خاموش یم هم ګویا یم لکه خط چه د کتاب
هم ناست یم هم په تله یم لکه خس په سر آب
هم ژاړمه هم خاندم د اوریځ په دود مي کار شه
هم سم یم هم کوږ یم لکه زلفي د احباب
هم وصل یم له یاره هم له وصله ئې محروم یم
تشنه یم ، هم غرقاب یم لکه کاڼی د دریاب
#معزالله_مهمند
د جوند ډېرو قېصو نه مې دا ېوه خبره ﺫده کړه
چې تمه به دچا نه کوې خداې ته به ځان سپارې
اوبه په ډانګ وهلو باندې چا دې جدا کړې !
خپل, خپل وې که ډېر بد شې جدا نکړې ترې لارې
#ساګرجان