حقاني: له شورا به منډيي نه جوړوو!
پنجشنبه د دلوې (۲۷مه). له غرمې مخکې په لسو بجو د مولوي رفيع ﷲ مؤذن له خوا د قرآن کريم د مبارکو ايتونو په تلاوت پيل شوه.
· مولوي محمد نبي محمدي:
د ټاکلې اجنډا په اړه چې د انجنير احمدشاه حکومت ته د رايې په ورکولو څرخېدله، لنډې مقدماتي خبرې وکړې. د غونډې په برخوالو يې د نظم او ډسيپلين په پام کې نيولو ټينګار وکړ.
· مولوي نصرالله منصور:
د اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره بايد مشر پر شريعت برابر سړی وټاکل شي او د اسلامي نظام د تطبيق لپاره بايد مسلمان او مطمئن وزيران، واليان او قاضيان وټاکل شي. يوه منظمه اداره منځ ته راتلل، د اسلامي اردو جوړول او تنفیذي هيئت مقررول اسلامي وحدت ته ضرورت لري. موږ په اوسني حالت کې ځينې عقبات لرو چې بايد له منځه لاړ شي:
۱- تفرقه باید ليرې شي.
۲- د ګوډاګي حکومت تأسیسات بايد تبديل او ختم شي.
۳- له مجاهدينو سره کومک، کوم چې ضرورت لري په جدي توګه وشي.
۴- د قيادت ټاکل او د دې ټولو دمخه يوه اسلامي شورا جوړه شي او ټول عقبات دې له منځه يووړل شي.
څه مسايل او مشکلات چې دي هغه دې شورا حل و عقد ته وسپارل شي.
يا دې همدې شورا ته صلاحيت ورکړل شي او حق د تصميم ګيرۍ دې ورکړل شي چې په دغو مسايلو وغږېږي.
· استاد فضل الله فیاض:
زه خپله رايه د اعتماد د اخيستلو په وخت کې ورکوم. زه انجنير احمدشاه د ډېرو کلونو راهيسې پېژنم، خصوصاً په ديارلسمې دورې د شورا کې چې د پوهنتون محصیلنو له ولسي جرګې نه د اصلاحاتو تقاضې وکړې. په هغه وخت کې انجنير احمدشاه په مبارزه کې لاس درلود او ورسره راغلی و، زړور شخصيت و. زه انجنير احمدشاه ته دا نصيحت کوم چې دا لوی امانت دی او په ښه شان بايد سر ته ورسېږي او موږ يې بايد ملاتړ وکړو.
· مولوي عبدالستار صديقي:
د حکومت د رئيس نه دمخه دې لومړی قيادي شورا موږ ته يو امیر وټاکي بيا به په حکومت خبرې کوو او د حکومت پروژه دې مکمله مشورتي شورا ته وړاندې کړي. که چېرې شورا د امير په ټاکلو کې نتيجې ته نه شي رسېدلی، نو اختيار او صلاحيت دې قيادي شورا ته ورکړي ترڅو يو مشر وټاکي.
· محمد اسماعيل صديقي:
د حکومت ترڅنګ بايد قضائيه او مقننه قوا هم جوړه شي، ترڅو يوه قوي اداره منځ ته راشي.
انجنير احمدشاه ښه سړی دی، خو ښه به دا وي چې لومړی امير وټاکو بيا به د حکومت رئيس وټاکل شي.
· پير سيد احمد ګيلاني:
پخوانی عبوري حکومت په (۱۶) د دلوې د محاذ ملي له خوا لغوه اعلان شوی دی. خو چې تاسې وايئ انجنير احمدشاه باید د اعتماد رايه واخلي. زموږ يو شمېر وروڼه چې په شورا کې يې برخه نه ده اخيستې د رايې اهميت کموي. ښه به دا وي چې هغوی هم راشي.
· ډاکټر حليم کريم:
در مورد انتخابات نبايد به دموکراسی غرب مراجعه کنيم. موترهای لوکس را نیز باید از خود دور سازیم. تا از درد مردم خبر شويم. همه قومندانان باید درین شورا اشتراک کند.
درینجا طرح هر تنظیم بخودش مقبول است، پس اتفاق و اجتماع شورا بريک طرح واحد مشکل است و فیصلۀ شورا هم بی مفهوم خواهد بود.
