#ښه هغه چي یې د زړه ښېښه صفا
نن د علحضرت لوړ دورشل(درشل) احمد شاه بابا رحمت الله علیه د وفات ورځ ده دی د پزي یا تنفسي سیسټم د سرطان له وجي د کندهار د پخواني ولایت په توبه کي په حق و رسېدئ افغان ولس ته یې یو لوی ښېرازه هیواد په میراث کي پرېښود د هغه د پوهي او تدبیر په اړه لسګونه کتابونه لیکل سوي خو لا تر اوسه د هغه دولتي نظام او سیسټم په بشپړه توګه او سم ډول لا نه دئ توضیح سوی یاد یې په خیر روح یې ښاد.
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د هیواد پر پایتخت او کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د پاکستان بریدونه چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال د ښځو او ماشومانو په ګډون شهیدان شوي په کلکه غندي او د همسایتوب، بشري ارزښتونو او بینالمللی قوانینو ښکاره او شدید تخلف یې بولي. حامد کرزی یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت ږغ کوي چی دښمني پریږدي، دوراندیشي وکړي او د افغانستان سره نیک او متمدنه اړیکې او تګلاره اختيار کړي.
#ها غاړه ځلمو نن مو هغه بهانه هم ختمه ده
چي له افغانستانه هیڅکله ږغ نه دئ را سوی
تر دې نو نور لوی ږغ نه درکېږي
اټک ورته وتړئ دا سل کلن ناورین ختم کړئ
تاسي ها پلو پنځه شپېته میلیونه یاست
له کوره یو یو ورکړئ دا نسل له غلامۍ خلاص کړئ یا مستقل سئ یا د لوی وجود برخه سئ.
توبه توبه بیچاره ګان لیونیان شوه.
والله چی زه د کږزی پښتونخوا د پښتنو په حالت خفه یم خو دغه حالت دوی خپله په ځان راوستی.
د څلویښتو کالو جګړی څخه وروسته بیا هم افغانان دی حالت ته نه دی رسیدلی خو د دوو میاشتو دروازی بندولو د پاکستان بیخ وایست.
دا خلګ چی ترڅو ګلخانان وی نو حالت به یی تر دی هم بد وی.