حضرت عائشې (رضي الله عنها) روایت کړی دی:
"نبي کریم صلی الله علیه وسلم به د روژې د وروستیو لسو شپو اعتکاف کاوه، او به یې فرمایل چې د رمضان په وروستیو لسو شپو کې د شب قدر تلاش وکړئ."
(صحیح بخاري، حدیث 2020)
امام ابن العربي رحمه الله ویلي: هغه زړه سالم نه سي پاته کېدای په کوم زړه کي چي کينه، حسد، بغض، ځانخوښي او تکبر موجود وي.
ځکه رسول الله ﷺ د کامل ايمان لپاره دا شرط ايښی، چي مسلمان بايد د خپل بل مسلمان ورور لپاره هغه څه خوښ کړي، چي د خپل ځان لپاره خوښوي
(أحكام القرآن ج٣ ص٤٥٩)
رسول الله ﷺ وفرمایل:*
*د بنده ایمان تر هغه پورې سم نه شي کيدلای ترڅو چې د هغه زړه سم نه شي او د هغه زړه تر هغه سم نه شي کيدلای ترڅو چې د هغه ژبه سمه نه شي*
*(مسند احمد: 12673)
يُشَاكُهَا إِلَّا كَفَّرَ اللَّهُ بِهَا مِنْ خَطَايَاهُ ﴾
ژباړه « هېڅ مسلمان په بدني، مالي او رواني ستونزو ( که څه هم ازغی یې پښه کې لاړ سي ) کې نه ازمایل کیږي، پرته له دې چې الله یې ګناهونه له مینځه یوسي.» "متفق علیه"