په اسلامي نظام کې د قدرت بنسټ یوازې په اقتصاد، وسلې، تکنالوژي او اردو نه دي، ( دا د قدرت مهم اجزا دي) بلکې د قدرت بنسټ او تهداب په ایمان، ارزښتونو، علم، آزادۍ، یووالي، نظم، اطاعت او رهبرۍ کې نغښتي دي.
خیانت
له حضرت بریده رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله چې مونږ یو څوک پر یوه دنده وګومارو او د هغې په بدل کې ورته معاش وټاکو، نو له دې وروسته چې هر مال (له خپل حق نه زیات) د هغې دندې له لارې د ځان لپاره واخلي، هغه په امانت کې خیانت ګڼل کېږي»
۳۰ کاله مخکې په همدې ورځ
۳۰ کاله مخکې په همدې ورځ د اسلامي امارت مجاهدین ( د ډاکټر نجیب الله حکومت او د برهان الدین رباني او احمد شاه مسعود د حکومت ځواکونو له وتلو وروسته ) کابل ته ننوتل او د میزان په ۶ مه یې پر ټول ښار بشپړ کنټرول ترلاسه کړ.
د عالیقدر امیرالمؤمنین، شیخالقرآن والحدیث، مولوي هبةالله اخندزاده حفظهالله له ویناوو څخه:
د اسلامي حکومت دنده ده چې وړ او مسلکي عاملین او عشیرین په دندو وګماري، څو له شتمنو خلکو څخه زکات او عشر راټول او مستحقو بېوزلو ته یې ورسوي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین، شیخالقرآن والحدیث، مولوي هبةالله اخندزاده حفظهالله له ویناوو څخه:
د اوسني نظام امنیت، نظم او اسلامي رڼا کافران نشي زغملی او د تخریب لپاره به یې هڅې وکړي، خو افغانانو په تېر کې هم د دوی پر وړاندې پياوړی مقاومت کړی او په راتلونکي کې به هم مقاومت وکړي.