelopment | #AfghanCulture
دا ځينې چې له ۲۰۲۱ وروسته خارج ته راغلي او له محرومیته وتلې دي، اوس وایي افغانستان دې تجزیه شي، ځکه موږ نور له تاسو «افغانانو» سره ژوند نه شوو کولای.
تا وا تاسو داسې په خاص چاپېریال کې لوی شوي یئ، خو ټوپکمار مو رهبر دی، غل و بدمعاش مو اتل دی او کنځلې و سپکاوی مو اخلاق دي.