· عبدالقدير اخونزاده:
د دې لپاره چې شهيدانو، کونډو او يتيمانو ته خجالت نه شو، ښه به داوي چې کومه طرحه چې وړاندې شوې، باید ومنل شي، ترڅو د اينده له مشکلاتو خلاص شو.
· مولوي طوطي:
لومړی باید امير وټاکل شي، بيا د حکومت رئيس(صدر اعظم)
· سيد شمس الدين مجروح:
اګرچې په دې شورا کې ډېر ننګيالي او پوهان شته دي، خو دا شورا انتخابي نه ده او نه د لويې جرګې حيثيت لري، نو دا شورا څنګه پرېکړې کولی شي؟
د دې شورا فيصلې ماته ممکن نه ښکاري، دا طرحه مکمله نه ده.
حکومت بايد په يوه وسيع قاعده جوړ شي، د کابل رژيم خلک هم بايد په کې شامل شي، که داسې ونه شي، د عمران مجدد چارې نه شي ترسره کېدلی.
کوم نظامونه چې د شورويانو له خوا په افغانستان کې جوړ شول او يو په بل پسې له منځه لاړل. علت يې همدا و چې ملي حيثيت يې نه درلود او د لويې جرګې په اساس نه وو جوړ شوي.
· ډاکټر فضل الرحمن:
زه د همدې طرحې تائيد کوم او بله طرحه که زموږ د جهاد له روحيې سره مخالفه وي ردوم.
انجنير احمدشاه د عبوري حکومت د رئيس په توګه اهل ګڼم او له قیادي شورا هيله کوم چې د خدای د رضا او اسلام په خاطر دده حکومت ملاتړ وکړي.
· مولوي کاکا:
د ټولو دمخه دې اول امیر وټاکل شي ولو که هرڅوک وي.
· مولوي خالص:
د طرحې د جوړيدو لپاره بايد علما راټول شي او داسې يوه طرحه جوړه کړي چې په هغه کې سياسي، اجتماعي او اقتصادي چارې په نظر کې ونیسي، بيا دې شورا ته وړاندې شي.
بله مسئله چې بايد غور پرې وشي دا ده چې آيا په افغانستان کې د ښځو تعليم ته په کوم چوکاټ کې اجازه ورکوو؟
موږ وليدل چې د وخت حکومتونو غير اسلامي قوانين درلودل چې کمونيستي نظامونه يې جوړ او منځ ته راوړل. موږ بايد داسې ونه کړو.
بل دا چې بې موجبه که څوک له شورا نه وځي نو دا ښه کار نه دی. د شورا غړي بايد د چا غلامان نه شي، تنظيمي تعصب بايد له منځه لاړ شي، په صبر، تحمل او په ښه طريقه دې خپل نظريات وړاندې کړي. تاسې بشپړ اختيار لرئ او په آزادنه توګه خپل پشنهادونه او نظريات وړاندې کړئ.
· ملا سيد محمدشاه غازي:
اول بايد امير وټاکو، بيا به په رئيس د حکومت خبرې وشي.
· مولوي منيرشاه:
حکومت عبوری بايد بعد از اخذ رای اعتماد بزدوی بداخل انتقال شود.
د غرمې په دوولسو بجو غونډه د غرمنۍ او لمانځه لپاره وځنډول شوه. پر (۲۰:۲) غونډه له سره پيل شوه. د قرآن کريم له تلاوت وروسته، مولوي محمدي او سياف له سره ښاغلي مجددي ته ښه راغلاست ووايه او د شورا غړي د لاس په پورته کولو سټيج ته غوښتل کېدل:
له غرمې وروسته (٢:٢٠) بجو له سره د عبوري حکومت ترتيب شوى اجنډا بحث ته وړاندې کړى شوه.
حضرت صاحب د کمېسيون له خوا له ايران مېشتو وروڼو سره له اړيکو خپل ډاډ څرګند کړ.
· مولوي عبدالحى نظامي:
لومړى بايد امير وټاکل شي، انجنير احمدشاه زموږ ورور دى، کوم ترديد نلرم، خو مخکې څه مشکل چې ورته پيدا شو هغه دا و چې همدې قيادي شورا ورسره همکاري ونه کړه. بل دا چې د دې حکومت پاليسي او د کابينې په غړو هم خبر نه يو، نو داسې بې خبره د اعتماد رايه ورکول زما په نظر معقول کار نه دى.
· عنايت الله شاداب:
بايد حکومت اسلامی که به خواست مردم افغانستان باشد تأسيس شود.
