حضرت انس بن مالک رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمایل
کله چې یو انسان له خپل کوره ووځي او دا دعا ووایي
بِسْمِ اللهِ، تَوَكَّلْتُ عَلَى اللهِ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ
نو ورته ویل کېږي
تا ته هدایت وشو، ستا لپاره کافي مرسته وشوه او ته د هر شر څخه وساتل شوې.
له حضرت جابر بن سمره رضي الله عنه څخه روایت دی چې یوه سړي ور څخه پوښتنه وکړه چې حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم به د سهار له لمانځه وروسته څه کول؟
هغه ورته وفرمایل:
حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپل ځای کې ناست پاتې کېده، تر دې چې لمر به را وخوت.
(مسند البزار)
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما
څخه روایت دی:
رسول الله ﷺ پر رشوت ورکوونکي او رشوت اخیستونکي دواړو لعنت کړی دی.
سنن أبي داود: ۳۵۸۰
جامع الترمذي: ۱۳۳۷
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما
څخه روایت دی:
رسول الله ﷺ پر رشوت ورکوونکي او رشوت اخیستونکي دواړو لعنت کړی دی.
سنن أبي داود: ۳۵۸۰
جامع الترمذي: ۱۳۳۷
سعید بن جبیر رحمه الله د عشرةمبشرة صحابةکراموؓ په اړه فرمایي:
هغوی به د جهاد پر مهال د رسول اللهﷺ مخې ته وو، او د لمانځه پر مهال به د هغهﷺ تر شا ولاړ وو.
(فضائل الصحابة)
رسول اللهﷺ فرمایلي دي.
د الله تعالی په نزد تر ټولو غوره ملګری هغه دی چې له خپل ملګري سره تر ټولو ښه چلند کوي او د الله تعالی په نزد تر ټولو غوره ګاونډی هغه دی چې له خپل ګاونډي سره تر ټولو ښه چلند کوي.
(الأدب المفرد)
له حضرت جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رســول الله( صلی الله علیه وسلم) د مکّې مکــرّمې د فتحـــي په ورځ مکّې معظّمې ته په داسي حال کې داخل ســـو چې توره پګړۍ یې تړلې وه.
(رواه الترمذي)
رسول الله ﷺ وفرمایل:
کله چې یو مسلمان پر ما درود وایي، نو ملائکې تر هغه پورې د هغه لپاره دعا کوي، ترڅو چې هغه پر ما درود وایي، نو اوس د انسان خپله خوښه ده، که لږ درود وایي او که ډېر.
سنن ابن ماجه، حدیث ۹۰۷
د حضرت انس بن مالک رضي الله عنه روایت دی:
رسول الله ﷺ به کله چې خپلې بسترې ته تللو
دا دعا به یې کوله:
«الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنَا وَسَقَانَا، وَكَفَانَا وَآوَانَا،
فَكَمْ مِمَّنْ لَا كَافِيَ لَهُ وَلَا مُؤْوِيَ.»
صحیح مسلم، حدیث ۲۷۱۵
رسول اللهﷺ فرمایلي دي:
د الله تعالی په نزد تر ټولو غوره ملګری هغه دی چې له خپل ملګري سره تر ټولو ښه چلند کوي او د الله تعالی په نزد تر ټولو غوره ګاونډی هغه دی چې له خپل ګاونډي سره تر ټولو ښه چلند کوي.
(الأدب المفرد)
رسول الله ﷺ د حجّة الوداع د خطبې پر مهال وفرمایل:
پر یو بل ظلم مه کوئ، او زما له وفات وروسته
بېرته کافران مه ګرځئ، داسې چې د یو بل غاړې
ووهئ او یو بل ووژنئ.»
(”المستدرک للحاکم، حدیث: ۳۱۸“)