جمعه خان فاتح؛ هغه نوم چې له بغاوت او شر جوړونې وړاندې یې مخنیوی وشو
هندوکش غږ ته رسېدلي معلومات ښيي، چې د بدخشان ځايي قومندان جمعه خان فاتح په وروستيو کې د افغان حکومت پر وړاندې د بغاوت او یوې لویې فتنې جوړولو لپاره پر چمتووالي بوخت و.
معلومات ښيي، چې جمعه خان فاتح او د هغه ملګري هڅه کوي چې له حکومتي ځواکونو سره خپله جګړه د نظام پر وړاندې د مخالفت یا بغاوت پر ځای، له یوه امنیتي جزوتام سره د شخړې په توګه وښيي؛ خو دا موضوع تر دې پراخه وه.
جمعه خان فاتح په فکري او عقیدوي لحاظ د انحراف پر لور روان و او هغه کسان چې په تکفیریت او داعشیت تورن و، د نوموړي له نږدې سلاکارانو څخه وو.
فاتح د کانونو له غیرقانوني استخراج او له کانونو سره د تړلو شرکتونو او خلکو څخه د باج اخیستنې له لارې هره میاشت میلیونونه افغانۍ عواید ترلاسه کول او دغه پیسې یې د وسلو او پوځي تجهیزاتو په پېرلو، د خپلو کسانو په زیاتولو او روزنه کې لګولې.
دغه راز د جمعه خان فاتح شخصي مدرسه هم د نظام پر ضد د افکارو د تبلیغ او ترویج پر مرکز بدله شوې وه او د سیمې خلک یې د زور او فشار لاندې ساتل.
جمعه خان فاتح پر دې سربېره له بهرنیو استخباراتي کړیو او شر او فساد ډلو سره هم اړيکې لرلې او له هغوی څخه یې د افغان حکومت د ځواکونو پر وړاندې د همکارۍ او مرستې غوښتنه کړې وه.
هغه د یوې پراخې فتنې، فساد او بغاوت لپاره د چمتووالي په حال کې و او په دې اړه ګڼ اسناد او شواهد موجود دي چې له جملې یې یوې غږیزې مکالمې ته ستاسو پام را اړوو.
#هندوکشغږ