@M_Qasim_Azzam د یو مخلص او ویښ ضمیر غږ! د ستونزو شتون طبعي دی، خو د نظام پر وړاندې د ارادې کلکوالی د هر هېوادوال غوښتنه ده. الله تعالی مو قلم او فکر نور هم برکتي کړه.
#مهمه_یادونه
دا نظام زموږ خپل نظام دی او له دې پرته بل هېڅ بدیل زموږ د هویت او ارادې تمثیل نه شي کولای؛
دا زموږ د مرګ او ژوند، او تاریخي بقا مسئله ده. ځکه نو اړینه ده چې په بشپړ صداقت او اخلاص ورسره ودرېږو. که څه هم وظیفه ونه لرو، که له اقتصادي فقر او تنګسې سره مخ یو، او که څه هم ځینې نیمګړتیاوې او ستونزې وینو، دا باید زموږ اراده کمزورې نه کړي؛
ځکه دا یوه انساني ټولنه ده او په هره انساني ټولنه کې ستونزې او ننګونې طبیعي وي. مګر که د نړۍ شته سیاسي او ټولنیز نظامونه په هراړخیزه توګه وڅېړئ او د پرتله یې کړئ، نو داسې یو خواخوږی او مشفق نظام به ونه مومئ. دا خبرې د اخلاص او وجداني باور له مخې کوم، هیله ده چې د تملق یا چاپلوسۍ په مانا تعبیر نه شي؛ ځکه په دې ویناوو څوک ما ته مادي امتیاز نه راکوي، خو یقین لرم چې د حق د کلمې د بیان اجر او پاداش ضرور د الله تعالی په دربار کې خوندي دی.
#مهم_ګام_واخیستل_شو
ډېر مهم او تاریخي ګام دا واخیستل شو چې د بهرنیو پانګونو لپاره پالیسي جوړه او تأیید شوه. په دې سره هغه اوږدمهاله جنجال دایمي حل شو چې بهرنیو شرکتونو ته به څومره ګټه ورکوو او کومې اسانتیاوې به ورته برابروو.
له دې وروسته به هر څوک خپله اړونده پالیسي لولي، په روښانه توګه به پوهېږي چې دلته د پانګونې شرایط څه دي، څومره ګټه لري او کومې اسانتیاوې ورته برابرې دي.
نور هغه ګونګ او نامعلوم حالت ختم شو؛ هر څه به د یوې روښانه، مشخصې او منظمې پالیسۍ له مخې پر مخ ځي. دا د منظمې حکومتولۍ، شفافیت او اقتصادي ثبات پر لور یو مهم ګام دی.
موږ د شخصي سلیقو او نامعلومو پرېکړو پر ځای د اصولو، نظم او منظمې حکومتدارۍ پر لور روان یو.