اسلام له مؤمنانو څخه دا نه غواړي چې د دنیا چارې پرېږدي؛ ځکه هغوی په دې نړۍ کې د خلافت لپاره پیدا شوي دي.
اسلام له هغوی غواړي چې د دنیا په چارو کې یې پام الله جل جلاله ته وي، او خپلې هیلې تر دنیا محدودې نه کړي، ترڅو دنیا داسې قید او بند نه شي چې انسان پکې راګیر او محصور کړي.
اسلام غواړي چې انسان د دې وړې ځمکې له تنګو دېوالونو څخه آزاد کړي، څو په همدې نړۍ کې کار وکړي، خو له دې نړۍ څخه لوی وي؛ د خلافت دنده ترسره کړي، خو فکر یې له افقِ اعلیٰ سره تړلی وي.
له همدې امله، کله چې انسان د اسلامي تصور له لوړ لیدلوري څخه دنیا ته وګوري، نو د دې ځمکې محدودې او لنډمهاله ګټې ورته ډېرې وړې او بېارزښته ښکاري.
شهيد سید قطب رحمه الله
هغه علم چې تا د هغه حق د ملاتړ لپاره چې ته پرې باور لرې، حرکت ته نه راولي، یوازې وچ او تش معلومات دي چې هر موبایل یا کمپیوټر یې هم لرلی شي.
انسان د خپلو دریځونو او موقفونو له مخې پېژندل کېږي، نه د هغه معلوماتو له مخې چې لري يې.
نایف بن نهار
شهيد عبدالله عزام تقبله الله فرمايي:
"اې مسلمانو مېرمنو! بچيان مو له سختيو سره عادت کړئ, مېړانه او جهاد ورزده کړئ, تر څو مو له کورونو څخه د زمريانو زانګو ګانې جوړې شي, او که داسې ونه کړی نو له کورونو څخه به مو د چرګانو مرغانچې جوړې شي او د وخت د طاغوت له خوا به حلال شي".