🚨#وضاحت
جمعه خان فاتح هم د نورو مجاهدینو په څېر د اسلامي امارت متابع سپاهي دی، د امیرالمؤمنین حفظه الله اطاعت ته کاملا ژمن او په سر او مال د اسلامي امارت دفاع ته چمتو دی.
په وروستیو کې د جمعه خان فاتح په اړه د شرعي نظام مخالفین بېلا بېل شائعات خپروي او هڅه کوي چې د اسلامي امارت د یووالي په اړه د مومنانو اذهان مغشوش کړي.
الحمدلله د شرعي نظام د مخالفینو دا تبلیغاتي هڅې رسوا او ناکامې دي او دوی به د تل په څېر بیا هم و نه شي کولای چې د مجاهدینو تر منځ درز او نفاق رامنځته کړي.
راځئ چې اسلامي امارت ته په سر او مال د ژمنتیا او وفادارۍ په اړه په خپله د جمعه خان فاتح صاحب له خولې واورو!