پاکستان د PTM د غوښتنلیک لینک بند کړی، له همدې امله په پښتونخوا کې زموږ پښتانه وروڼه او خویندې نه شي کولای دغه غوښتنلیک لاسلیک کړي.
خو د دې ستونزې یوه حل لاره شته. یوازې VPN ډاونلوډ او فعال کړئ، بیا به وکولای شئ چې غوښتنلیک ته لاسرسی ومومئ او لاسلیک یې کړئ.
له همدې امله، په پښتونخوا کې له ټولو خپلو خلکو غوښتنه کوو چې VPN ډاونلوډ او فعال کړي او د دې غوښتنلیک په لاسلیک کولو سره خپل ملاتړ څرګند کړي.
ستاسو له ملاتړ څخه مننه!
https://t.co/t05UK62Zp3
Pakistan has blocked access to the PTM petition link, making it difficult for Pashtuns back home in Pashtunkhwa to sign the petition.
However, there is a way to access it: simply download and use a VPN, and you should be able to sign the petition.
Therefore, we urge everyone back home in Pashtunkhwa to download a VPN and show your support by signing the petition.
Thank you for your support!
https://t.co/t05UK62Zp3
وطن تیاره، کاروبار بند، تعلیم ټکنی، د درې وخته ډوډۍ پیدا کول زړه جاودون، عزت، شرف، حثیت پایمال، د بچي رنځورۍ ته لاس تر زنې ناست، د مور دوا ته حیران دریان، د ژوند ساز او سرود بند، خوشحالي حرامه، په خندا بندیز، په هنر کدغن، د ژوند له ټولو اساسي او اولیه ضرورتونو محروم او د ژوند له ټولو خوښیو بې برخې!!
د سړي پر ستوني چې ښامار ژامې ښخې کړې وي، مبارزه به نه کوي، مقاومت به نه کوي، جګړه به نه کوي، څه به کوي؟
بې شکه همدا وروستۍ جګړه ده او همدا د وطن تر ټولو جګړو سپیڅلې او مقدسه جګړه ده.
دا د وطن د ازادۍ جګړه ده، دا د انسان د شرف او عزت جګړه ده، په دې کې به نیول هم وي، بندي کیدل هم وي، ربړول او شهادتونه به هم وي.
دا لا د پټي سر دی، دلته به زندانونه ډکیږي، زولنې به شرنګیږي، حماسې به زیږیږي او سرونه به نذرانه کیږي.
دا جګړه نه د حسیب محمدي د شهید جسد په توهینولو پای ته رسیږي، نه د الله داد فدایي په زنداني کولو او له هغه په زور او جبر د ټوپک تر شپیلۍ لاندې په ویډيوي اعتراف اخستلو، دا جګړه نه په پنجشیري ځوانانو د زندانونو په ډکولو پای ته رسیږي، نه د بدخشان او نورستان د ازادي خواهو ولسونو په وژلو....
دا وینې به ګلګونیږي، دا وینې به رنګونه راوړي او دا هیواد به د ازادۍ په رڼا منوریږي. دا د تیارو لښکر به ماتیږي، دا د فرعونیت او استبداد کاسه به نسکوریږي.
همدرد صاحب محترم، نه درته نصیحت کوم، نه درته مشوره درکوم، نه درنه خواهش کوم، نه درته امر کوم، نه درته د یوه مشر ورور توصیه لرم نه د کشر هیله....
فقد، این راهی که تو میروی، به ترکستان است.
ښاغلي ننګیال ته مې هم وویل، چې مه ځه په دې لارو، مه تړه په دې خلکو ملا.... ما تر تاسو ټولو دمخه تجربه کړي. نه د اعیارۍ خلک دي، نه د دلدارۍ، نه د دین په ننګ ولاړ دي نه د وطن، نه پښتو لري نه فارسي. ننګیال صاحب ته مې وویل، چې
جار لیونیه، په شاړو مه ځه
او لارې ما لیدلي دینه..... لیونیه
خو سړی لیونی څه چې سروپ لیونی شو، د لطیف ننګرهاري د وله ی مولوي صاحب ډول ته یې وچې کلکې اوږې واچولې، ته یې اوس دې شکل ته وګوره، څومره منحوس شوی دی. هر سړی ورنه مخ اړوي.
بیا به دې نه علم په درد خوري، نه بیان، حیران دریان به ولاړ یې. ځکه چې علم د ابلیس هم ډیر و، خو چې له کرښو ووت، منحوس شو.