حکومتی که از ايديالوژی نهضت اسلامی در افغانستان تمثيل کند شخص انجنير صاحب احمدشاه شخصيت آگاه است، بايد وی معاونين خود را که پيرو نهضت باشد انتخاب کند.
طرح موجوده مکمل نبوده، خواهشمندم که حکومت بصورت مکمل با کابينه به شورا مشورتی تقديم گردد.. راى گيری گنگ بفکر من نامناسب است.
انتخاب امير مربوط به شرايط و قلمرو جعرافيايی آزاد و مستقل می باشد بناءً فعلاً انتخاب آن ضرور نيست.
· محمد افضل:
حکومت را که ميسازيم بايد تهداب آن پخته باشد تا پايدار باقی بماند. اول رئیس دولت انتخاب گردد، بعداً رئيس حکومت و اعضای آن.
· مولوي جلال الدين حقاني:
له حمد او ثنا وروسته: له شورا به منډيي نه جوړوو، ما دا څو ورځې د شورا وضعيت او خبرې واورېدلې. په تاسف يې وايم پټه پنا يې نه وايم، دا هغه شورا نه ده چې ﷲ تعالی يې مسلمانانو ته د مصالحو لپاره امر کړی.
لومړی خو شورا د پينډۍ او حاجي کمپ پر ځای بايد په افغانستان کې دننه جوړه شوې وای. زه د ژوره په غونډ کې ورته چمتو وم، احوال مې هم ورکړ، د تضمين مې هم ورته وويل، چې يو وېښته به د چا کوږ نه شي.
دلته شورا څه معنا لري، هغه هم چې د حکومت د جوړېدو په نامه رابلل شوې وي. کله يو خپه، کله بل مرور. ټول د خپلې خوښې، فکر، ګټو او تنظيم لپاره لګيا دي. د افغانستان په کيسه کې څوک نه دي. افغانستان په دغسې تنګو، نظرياتو او طرحو نه شي جوړېدی. په اسلام کې د مشرتابه ټاکل واضح دي. په عرف کې هم واضح دي. اول بايد د نظام پر جوړښت خبرې شوې وای، د دولت او حکومت مفهوم واضح شوی وای. څوک د امير خبرې کوي څوک د دولت مشر يادوي، څوک د حکومت مشر، څوک عبوري حکومت يادوي، څوک موقت، له جلا وطن هغه مې هم واورېدل، څوک د مشرۍ لپاره د مياشتو قيد ږدي، د نوبت خبرې کوي، پچه اچوي... دا نوبت د اتحاد په مشرۍ او رياست کې هم و، کوم مشکل يې حل کړ، حل يې نه کړ! نور يې هم مسخره کړو.
د واک او اقتدار له دغسې هوس ما نه دي اورېدلي. د حکومت جوړولو لارې طريقې معلومې دي، خو دلته چې اورو ګورو په هېڅ تله او کاڼي برابر نه خيژي.
زه وايم مه زموږ وخت ضايع کوئ، مه جهاد او مجاهدين مسخره کوئ. که چېرې دا مجلس د حکومت په جوړولو موفق نه شو، زموږ د مېليونو مجاهدينو وينې به بې ځايه تلې شوې وي.
جوته يې وايم، حقيقت یې ګڼم، هغوی چې د کمونيستانو ملاتړ نه دی کړی د ټولو په ګډون او سلا بايد حکومت جوړ شي. ټيکه داري پرېږدئ، په دې شورا کې چې زه ګورم ټول منلي خلک دي که دوی حکومت جوړ کړي هېڅوک يې نه شي ردولی.
که حکومت جوړ نه شو، زه به د کمونيستانو او شورويانو په څېر ورسره په جنګ وم.
مشران او علما دې موږ ته يوه معقوله طرحه وړاندې کړي، چې د قيادي شورا او علماوو د تائيد وړ وي، هماغه به په ګډه منو.
بې اتفاقيو د جهاد وروستی بری له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړی دی. شورويان مات شوي، خو مشران په يوه خوله نه دي، څومره اتحادونه شوي هر يو ګوښی تنظيم ګرځېدلی.
