تاسې د داسې فکر څښتنان یاست چې یو مخ له وحشت، افراط او طغیان ډک دی، ځکه خو رب! رسوا او ذلیل کړئ، د اسلام په نوم مو د اسلام پر سپینه لمن داسې داغونه او بدنام تاریخ پرېښود چې، آن کفر هم دومره وحشت او دښمني له اسلام او مسلمانانو سره نده کړې.
که تاسې او ستاسې پروژه نه وای، نن به د اسلام قلمرو تر هغه ډېر پراخ وو چې تصور یې کېده، تاسې او ستاسې ویکټوري سرلاري د اسلام په نوم د اسلام او جهاد پر وړاندې ودرېدل، د فتوحاتو مخه مو ونیوه او پر اسلام، مسلمانانو او مجاهدینو مو د شا له لورې د خنجر وارونه وکړل، تاریخ، اُمت او مظلوم مسلمانان به مو دا خیانتونه هېڅکله هېر نکړي.
شرعي نظام تر اشخاصو، نومونو او شخصي غوښتنو لوړ حقیقت او ارزښت دی!!
شرعي نظام هغه ډول نیمګړی نظام نه دی چې د هر شخص نظر غوښتنه او فرمایش دې د اصولو او ارزښتونو پر ځای معیار وګرځي، بلکې شرعي نظام د اسلامي شریعت، قانون او اصولو پر بنسټ ولاړ مفهوم دی.
په داسې نظام کې شخصي رایه هغه مهال ارزښت لري چې د اصولو په چوکاټ کې وي او له محتوا یې د نورو د توصیو بد بویي نه خېژي، هېڅ شخصي نظر، که د هر چا وي، د شریعت او نظام له اصولو څخه لوړ او مُقدم کېدلی نشي.
د هر خاین، جاسوس او منحرف شخص نظر د نظام د تقدس پر وړاندې د معیار او رد کرښه هم نشي کېدلای، ځکه اشخاص خطا کېدونکي وو/دي، نیمګړتیاوې لري او د نقد وړ دي، خو اصل او شرعي نظام باید د اشخاصو د نیمګړتیاوو په تله ونه تلل شي.
اشخاص نیمګړي کېدلی شي، خو شریعت نیمګړی نه دی، اشخاص خطا کېدلی شي، خو شرعي اصول د اشخاصو د خطا په اندازه نه بدلېږي.
د نظام عظمت په اشخاصو نه، بلکې په هغو اُصولو او ارزښتونو کې دی چې نظام پرې ولاړ دی.
#خبره
#ځوان_فیلسوف