که مشران د حکومت جوړېدو چاره نه شي بشپړولی نو مشورتي شورا ته دې د حکومت جوړولو صلاحيت ورکړل شي. چې يو با صلاحيته کمېسيون مؤظف کړو چې د حکومت جوړولو يوه طرحه جوړه او شورا ته يې وړاندې کړو. ومن ﷲ التوفيق
· صبغت الله مجددی:
من بنوبه خود برای رد اتهامات و ازینکه چرا چند روزی به شورا حاضر نشدم چيزی بسمع اعضای محترم شورا ميرسانم.
ما هميشه این ادعا را داشتيم که بايد درين شورا همه اقشار افغانستان اشتراک داشته باشند و برادران افغانی مقيم ايران و تنظيم های شامل ائتلاف آنها نيز درين شورا، و شورا عالی اتحاد و کابينه حکومت عبوری شامل شوند.
بدين منظور از طرف اتحاد در اوايل استاد ربانی در رأس يک هيئت به ايران رفت با آنها ملاقات نمودند، بعداً حکمتيار صاحب رفتند با آنها از نزديک ديدند، ولی به کدام نتيجه نرسېدند. بعد از آن من به اثر اصرار بیشتر دوستان عجالتاً بدون اينکه وقت ملاقات با شورا قيادی برایم ميسر شود، عازم ايران شدم و با اعضای ايتلاف هشتگانه برادران افغانی مقيم ايران ملاقات نمودم. آنها به (۶۰) سيت شورا، چهار وزارت و سه عضو شورا عالی قانع نبودند؛ اصرار داشتند که (1۲۰) سيت در شورا مشورتی، شش نفر در شورا عالی وهفت وزير در کابينه داده شود.
بعد از جروبحث موافقه و وعده کرديم که صد سيت در شورا مشورتی، شش نفر در شورا عالی و هفت وزير در کابينه برايشان ميدهم، آنها قبول کردند و بعداً دوباره به اسلام آباد برگشتم. وقتیکه از اخبار و راډيو ها از مصاحبات برادران شورا قيادی خبر شدم گفتند که سفر حضرت صاحب شخصی بوده و معاهده که با برادران هشتگانه ايتلاف امضا نمودند، فيصله و تصميم شورا قيادی اتحاد نيست... گذارش را به شورا قيادی قرائت کردم، برادران فیصله و وعده من را که بصفت رئیس اتحاد با برادران افغانی مقيم ايران کرده بودم رد کردند و تائيد نگرديد وحيثیت مرا نزد آنها پائين آوردند. بناءً بخاطر آبروی شخصی خود و دفاع از حقوق ايتلاف هشتگانه چند روز به شورا حاضر نشدم تا اينکه کميسيون انتخابی شورا مشورتی در حل مشکل برادران مذکور اقدام نمودند. بعداً حاضر به شورا گرديدم.
حالاً قضاوت بدست شما علما و داشمندان و اعضای شورا است. در مورد برادر ما انجنير احمدشاه کدام اعتراضی ندارم شخص مخلص و پاک است. اما دربارۀ حکومت بايد بگويم اين طرح مکمل نبوده، بعد از تکميل غرض رأی اعتماد به شورا مشورتی تقديم گردد.
· مولوي فيضان:
د جناب حضرت صاحب راتګ ته ښه راغلاست وايم.
موږ چې دلته راټول شوي يو، په هر ترتيب چې کېږي بايد يو اسلامي حکومت جوړ شي او د حکومت په جوړيدو کې بايد له خود ګذرۍ نه کار واخيستل شي دا شورا بايد سرنوشت سازه شورا شي.
· معلم محمد اکبر:
شورويان ووتل خو موږ د مشرانو او کشرانو په تنديو کې خوشالي نه ليدل کېږي. د حکومت په لړکې تر اوسه کوم عملي قدم نه دی پورته شوی. موږ د رهبرانو په طرحه راضي يو. خدای دې وکړي چې دوی متفق شي او د حکومت ټول غړي معرفي کړي. او همدارنګه په داخل د افغانستان کې بايد د تنظيمونو د اختلاف مخه ونيول شي.
· مولوي لال محمد حنيف:
د انجنير احمدشاه په باره کې زما رايه مستنکفه ده.
د امير تعين ضروري خبره ده. بايد لومړی امير وټاکل شي او په دې هکله د ﷲ تعالی څخه غواړو چې زموږ مشران متفق او زړونه يې سره نژدې شي.
«دا چې بيا یې څه وکړل راتلونکي کې به درته ووايو، راسره اوسئ»
#لویمصلح_سترغازي
صفحه ۳۵۲